No-IMG

شیرین ابوعاقلة

د فلسطینی ولس مظلومانه اواز وه چې تېره ورځ اسرائیلي عسکرو په نخښه او ووژله، که څه هم شیرین ابوعاقلة مسیحۍ وه.

 خو! د فلسطیني ولس مخلصانه خدمت یې کاوه اوبې پرۍ اخباریې دالجزېرې له نړۍ وال تلوزیون نشرول له بیت المقدس څخه مهم اوپه زړه پوري راپورونه به همیشه ددغه فلسطینۍ میرمنې چې پوره پنځوس کلنه وه له خوت نشریدل اوپه پنځوش کلنۍ کې خپل د صحافت او رسنیز ژوند ته د پای ټکی کیښودل شو.

هو! هغه د کوچني فلسطینی ماشوم  مظلوم (محمد الدرة )په شان عمداً داسرائیلي پوځ له خوا په نخښه او ووژل شوه، چې دامهال اسرائیلي حکومت له سخت اخلاقي،انساني، اوحقوقي فشاراوګواښ سره مخ دي.

د شیرین ابوعاقله د صحافت نیژدي همکار اودالجزېرې د تلویزیون د فلسطین د برخې مشر مشهور ژورنالست (علوي) ورته د وروستی سلام په توګه رسنیزه سلامي وکړه او خپله همکاره یې دابد لپاره رخصت کړه.

د شیرین ابوعاقله په مرک نړۍ والو،عربانو،مسلمانانو،مسیحیانواوټولوحقوقي تنظیمونو ژور خفګان او اعتراض څرګند کړی او د هغې وژنه یې دټولواخلاقي رسنیزو اصولوخلاف عمل بللی .

نړۍ والو حقوقي سازمانونو د یوه پراخ نړۍ وال حقوقي تحقیق اوپلټنې غوښتنه هم کړي.

یادونه:

 د جنګ په میدان کې خبرجوړول ودریدل اوتاریخی اسناد را جمعه کول د زمري زړه غواړي نو ویلی شو چې دغه فلسطینۍ میرمنه یوه زړوره میرمنه وه او پدې پوهیده چې یوه ورځ به د ژوند صفحه همدلته پای ته رسیږي مګر بیا هم خپل دغه دروند او خطرناکې دندې ته ې ادامه ورکړه ځکه فلسطین پرټولوګران دی،.

ای کاش په مسیحیت کې نه وا مړه شوې چې نن موورته دزړه له تله دعاء کړې وای؟

خو! بیا هم ددې روح دې ښاد وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟