No-IMG

انسان په خپل ژوند کی تغیر او تحول ته سخته اړتیا لری

بختیار

 

انسان په خپل ژوند کی تغیر او تحول ته سخته اړتیا لری ،  د چاپیریال او محیط، شرایطو حالاتو سره  باید ځان عادت او برابر کړی،  که داسی نه وی انسان په خپله ټولنه کی ژوند نسی کولای مجبوره دی چه تنها او یوازیتوب غوره کړی

ډیرو حیواناتو ته خدای ج همداسی یوه طبیعی غریضه ورکړی ده چه ځان د چاپیریال د شرایطو او حالاتو سره برابرکړی .  

د الوتونکو مرغانو څیړنه ښیی چه ؛

باز اویا کاله عمر کوي

خو کله چې څلویښت کلني ته ورسیږي مښوکه او پنجی یا منگول یې دومره پڅې شي چې نور د ښکار وړتیا له لاسه ورکړي،وزرونه یې دومره کاریدلي وي چې الوزي د پرواز پر ځای یې په بدن پورې سریښيږي او نشي کړای لوړ پرواز وکوي.

په دې عمر کې باز دوه لارې لري یا مرګ یا بیرته ځوانیدل.

خو څنګه؟

باز د یو غره تر ټولو لوړه څوکه ددې لپاره چې د نورو له شره په امان کې پاتې شي ټاکي او هلته اول خپله مښوکه دومره پر تیږو وهي چې له بیخه ووزي یا ماته شي او نوې را شنه شي،په نوې را شنه شوې مښوکه خپلې پڅې شوې پنجې هم له بیخه کاږی  څو نوې پنجې راشنې شي، بڼکې یې هم د سختې لوږې له امله تويي شي او نوې پرې را شنې شي.

له دردونو،لوږې او سختیو دا ‌‌‌‌‌‌ډکې ورځې پنځه میاشتې دوام کوي خو کله چې د باز هرڅه راسم شي لکه نوی چې زیږیدلی وي هم د لوړ پرواز وړتیا لري هم د ښکار....او پاتې دیرش کاله لکه ځوان باز ژوند کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک