No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتيار حفظه الله: په دې ورځو كي په ناڅاپي او غير مترقبه توگه؛ په افغانستان كي د القاعده د مجدد حضور په اړه دروغجن تبليغات، گواښونه او تحليلونه اورو؛ او ښيي چي جنگ غوښتونكي هېوادونه غواړي يو ځل بيا له دې قضيې د يوه بل جنگ تپلو بهانه او پلمه جوړه كړي؛ هر څوك پوهېږي چي نه القاعده په افغانستان كي فعال حضور لري؛ نه له افغانستان امريكا ته كوم گواښ او خطر متوجه دئ؛ نه پرون، نه نن او نه سبا؛ امريكا په خپل مخكني يرغل كي هم له دې د بريد او يرغل پلمه جوړه كړه؛نن غواړي همغه تجربه تكرار كړي.

: د ح.ا.ا امیر حکمتیار حفظه الله: دا گواښونه بايد عادي ونه گڼو؛ له موږ وحدت او يووالى او لازم تدابير ايجابوي.

همدا راز ګورو چي د اشغالگرانو په خدمت كي ناافغان سياسي څېرې او بدنامى ډلي يو ځل بيا فعالي شوې؛ ځيني ئې د جنگ شعارونه وركوي او ځيني دا تبليغات كوي چي په پنجشير، ورسج او اندراب كي عام وژني شوې؛ او دوى ئې غندنه كوي او له ولس سره په غم كي شريك دي!! دا هغه ناولې څېرې دي چي د اشغال په تېرو شلو كلونو كي ئې نه يوازي يو ځل هم هغه عام وژني محكوم نه كړې چي په ترڅ كي ئې په لكونو مظلوم افغانان وژل شوي؛ بلكي دوى او گوندونو ئې عملاً په دې وحشيانه وژنو كي لاس درلود؛ د اشغالگرانو اجير سرتېري ول او د هغوى لپاره له افغان مؤمن ولس سره جنگېدل!!

: امیر ح.ا.ا محترم حکمتیار حفظه الله: به مردم مؤمن پنجشير مى گوييم: برائت تان را از اين وطنفرشان جنايتكار اعلان كنيد و نگذاريد بيش از اين شما را قربانى هوىٰ و هوس خود و منافع اجانب كنند.

: امیر ح.ا.ا محترم حکمتیار حفظه الله: مردم مؤمن اندراب حتماً به ياد دارند كه اين ها؛ متصل معاهده ننگين تسليم شدن به نيروهاى شوروى و تعهد عمليات مشترك عليه دشمن مشترك؛ هر دو حزب اسلامى را دشمن مشترك گرفته بودند؛ بر اندراب يورش بردند؛ و اندراب را كه پايگاه نيرومند مجاهدين حزب اسلامى بود؛ به كمك روس ها تصرف كردند؛ كشتند و غارت كردند و خانه ها را تلاشى و مردم اندراب را خلع سلاح كردند.

مجاهدين مؤمن ورسج نيز هيچگاهى جنايات نابخشودنى اين گروه مزدور را هرگز فراموش نخواهند كرد؛ آيا ممكن است مردم فرخار شهادت فرزندان مؤمن و مجاهد شان به دست اين جنايتكاران را فراموش كنند؛ هژده تن اعضاء خانواده يكى از قومندان نامور و معروف فرخار را دسته جمعى تيرباران كردند و در چاه انداختند و دفن نمودند؛ اين ها جناياتى را عليه مجاهدين مرتكب شده اند كه حتىّٰ روس ها و كمونست ها نيز از آن ننگ داشتند؛ روى سياه كمونست هاى وحشى را سفيد كردند.

اگر اين ها بارى ديگر بر مناطق شما مسلط شوند؛ بدتر از سابق عمل خواهند كرد.

: امیر ح.ا.ا محترم حکمتیار حفظه الله: ما دست دوستى و برادرى به هر افغان مؤمن دراز كرده ايم، و دراز مى كنيم؛ خواهان وحدت تمامى ملت و تمامى اقوام برادر هستيم، حاضريم دشمنى ها را فراموش كنيم؛ راه برادرى و برابرى را در پيش گيريم؛ آغوش خود را براى همه باز كرده ايم؛ نه قصد انتقام داريم و نه باورى به رقابت هاى ناسالم؛ اگر ديگران شعار هاى جنگ افروزانه شان را كنار بگذارند و راه رقابت هاى سالم و سازنده را در پيش گيرند؛ ما را برادر و يار و ياور خود خواهند يافت.

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: له اوكراين سره د امريكا پراخي نظامي مرستي او دا گواښونه چي روسيه به همدلته له تاريخي ماتي سره مخ كوي؛ دې اقداماتو او گواښونو قضيه مزيد پېچلې كړې؛ د اتمي وسلو كارولو گواښونه او په نيم ساعت كي د اروپا له منځه وړلو شعارونه ښيي چي قضيه په خطر ناك لوري روانه ده.

غرب دوه خونړي نړۍ‌وال جنگونه رامنځته كړل؛ دواړه جنگونه له همدغسي پېښو رامنځته شوي. ويلى شو چي د نړۍ د ټولو جنگونو تر شا د غرب لاس وو؛ او دئ؛ لري نه ده چي درېيمه نړۍواله جگړه هم د دوى په لاس پيل شي.

: ‏د ا.ا دفاع وزارت وایي, چې افغان او ایراني پلاوو پرون د ایران په تایباد کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي مسایلو او په پوله کې د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

: ‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د رئيس الوزراء د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسیون د اسلامي امارت پر لوګو او نوي فارمټ د برېښنایي پېژندپاڼو پر چاپ بحث کړی دی.

: ‏د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په یوه جومات کې چاودنه شوې. د ښاغلي ځدراڼ د ابتدايي معلوماتو له مخې، د "ایوب صابر" په نوم جومات کې د چاودنې پر مهال درې کسان ټپیان شوي او زیاتوي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي.

: ‏په افغانستان کې د ښځو د حجاب په اړه د اوو صنعتي هېوادونو د مخالفت په غبرګون کې د ا.ا.ا وايي، د نړۍ ستر هېوادونه باید په کورنیو چارو کې د بې بنسټه اندېښنو د مطرح کولو پر ځای دې د افغانستان اصلي مسایل چې بندیزونه او محدودیتونه پکې شامل دي رسیدګي وکړي.

: ‏حمدالله محب اکسفورډ پوهنتون ته وینا کې:

د جمهوریت د سقوط یو علت رسنۍ وې چې ناسم معلومات یې خپرول او د سرتېرو مورال یې زیانمنوه.

: ‏د امر بالمعروف او نهي عن المنکر  وزارت په هرات کې پر هوټلونو دبندیز په اړه دیو شمېر رسنیو راپورونه رد کړل.

 تر دې مخکې یو شمېر رسنیو د دغه وزارت له قوله ویلي و، چې د هرات په هوټلونو او رستورانتونو کې دکورنیو پر راغونډېدلو او دنارینه او ښځینه په یوځای خوراک کولو بندیز لګول شوی دی.

: ‏په جوزجان کې د الکولي مشروباتو د تولید فابریکه کشف شوې

د جوزجان امنیه قوماندان داملا سراج الدین احمدي وایي چې د شبرغان ښار په عید محله کلي کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د الکولي مشروباتو یوه فابریکه کشف کړې او له منځه یې وړې ده.

‏احمدي وایي چې له فابریکې لسګونه لېټره الکولي مشروبات ترلاسه شوي او په تور یې یو تنه هم نیول شوی دی.

: ‏اردوغان: به منظور ادای تسلیت برای درگذشت شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان به امارات سفر خواهیم کرد.

: ‏د فلوریډا پوهنتون څېړونکو په لومړي ځل له سپوږمۍ نه راوړل شوې خاوره کې بوټی راوټوکاوه.

دا خاوره اپولو ماموریت له سپوږمۍ نه راوړې وه او څېړونکي هڅه کوي د سپوږمۍ خاوره زرخېزه شي.

: ‏د م.م امنیت شورا تېره شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر ضد د طا لبانو د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه چې پکې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت لخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه وشول.

: ‏یونیسف یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. یونیسف د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او پر ا.ا غږ کوي چې د لیسې دورې نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

: ‏د پاکستان د کراچۍ ښار په صدر بازار کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

: ‏د اوو سترو صنعتي هیوادونو یا جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي, د نوي افغان حکومت لخوا پر افغان ښځو د محدودیتونو ډیروالی به افغانستان منزوي کړي.

دوی د نوي حکومت له وروستیو اقداماتو سره مخالفت ښودلی او ویلي يې دي، چې دا ډول کړنې طالبان نور هم د نړیوالې ټولنې څخه حاشیې ته کوي.

: ‏د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس شیخ خلیفه بن زاید له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۳ کلنۍ په عمر ومړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک