
ورور حکمتيار د ترکيې له سفير ښاغلی جِهاد ارگينای سره وکتل
دوشنبه؛ د ثور ۲۶مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې د دوست هېواد ترکيې له سفير ښاغلي جِهاد ارګينای، د ياد سفارت له أرشد مُستشار ښاغلي اوګدای ګونر، د ياد سفارت له درېيم سکرتر ښاغلي علي تولګا کوجاتپه او ورسره ملپلاوي سره وکتل.
پهدغه کتنه د دواړو هېوادونو (ترکيه-افغانستان) په دوه اړخېزو سياسي، إقتصادي، تعليمي، فرهنګي او ټولنيزو اړيکو تفصيلې بحث او خبرې وشوې.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
