No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏امارت اسلامی بودجه سال ۱۴۰۱ را اعلام کرد.

وزارت مالیه میگوید، که بودجه ملی سال ۱۴۰۱ هجری خورشیدی ۲۳۱ میلیارد افغانی است که از این میان ۲۰۳ میلیارد افغانی بودجه عادی و ۲۷.۹ میلیارد افغانی نیز بودجه انکشافی می‌باشد.

‏امارت اسلامی میگوید که بودجه ملی امسال، نسبت به بودجه سال های گذشته متفاوت است و بدون حمایت خارجی به گونه کامل از عواید داخلی کشور آماده شده است.

: ‏وزارت امر بالمعروف میگوید، محتسبین این وزارت امروز شنبه در منطقه مربوط به حوزه یازده‌هم شهر کابل با شماری از ولیان زنان که حجاب را رعایت نکرده اند، دیدار نموده و به آنان در چارچوب دین مبین اسلام و ارشادات نبوی در مورد رعایت حجاب توصیه کرده اند.

: ‏د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې ریاست په یوه پرېکړه لیک کې ویلي د هغو ستونزو له امله چې د نوي جواز په اخیستو کې د اسلامي امارت له خوا تعیین شوي دي، د هېواد ټولو صرافانو د دغو ستونزو تر حل کېدو خپل فعالیتونه او راکړه ورکړه درولې ده.

: ‏د ا.ا.ا ځواکونو په ۲۱۷ عمري قول اردو کې یوه ډرون الوتکه (سکن ایگل) ترمیم او الوتنې ته یې چمتو کړه.

دغه بې پیلوټه الوتکه په پرمختللو کامرو او دوربینونو سمباله ده چې ۲۰ ساعته الوتنه کولای شي. د اسلامي امارت چارواکي وايي چې له ترمیم شوې الوتکې به د عملیاتو په ترسره کولو کې ګټه اخلي.

: ‏مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزرا از افزایش در تشکیلات سکتورهای صحت و معارف خبر داد و گفت که در تشکیل وزارت معارف در سال مالی 1400 به تعداد 265 هزار بست وجود داشت که این رقم در سال 1401 با افزایش 24 هزار بست، به 289 هزار بست رسیده است.

: ‏پوهنې وزارت نږدې ۷ زره د ښوونکو او اداري خالي بستونه په اتو ولایتونو(هرات، فراه، غور، بادغیس، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) کې اعلان کړل چې ۲ زره ۷۷۷ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

دغو بستونو ته د ازادۍ سیالۍ له لارې کسان جذبېږي.

: ‏په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی. د راپورونو له مخې، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د برېښنا فابریکې یو مهم توربین چې له ۱۸ میاشتو راهیسې غیر فعال وو د برېښنا شرکت او ترکي انجینرانو په هڅو بیا فعال شوی دی.

: ‏د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د تېلو د تصفیې د یوه خصوصي شرکت له خوا د سرپل ولایت د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي. د دې وزارت ویاند عصمت الله وايي، چې دې شرکت د دې څاه د زېرمې قرارداد په یوه مزایده کې ترلاسه کړی و.

: ‏روسیې پر فنلنډ له هغې وروسته چې له ناټو سره یې د یو ځای کېدو پریکړه وکړه، خپله صادراتي بریښنا قطع کړه.

: ‏د ایران د ولسمشر او د قطر د امیر لیدنه:

موږ د یمن د محاصرې پای، عراق کې ثبات او پیاوړی حکومت، له سوریې د یرغلګرو وتل او افغانستان کې همه شموله حکومت غواړو.

: ‏برېټانوۍ مشهوره خبریاله ایزابیل یونګ:

کابل ته راپور پسې راغلې یم، خو طالبانو راته ویلي چې له خپل ټیم سره دې بیرته له افغانستانه کډې باروه او ووځه.

: ‏پوتین ته د تاجکستان د ولسمشر شکایت:

د افغانستان له خاورې مو په سرحدي سیمو راکټیز بریدونه شوي.

وایي، د کابل وروستیو بدلونونو د تاجکستان اندېښنې راپارولې دي.

: ‏وروسته له هغې چې پاکستان وویل، درې میلیونه ټنه غنم د خپلې اړتیا لپاره واردوو، بلخوا هند نن له خپل هېواد نه د غنمو په صادراتو مطلق بندیز ولګاوه.

: ‏د جورجیا اړوند، جنوبي اوسیتیا جمهوریت اعلان:

د خپلو خلکو ریفرنډم کوو چې ایا روسیې سره یو ځای شو که نه؟

: ‏د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د افغانستان اوسنی حکومت باید د پیاوړي حکومت جوړېدو لپاره له ټولو سیاسي جریانونو سره مذاکرات پیل کړي.

لاوروف ویلي، په افغانستان کې د دایمي ثبات او امنیت راتللو لپاره یوازینۍ لار مذاکرات دي.

: ‏توماس نیکلاسون نماینده خاص اتحادیه اروپا برای افغانستان در توییتی نگاشته است، که با حنا ربانی کهر وزیر دولت در امور خارجه پاکستان در مورد وضعیت اقتصادی، امنیتی، حقوق بشر و ایجاد حکومت همه شمول در افغانستان بحث و گفت‌وگو نموده است.

: ‏شورای عالی اتحاد امارات متحده عربی؛ محمد بن زاید آل نهیان را به حیث رییس جمهور این کشور اعلام کرد.

شیخ محمد بن زاید آل نهیان ۶۱ ساله، در شهر العین به دنیا آمده و تحصیلات عالی خود را در اکادمی ساند هیرست در بخش علوم عسکری به پایان رسانده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک