No-IMG

حکومتی پریکړی او فقه المآلات

دوکتور عمرعماد

 

فقه المآلات دی ته وایی چه د هر کار په عاقبت ، پایلی او انجام باید فکر وشی، او د هغی په رڼا کی بیا تصمیم ونیول شی او پریکړه وشی.

فقه المآلات ، یا د پایلو درک کول او هغه په پام کی نیول برسیره پر دی چه د سلیم عقل غوښتنه ده ګڼ شمیر شرعی نصوص یی هم پخلی کوی ، د بیلګی په توګه :

۱- (وَلا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْواً بِغَيْرِ عِلْمٍ )

پدی آیت شریف کی الله تعالی د مشرکانو خدایانو ته له ښکنځلو مسلمانان منع کړی دی ، نه دا جه دا کار په خپل ذات کی بد دی، بلکه پدی خاطر چه بیا به مشرکان هم الله تعالی ته ښکنځلی کوی.

۲- منافق عبد الله بن أبي بن سلول په یوه غزا کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو په حق کی ډیره سپکه خبره وکړه ، نو عمر رضی الله عنه د پیغمبر علیه السلام څخه اجازه اوغوښتله چه سر یی ورپری کړی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړ او ورته ویی ویل : ( دعه، لا يتحدث الناس أن محمدا يقتل أصحابه) پری یی ږده ، تر څو خلک ونه وایی چه محمد خپل ملګری وژنی.

۳- رسول الله صلی الله علیه وسلم ام المومنین عائشی رضی الله عنها ته وفرمایل : که ستا قوم نوی مسلمانان شوی نه وه ، نو ما به کعبه نړولی وه او په هغه تهداب به می له سره جوړه کړی وه چه ابراهیم علیه السلام جوړه کړی وه .

۴- یو ځل د اختر په ورز د حبشیانو یوی ډلی په نبوی مسجد کی نیزه بازی بازی او لوبی کولی نو رسول الله علیه الصلاة والسلام منع نه کړل ، او ویی فرمایل چه ( لتعلم الیهود آن فی دیننا فسحة) پدی خاطر چه یهود پوه شی چه زمونږ په دین کی پراخی ده .

۵- ابن عباس رضی الله عنه ته یو سړی راغی او ورته یی وویل چه د مسلمان قاتل ته توبه شته ؟ هغه ورته وویل چه نه . نو چه هغه لاړ ، ناستو کسانو تری پوښتنه وکړه چه ته خو وایی چه د مسلمان قاتل توبه ته توبه شته نو ده ته دی ولی وویل چه نشته ؟ هغه ورته وویل چه ما یی په سترګو کی شر ولیده، او د چا وژونکی راته ښکاری ، بیا وروسته معلومه شوه چه هغه سړی رښتیا هم د قتل اراده درلودله .

دغه اصل فقهاوو همیشه په پام کی نیولی دی، په تیره بیا هغه محققینو او متبحرو پراخ نظره علماوو چه د شریعت روح او مقاصد یی په رښتینی توګه پیژندل . او له همدی ځایه ده چه امام شاطبی پدی اړوند دغه مشهوره خبره کړی چه د هغه نه وروسته بیا د فقهی او مقاصدی قاعدی په توګه د امت علماوو منلی ده :

(النظر فى مآلات الأفعال معتبر مقصود شرعا) وایی : د افعالو عاقبت ته کتل او په پام کی نیول شرعا مقصود او معتبر دی . په فقه کی د ډیرو قاعدو منشا همدغه اصل دی ، لکه ( المتوقع کالواقع ) ، بلکه د سد الذرائع او فتح الذرائع ، او د مصالحوا او مفاسدو د پرتلی اصول هم فقه مآلاتو ته ورګرځی

هر فقیه او مجتهد باید د شرعی احکامو په استنباط کی ، او هر مفتی باید د فتوی ورکولو په وخت ، او هر حاکم باید د حکم د صادرولو نه مخکی پدی ژور فکر وکړی چه پایله به یی څه وی او پس له هغی حکم وکړی .

زمونږ او ستاسی په ټولنه ، بلکه په نورو ټولنو کی چه د ځینی کارو په هکله تصمیم نیول کیږی نو اول دا فکر کوو چه ( خلک به څه وایی؟) او پورتنی دوه حدیثونه هم ددی خبری پخلی کوی.

خو ، متاسفانه چه زمونږ چارواکو - په تیره بیا د امر بالمعروف مسئولینو - که دغه اصل بیخی له پامه نه وی غورځولی چندان پاملرنه یی هم ورته نده کړی، پدی کی ډیر کم فکر کوی چه دوستان به څه وایی او دښمنان به څه وایی، ولس به څه وایی، او پایله به یی څه وی، ته به وایی چه دوی دومره مستغنی او په هر څه په خپل ځان بسیا دی چه هیچا ته اړتیا نه لری !

هو ، دا خبره صحیح ده چه نباید همیشه او په هر حکم کی  د خلکو له ملامتیا ویره وشی او یا د نورو خیال وساتل شی ، خو باید دهغو موضوعاتو تر مینځ چه د نورو د ملاتیا د ویری مجال پکی شته ، او د هغو چه د ویری مجال پکی شته باید توپیر وشی، چه دا ژور فقاهت ته ضرورت لری ، او باید چه نن سبا پدی اړوند پریکړی فردی او یا د یوڅو همفکرو تر مینخ نه، بلکه  -تر ممکن بریده- د اهل نظر کسانو په مشوره وشی، دا کار به له یوی خوا منل شوی او معقول نظر ته لاره هواره کړی، او له بلی خوا به یی سبا پړه او پښییمانی یو څو کسانو ته نه راجع کیږی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟