No-IMG

ورور حکمتيار له قومي، فرهنگي او سياسي مشرانو سره وليدل

شنبه؛ د ثور ۲۲مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن امير نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کندهار ولايت له مشهور قومي او فرهنګي شخصيت حاجي عبدالباقي حقيار، د ‌حزب اسلامي افغانستان  له مشهور سياسي شخصيت انجينير صیب امين کريم او دغه راز د غزني او ميدان وردګ ولايتونو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې د هېواد په موجوده سياسي وضعيت، فعلي پرمختګونو او ننګونو تفصيلې خبرې او بحثونه وشول.

ښاغلي حکمت-يار د اوسني وضعيت په اړه وويل:

که څه هم اندېښنې شته، مات شوی دښمن بياځل په تياريو بوخت دی، غواړي ستونزې راوټوکوي، د همدې له پاره يې د غربي رسنيو پر مټ پراخ منفي تبليغات پيل کړي او هڅه کوي چې نړيوالو ته وضعيت غيرنورمال وښيي، د إقتصادي حصار کړۍ ورځ تر بلې راتنګېږي، او...

له دې ننګوونکي وضعيت د وتو له پاره مو ټولو ورونو ته مشوره او سپارښتنه داده چې له دولت سره ټينګه رابطه ولري او راتلونکو خطراتو ته يې متوجې کړي.

نوموړي همدا راز وويل:

دولت ته هم په کار دي چې د وضعيت د بهبود له پاره ټول اسلام‌خوښي او ذيدخل جهتونه په يو صف کې راغونډ کړي، د سياسي قضاياءو په رابطه ورسره مشورې وکړي، هغوی ته غوږ ونيسي او د همغو مشورو په رڼا کې د هېواد او نړۍ په کچه خپل سياسي خط‌ السير ځان‌ ته معلوم کړي.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن امير وويل: لوی لوی آرمانونه مو ترسره شوي، امريکايان مات شول، هغه چې دلته يې د راتلو پر وخت چا د ماتې تصور هم نه‌شو کولای. له دې فرصت بايد أعظمي إستفاده وشي اود تېرو ناکامو تجربو د تکرار پلمې حتیّ الامکان بايد منتفي شي.

د نوموړي پر وينا؛ د فعلي تجربې ناکامي د ټولو اسلامپالو ناکامي ده، خدای مه کړه! که دا تجربه ناکامه شوه، بياځلې يې د تکرار فرصت نه شو موندلی، د همدې له پاره حکومت ته ضرور ده چې يوه داسې باوري او اصلاحي مرجع رامنځ ته کړي چې د ستونزو، خرابيو او تېروتنو پر وخت رجوع ورته اسانه وي او د إصلاح له پاره پر وخت او عملي ګامونه واخلي.

د حزب اسلامي افغانستان  د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک