ورېښمو لار
نوروز
ویل کیږی هغه لار چی افغانان او نړیوال یې د وریښمو د لاري په نامه پيژني ، په خپله ټوله ۸۰۰۰ کیلو میټره فاصله کي یې( ۹۷۰ ) کاروان سرایونه درلودل ، دا اوږده او تاریخي لاره چي د ختیځي اسیایې هیوادو څخه بیا تر افریقا او اروپا پوري غځېدلې وه ، پر همدې لاري نه یوازي سوداګرو سفر کاوه ، بلکي پر همدې لار به د دریو لویو وچو د هیوادو شاهانو ، د هیوادونو استازو او د هنر او ادب څښتنانو هم سفر کاوه ، هر هغه هیواد به مکلف و چي همدا لار به یې په خپله جغرافیه کي تیره سوې وه د مسافرو لپاره ښکلی کاروان سرایونه جوړ کړي تر څو له همدې ادرسه د نړۍ د تمدنونو سره اشنا او په اقتصادي لحاظ وصل وي ، همدا کاروان سرایونه به په ځینو جغرافیو کښي دومره ښکلی او په یوه خاصه پاملرنه جوړ سوی وه چی کټ مت به د یوه بادشاه ارام سرای ته ورته وه ، همدغه کاروان سرای به ښکلی حمامونه لرل ، د خاصو میلمنو لپاره به یې ځانګړي اتاقونه لرل ، ټیلګراف به یې لاره ، د طبیبانو محل به یې لاره دوکانونه به یې لرل ، د حیواناتو او انسانانو لپاره به یې هر ډول خواړه لرل ، ځینو کاروان سرایونو به حتا د شاهانو د زرګونو میلمنو لپاره لوی اشپزخانې او د رقص او موسیقي لپاره ځایونه او خانقاوي لرلې، نه پوهیږم چی زموږ د هیواد په جغرافیه کي د کاروان سرایونو به اوس څه حال وی.
عکس: ورېښمو لار يو کاروانسرای