
ورور حکمتيار له جهادي، سياسي او ولسي مشرانو او ځوانانو سره وليدل
پنجشنبه؛ د ثور ۲۲مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمت.يار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له هالينډ مېشتي مشهور فرهنګي او سياسي شخصيت ښاغلي دکتور حليم تنوير، د نهضت إسلامي له مشهور سياسي او جهادي شخصیت ښاغلي انجينير کريم او دغه راز د ښاغلي وکيل کاظم په مشرۍ د کابل ولايت دولسمې ناحيې له گڼشمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر بېلابېلو سياسي، إجتماعي، تعليمي او فرهنګي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
قدرمن مشر د يادو سياسي شخصيتونو او مشرانو بېلابېلو پوښتنو، اندېښنو او نظرياتو ته پر کتو وويل:
موږ په هېواد کې د وضعيت کنټرول او سمون لهپاره يو بېبديله انتخاب لرو او هغه دا چې ټول اسلامپال جهتونه پر يو محور راغونډ شي او د ټولو هېوادنيو قضاياءو او مسائلو د حل او فصل په ارتباط فعاله ونډه او مسئوليت پر غاړه واخلي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
فعلاً د حکومت پر وړاندې ځينې ستونزې او چېلنجونه شته چې د مهار لهپاره يې په مشترک ډول تصمیم نېونې ته اړتيا ده، په يوازې او خپلسري ډول تصميم نېول او د ستونزو مخنېوي آسانه نهدی، سره له دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته آسماني وحي راتله، خو بيا يې هم هېڅکله خپلسرې پرېکړې نهدي کړي، بلکې په ټولو مهمو قضاياءو کې يې له خپلو صحابهوو مشوره اخيسته او تصميم به يې له مشورې وروسته نېوه.
نوموړي دغه راز د سورة النمل ۳۳نمبر آيت تفسير ته په إشارې سره وويل:
پرېکړه د شوریٰ او مشورې پر ځای واکمن ته سپارل د قرآن له نظره د سلاطينو «پاچاهانو» د شوریٰ صفت دی، «همغسې لکه چې د ملکې سبأ درباريانو هغې ته وويل: موږ په جنګ او زور آزمايلو کې تکړه يو، خو پرېکړه تاته سپارو، ته وګوره؛ چې څه أمر کوې؟» نه د هغه چا چې د إسلام له نظره د شورائيت او مشورې پر اصل غوڅ او پرېکنده باور لري.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.