No-IMG

حکمتيار: د اوكراين جگړه د جدي گواښونو او د اتمي وسلو كارولو پوري رسېدلې

داسي برېښي چي د اوكراين جگړه هم د مسكو تر انتظار زياته اوږده شوه او هم د اروپا او امريكا د انتظار خلاف اوږده.

اوس خبره جدي گواښونو حتیّٰ د اتمي وسلو كارولو پوري رسېدلې؛

ناټو اوكراين ته د وسلو لېږلو لړۍ پيل كړې او روسيه ادعاء كوي چي دا وسائل ئې تخريب كړي او نه پرېږدي چي د اوكرانيانو لاس ته ورشي. امريكا د نويو مخكي تللو وسلو لېږلو او د اوكراني سرتېرو د روزلو ادعاء كوي او پارلمان ئې له اوكراين سره د 40 مليارد ډالرو نوې مرستي پرېكړه كړې.

ناټو غواړي فنلند په خپل تړون كي شامل كړي او مسكو ويلي كه دا كار وشي نو پر فنلنډ به بريد وكړي.

د اوكراين جگړه له دې كبله رامنځته شوه چي ناټو وغوښتل په تړون كي د اوكراين په شاملولو سره؛ د شرق په لوري او د روسيې تر پولو پوري خپله لمن پراخه كړي او په لړ كي ئې د اوكراين نيولو مهم او ستر هدف له جنگ پرته او په خاموشه توگه ترلاسه كړي؛ همدغه غلط او بې وخته تصميم؛ پر اوكراين د مسكو بريد رامنځته كړ؛ اوس د فنلند شاملول به يقيناً د جنگ لمن لا پراخه او تشديد كړي.

له اوكراين سره د امريكا پراخي نظامي مرستي او دا گواښونه چي روسيه به همدلته له تاريخي ماتي سره مخ كوي؛ دې اقداماتو او گواښونو قضيه مزيد پېچلې كړې؛ د اتمي وسلو كارولو گواښونه او په نيم ساعت كي د اروپا له منځه وړلو شعارونه ښيي چي قضيه په خطر ناك لوري روانه ده.

غرب دوه خونړي نړۍ‌وال جنگونه رامنځته كړل؛ دواړه جنگونه له همدغسي پېښو رامنځته شوي. ويلى شو چي د نړۍ د ټولو جنگونو تر شا د غرب لاس وو؛ او دئ؛ لري نه ده چي درېيمه نړۍواله جگړه هم د دوى په لاس پيل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟