No-IMG

د اوکراین - روسیې جنګ له کبله د غنمو بحران

اسد مبارز

 

د اوکراین - روسیې جنګ له کبله د اروپایي هیوادونو سربېره ترکيې او ځینو نورو هیوادونو هم له هند غنم غوښتي.

په سیمه کې قزاقستان، پاکستان او هند نسبت نورو هیوادونو ته ډیر غنم درلودل/لري؛ پاکستان کې د عمران خان حکومت د کرنې برخه کې د ضعیفو پالیسیو له امله په کور دننه هم د غنمو تقاضا نشي پوره کولی نو د صادراتو تمه ترې ناممکنه ښکاري.

قراقستان هم هڅه کوي چې د اوړو او غنمو صادرات محدود کړي. یوازې هند دی چې تمه کیږي غنم دې صادر کړي؛ د هند غنمو باندې تر ننه اکثره اروپایي او حتی ترکیې هم نیوکه کوله چې د هند غنم د کیفیت له مخې د صادراتو وړ نه دي خو اوس چې غنمو ته نړیواله تقاضا لیدل کېږي، اړتیا ده چې همدا بې کیفیته غنم ترې په لوړه بیه واخلي.

مونږ چې د غنمو/ اوړو برخه کې کاملاً د نورو هیوادونو په صادراتو تکیه هیواد یو؛ غنمو ته د نړیوال تقاضا باندې ویلي شو چې راتلونکی د اوړو او غنمو له نشتون سره مخ کېږو (خدای مکړه). عجیبه دا چې د څو کسانو له قوله سږکال مشرقي کې د غنمو لو خپله زمیندارو کول او په لَوګرو یې یا نکول او که کول یې هم نو د تېر په شان مُزد یې نه ورکول او ډير ځایونه خو د غنمو پر ځای لَوګرو ته روز مزدوري (۲۵۰ افغانۍ) ورکول کیدې. دا په دې معنی چې زمیندار د غنمو د کمښت له ویرې سر له اوسه ذخیره کوي.

خدای دې خیر کړي خو ماته داسې ښکاري چې د اوړو/غنمو له قحطۍ او یا هم له سختي قیمتۍ سره مخکيدونکی یو، فکر کوم هند هم د افغانستان سره د ۵۰۰۰ ټنه غنمو مرسته یې هم پوره نکړله.

ملګرو ته مشوره داده چې تیار د لَوونو وخت دی؛ غنم دې سر له اوسه واخلي او راتلونکی کال دې د اوړو/غنمو له ممکنه سختي قیمتۍ ځان وژغوري، اوسني چارواکو ته خو مشوره نشو ورکولی ځکه چې له یو طرفه دوی پخپله جامع الکمالات دي او بل دوی ته دا شیان لومړیتوب نه دی.

از ما یک ګفتن بود کنه واقعیت خو د خان زمان کاکړ خبره ده چې:

بارانه مه ورېږۀ دا دشتې غنم نه کوي

پښتون په لوږه دی عادت د مړۍ غم نه کوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟