No-IMG

د امريکا لخوا د کرپټو کرنسۍ مارکیټ متأثره کول

اسد مبارز

 

د امریکا مرکزي بانک (Federal Reserve Bank) د انفلاسیون د کنټرول په موخه سوداګریزو بانکونو ته امر وکړ چې مشتریانو ته ۵۰ پواینټس ګټه (سود) زیاته کړي تر څو د اخیستلو توانایي یې زیاته شي.

دا اعلان د نړۍ اقتصاد او په ځانګړي ډول د کرپټو کرنسۍ، سټاک مارکیټ او فورکس مارکیټ سربېره د نړۍ اسعارو لپاره د تندر په څېر وو.

د کرپټو کرنسۍ مارکیټ یې ډیر متأثره کړ او د ددې مارکیټ د لس بهترین کرنسیو له جملې لونا (Luna) له 93 ډالر څخه

 0.00000112 ډالرو ته قیمت ولوېد. زما په شمول ددې مارکیټ ډیر کسان یې سخت تاواني کړل. په هر صورت د کرپټو کرنسۍ مارکیټ کې ګټه او تاوان دواړه وي

د سټاک مارکیټ سربېره یې د نړۍ ډیر اسعار هم متأثره کړل؛ د افغانۍ په شمول د پاکستان، ترکیې، هند او . . . اسعار هم د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ. د نړۍ نور هیوادونه ریزرف ډالر ډیر لري او د انفلاسیون کنټرول په موخه یې ممکن بازار ته عرضه کړي.

یو څه چې ډیر مهم دي هغه د نرخونو کنټرول دی؛ په نورو هیوادونو کې وینو چې د اسعارو پر وړاندې د ډالر پورته کېدو مطابق نرخونه لوړ شول اما ملکِ خداداد کې بیا هر څه د افغانۍ پر وړاندې د ډالر لوړېدو څو چنده لوړ شول.

د ولایتونو ښاروالیو ته بویه چې د سوداګرو له لورې ددې بندوباره نرخونو کنټرول لپاره جدي ګامونه واخلي. ولس غریب دی او د اخیستلو توانایي د نرخونو لوړېدو سره ورځ تر بلې کمزوري کېږي.

خوشبختانه مرکزي بانک هم هره اونۍ مارکیټ ته ډالر عرضه کوي تر څو د افغانۍ ارزښت وساتي خو د ډالرو د قاچاق او احتکار مخه هم باید ورسره په کلکه ونیول شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟