No-IMG

حکمتيار: امريکا د القاعده په بهانه د مخکي يرغل پلمه جوړه کړه؛ اوس همغه تجربه تکراروي

په دې ورځو كي په ناڅاپي او غير مترقبه توگه؛ په افغانستان كي د القاعده د مجدد حضور په اړه دروغجن تبليغات، گواښونه او تحليلونه اورو؛ او ښيي چي جنگ غوښتونكي هېوادونه غواړي يو ځل بيا له دې قضيې د يوه بل جنگ تپلو بهانه او پلمه جوړه كړي؛

هر څوك پوهېږي چي نه القاعده په افغانستان كي فعال حضور لري؛ نه له افغانستان امريكا ته كوم گواښ او خطر متوجه دئ؛ نه پرون، نه نن او نه سبا؛

امريكا په خپل مخكني يرغل كي هم له دې د بريد او يرغل پلمه جوړه كړه؛ نن غواړي همغه تجربه تكرار كړي.

د چا له لوري چي امريكا گواښل كېږي؛ هغه افغانان او افغانستان نه دئ؛ بلكي نور هېوادونه دي؛ اصلي رقيبان ئې چين او روسيه دي، د هغوى راكټونه تر امريكا او هر ايالت پوري ئې رسېږي، روسيه هم امريكا گواښي او هم ئې اروپايي حليفان؛ خو امريكا د روس خلاف د داسي گواښونو همت نه لري چي د افغانستان په ارتباط ئې كاروي؛ زموږ جرم ضعف او كمزوري ده!! حتىّٰ شمالي كوريا ئې گواښي؛ خو هيڅ كله ئې داسي څه ونه ويل چي د افغانستان په اړه ئې ويلي!! 

د امريكا لوى رقيب چين دئ؛ هم له اقتصادي پلوه او هم له نظامي پلوه؛ خو گورو چي د چين په اړه ډېر محتاط دي او له څه ويلو او كولو ډډه كوي.

وروڼو خوېندو!

د ملگرو ملتونو سرمنشي وايي: په افغانستان كي د ترويستي ډلو بيا فعالېدا نړۍواله صلح گواښي!! د ده دا وينا په اصل كي د امريكا وينا ده؛ د امريكا لوى درستيز او نور لوړ پوړي نظامي مقامات وايي: كه د افغانستان له لوري امريكا ته كوم گواښ احساس كړو نو په نظامي عملياتو به لاس پوري كړو؛ مخكنى جمهور رئيس ئې او د  كانگريس غړي وايي: له افغانستان د امريكا وتل تاريخي اشتباه وه؛ بايد بېرته ستانه شو!! 

وروڼو خوېندو!

دا گواښونه بايد عادي ونه گڼو؛ له موږ وحدت او يووالى او لازم تدابير ايجابوي.

همدا راز گورو چي د اشغالگرانو په خدمت كي ناافغان سياسي څېرې او بدنامى ډلي يو ځل بيا فعالي شوې؛ ځيني ئې د جنگ شعارونه وركوي او ځيني دا تليغات كوي چي په پنجشير، ورسج او اندراب كي عام وژني شوې؛ او دوى ئې غندنه كوي او له ولس سره په غم كي شريك دي!! دا هغه ناولې څېرې دي چي د اشغال په تېرو شلو كلونو كي ئې نه يوازي يو ځل هم هغه عام وژني محكوم نه كړې چي په ترڅ كي ئې په لكونو مظلوم افغانان وژل شوي؛ بلكي دوى او گوندونو ئې عملاً په دې وحشيانه وژنو كي لاس درلود؛ د اشغالگرانو اجير سرتېري ول او د هغوى لپاره له افغان مؤمن ولس سره جنگېدل!!

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟