No-IMG

د حکمتيار صاحب دوهم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه؛ د ثور ۲۵مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار «د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب» تر عنوان لاندې خپله دوهمه درسي محاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو. نننئ درسي مُحاضره د لاندي مهمي إعتقادي مسئلې چي وايي: (د قيامت د راتلو وعده رښتينې ده او دين «مكافات او مجازات» حتماً تر سره كېدونكى دئ) پر إثبات ور ټوله وه.

نوموړي وويل:

د الذَّٰرِيَٰتِ سورې په سر كي د پورتنۍ ادعاء د اثبات لپاره په څلورو شيانو لوړە شوې:

(وَٱلذَّٰرِيَٰتِ ذَرۡوٗا). ١

په پاشلو سره شيندونكو قسم

 (فَٱلۡحَٰمِلَٰتِ وِقۡرٗا). ٢

بيا د درانه پيټي پر شا وړونكو

(فَٱلۡجَٰرِيَٰتِ يُسۡرٗا). ٣

بيا په آسانۍ خوځېدونكو

(فَٱلۡمُقَسِّمَٰتِ أَمۡرًا). ٤

بيا د امر مطابق وېشونكو

او له قسمونو وروسته ويل شوي چي:

(إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٞ ٥ وَإِنَّ ٱلدِّينَ لَوَٰقِعٞ ٦).

(بېشكه چي له تاسو سره كېدونكې وعده رښتينې ده او يقيناً چي دين ( د قيامت د ورځي مكافات او مجازات" حتماً واقع كېدونكى دئ).

 

قدرمن مشر وويل:

راشئ وگورو چي دلته په څه څه لوړە شوې او دا قسمونه څنگه په دې خبري شهادت وركوي چي د قيامت وعده رښتينې او هرو مرو واقع كېدونكې ده؟ نوموړي وويل:

څو خبري بايد په پام كي ولرو، او زياته يي کړه: څوك چي له قيامت انكار كوي څو ستونزي او پوښتني لري:

الف: دا عالم ورته ازلي او ابدي ښكاري او عقل ئې نه مني چي دا به زوال ومومي.

 

ب: بيا ژوندن ورته محال برېښي.

 

ج: د دې خبري منلو كي ستونزه لري چي په دې عالم او راتلونكي عالم كي انسان ته د هغه د كړنو عادلانه بدله وركول كېږي؛ د مكافات او مجازات په اصل باور نه لري.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا په دې او ځينو نورو قسمونو او د قرآن په ډېرو آيتونو كي د قيامت منكرينو ته مضبوط او قانع كوونكي دلائل ويل شوي او د دوى پوښتني ځواب شوې.

لومړی: په پورتنيو قسمونو كي د بيان له فحوى او انداز معلومېږي چي د يوه شي په څلورو حالتونو لوړە شوې؛ په "فاء" سره د وروستيو دريو آيتونو اتصال له لومړي آيت سره همدا خبره په گوته كوي.

 

دوهم: دا شئ بايد څرگند، واضح او د قرآن هر مخاطب ته جوت وي.

 

درېيم: لومړئ بايد په قرآن كي د دې لټه وكړو چي څه ئې په دې صفاتو ياد كړي چي شيندل او پاشل كوي، دروند پيټى حمل كوي، په آسانۍ خوځېږي او د امر مطابق د يوه څه د وېشلو دنده تر سره كوي؟

 

څلورم: دا شىء بايد د دې مدعى لپاره واضح دليل وي چي "شوې وعده رښتينې ده" او "مكافات او مجازات تر سره كېدونكى دئ"

 

نوموړی زياتوي:

كه قرآن ته مراجعه وكړو نو په گڼ شمېر آيتونو كي به ومومو چي بادونه ئې په همدې صفاتو ياد كړي. چي دوړي او گردونه شيندي، ورېځي په سر اخلي، لري لري سيمو ته ئې وړي، په بېلو بېلو لوريو ئې وېشي، د باران د ورولو سبب كېږي، چي بيا په دې باران سره مړە زمكه راژوندۍ كېږي او وني او بوټي راشنه كېږي. او قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي په باران سره د مړې زمكي په راژوندي كېدو استدلال كوي او وايي چي تاسو به هم دغسي بيا راژوندي كېږئ. دا څو آيتونه ئې مثالونه دي:

(وَهُوَ ٱلَّذِي يُرۡسِلُ ٱلرِّيَٰحَ بُشۡرَۢا بَيۡنَ يَدَيۡ رَحۡمَتِهِۦۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَقَلَّتۡ سَحَابٗا ثِقَالٗا سُقۡنَٰهُ لِبَلَدٖ مَّيِّتٖ فَأَنزَلۡنَا بِهِ ٱلۡمَآءَ فَأَخۡرَجۡنَا بِهِۦ مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِۚ كَذَٰلِكَ نُخۡرِجُ ٱلۡمَوۡتَىٰ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ). ٥٧   الاعراف:‏57

(او دا خو الله دئ چي بادونه له خپل رحمت (باران) مخكي د زېري په توگه رالېږي، تر هغه چي درنې ورېځي پورته كړي، مړە ټاټوبي ته ئې بيايو، نو په دې سره اوبه رانازلوو، بيا په دې سره هر راز مېوې راباسو؛ همدا راز به مړي راباسو؛ ښايي پند واخلئ).

 

نوموړي وويل:

په دې آيت كي د بادونو څو ځانگړتياوو ته اشاره شوې:

الف: تر باران وړاندي راځي او موږ ته ئې د ورېدو زېرى راكوي؛ الله تعالى همدا باران د خپل رحمت او پېرزويني په نامه ياد كړى.

 

ب: درنې ورېځي حمل كوي.

 

ج: الله تعالى ئې هغو سيمو ته بيايي چي زمكه ئې د اوبو د نشتوالي له كبله داسي مړه ده چي د ژوند آثار او نښي نه په كي ليدل كېږي.

 

د: په همدې بادونو او د ورېځو انتقال سره له آسمان اوبه وروي او په همدې سره له مړې زمكي هر ډول مېوې راټوكوي.

او دغه راز د آيت په پاى كي ويل شوي: همداسي به مړي راباسو؛ ښايي پند واخلئ. او په دې سره د قيامت د منكرينو هغي پوښتني ته ځواب ويل شوى چي وايي: مړي به څنگه بيا راژوندي كېږي؟ آيا په بادونو، ورېځو او باران سره له مړې زمكي د ډول ډول مېوو راټوكول كافي نه دي چي ومنئ الله تعالى به همداسي له زمكي مړه انسانان بېرته ژوندي راباسي؟! هلته چي فرمايي:

(وَٱضۡرِبۡ لَهُم مَّثَلَ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا كَمَآءٍ أَنزَلۡنَٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخۡتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلۡأَرۡضِ فَأَصۡبَحَ هَشِيمٗا تَذۡرُوهُ ٱلرِّيَٰحُۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ مُّقۡتَدِرًا ٤٥ الكهف):45

(دوى ته د دنيوي ژوند مثال بيان كړە؛ د هغو اوبو په څېر چي له آسمان ئې نازل كړو، د زمكي بوټي پرې گڼ كړو، بيا داسي خس شي چي بادونه ئې شيندي او الله په هر څه قادر او توانمن دئ).

 

د حزب اسلامي افغانستان  أمير وويل:

په دې آيت كي د بادونو په اړه ويل شوي چي خس او خاشاك شيندي؛ او دا ښيي چي په پورتنيو قسمونو كي له شيندونكو بادونه مراد دي. په قرآن كي بل څه د شيندونكي په نامه نه دئ ياد شوى.

په آيت كي ويل شوي چي الله تعالى له آسمان اوبه وروي او همدا د نباتاتو راټوكېدو وسيله ده او د دنيوي ژوند ماهيت او واقعيت همداسي دئ؛ او دا ښيي چي الله تعالى د انسانانو د بيا راژوندي كولو په شمول پر هر كار قادر دئ.  

(ٱللَّهُ ٱلَّذِي يُرۡسِلُ ٱلرِّيَٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابٗا فَيَبۡسُطُهُۥ فِي ٱلسَّمَآءِ كَيۡفَ يَشَآءُ وَيَجۡعَلُهُۥ كِسَفٗا فَتَرَى ٱلۡوَدۡقَ يَخۡرُجُ مِنۡ خِلَٰلِهِۦۖ فَإِذَآ أَصَابَ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦٓ إِذَا هُمۡ يَسۡتَبۡشِرُونَ). ٤٨ الروم: ‏48

(الله هغه ذات دئ چي بادونه رالېږي، دا بادونه ورېځي خوځوي، بيا چي څنگه ئې خوښه وي په آسمان كي ئې خورې او ټوټې ټوټې كړي، بيا گورې چي څاڅكي ئې له منځه راوځي؛ نو چي له خپلو بندگانو ئې چا ته ورسوي ناڅاپه پرې خوښ شي).

 

قدرمن مشر زياته کړه:

په دې مبارك آيت كي هم د بادونو څو ځانگړتياوي ښودل شوې:

 

1: الله ئې رالېږي.

 

2: ورېځي په آسمان كي خوځوي او خوروي.

 

3: په بېلو بېلو ټوټو ئې وېشي او هره ټوټه په يوه خاص لوري بيايي. او دا ښيي چي په پورتنيو قسمونو كي له (فَٱلۡمُقَسِّمَٰتِ أَمۡرًا) بادونه مراد دي.

 

4: همدا عمليه د دې باعث شي چي له ورېځي په هغه سيمي كي باران وورېږي چي خلك باران ته اړ دي او په ورېدو سره ئې خوشحالېږي. هلته چي فرمايي

(وَٱللَّهُ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ ٱلرِّيَٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابٗا فَسُقۡنَٰهُ إِلَىٰ بَلَدٖ مَّيِّتٖ فَأَحۡيَيۡنَا بِهِ ٱلۡأَرۡضَ بَعۡدَ مَوۡتِهَاۚ كَذَٰلِكَ ٱلنُّشُورُ). ٩  فاطر:9

(او الله هغه ذات دئ چي بادونه ئې راولېږل، چي هغوى ورېځي وخوځولې، نو د مړە ټاټوبي په لور مو بېولې، بيا مو مړاوې زمكه له مړيني ئې وروسته بيا پرې راژوندۍ كړە، "د قيامت د ورځي" نشور او" بياراژوندي كول به همداسي وي).

 

نوموړي همدا راز وويل:

دا آيت هم وايي: الله تعالى بادونه لېږي، ورېځي خوځوي، داسي سيمي ته ئې انتقالوي چي د ژوند آثار په كي نه تر سترگو كېږي، په همدې سره مړه زمكه راژوندۍ كړي؛ "د قيامت د ورځي" نشور او" بيا ژوندون به همداسي وي.

له دې ټولو آيتونو په څرگنده توگه معلومېږي چي د الذاريات سورې په لومړيو څلورو آيتونو كي له (ٱلذَّٰرِيَٰتِ، ٱلۡحَٰمِلَٰتِ، ٱلۡجَٰرِيَٰتِ او ٱلۡمُقَسِّمَٰتِ)؛ د سيليو او بادونو څلور صفات او ځانگړتياوي مراد دي او همدا د قسمونو د ځواب د عملي شواهدو په توگه وړاندي شوي.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:  

د قسمونو په ځواب كي دوه خبري شوې:

1- له تاسو سره شوې وعده رښتينې ده.

 

2- دين: "د قيامت د ورځي مكافات او مجازات" واقع كېدونكى دئ.

 

قدرمن مشر زياتوي چي د قسمونو په سر كي د بادونو د شيندلو او خورولو صفت ته اشاره شوې او په پاى كي د تقسيم او وېشلو صفت، د لومړي صفت په اړه د دوو تعبيرونو مجال لرو:

1- د بادونو يوه ځانگړتيا دا ده چي د ونو او بوټو دانې او د گلانو گردونه خوروي او په همدې سره د إلقاح عمليه تر سره كېږي؛ د ونو او بوټو د راټوكېدو او د دانو او مېوو د پيدا كېدو وسيله گرځي. قرآن د بادونو دي ځانگړتيا ته داسي اشاره كوي:

(وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ). 22  الحجر: 22

(او بادونه مو ولېږل چي إلقاح كوونكي دي، بيا مو له آسمان اوبه رانازلي كړې او پر تاسو مو وڅښلې؛ او تاسو ئې ذخيره كوونكي نه يئ).

په دې مبارك آيت كي څو داسي سترو سترو حقائقو ته اشاره شوې چي هر يو ئې د قرآن يو ستر علمي اعجاز گڼل كېږي:

 

لومړی: بادونه د إلقاح كوونكو په نامه ياد شوي؛ يعني د بادونو په ذريعه د نباتاتو إلقاح ترسره كېږي، د نباتاتو د زوجينو تر منځ إلقاح او په دې إلقاح سره د مېوو پيدايښت د بادونو يوه ستره دنده ده، كه دا بادونه نه وى نو د بوټو او ونو د نارينه او ښځينه گلانو اړوند جنسي ماده به نه شوى يو ځاى كېدى او مېوې او دانې به ئې نه شوى پيدا كولى؛ دا هغه ستر حقيقت دئ چي انسان اوس پرې پوه شوى، هغه مهال چي قرآن نازلېدو نه خلك پر دې پوهېدل چي وني او بوټي هم نر او ښځه لري او نه پر دې چي د دوى د إلقاح يوه ستره وسيله بادونه دي. كه تاسو دا خبره د يوه داسي عالم مخي ته كښېږدئ چي د نباتاتو په چارو كي تخصص لري نو يقيناً چي په دې حقيقت به له اعتراف پرته بله چاره نه لري چي ووايي: د قرآن دا وينا يو ستر علمي اعجاز دئ.

 

دوهم: بادونه يوه بله ستره دنده هم ترسره كوي؛ د ورېځو تشكيل، له يوې سيمي بلي ته انتقال، د ورېځو يوه ټوټه له بلي سره نښلول، داسي چي د برېښنا، تالندي او ورپسې د باران ورېدو باعث شي؛ نو د ورېځو إلقاح هم د بادونو په واسطه ترسره كېږي. كه دا بادونه نه وى نه به ورېځي جوړېدې او نه به واوره او باران ورېدو.

 

درېيم: په زمكي كي د اوبو د ذخيره كولو دقيق انتظام يو له هغو امورو دئ چي كه دا نه وى نو د زمكي پر سر ژوند ممكن نه وو، نه انسان او نه بل ژوي دلته ژوند كولى شو.

 

 

نوموړي زياته کړه:

گورو چي دا د څښاك اوبه مو له استعمال وروسته؛ يا په نهرونو كي د لويو لويو بحرونو په لور وخوځېږي، تروې او تېزابي شي او يا په زمكه كي ننوځي او انسان ته ئې هم له زمكي راايستل گران شي او هم ئې له بحرونو بېرته راوړل محال شي؛ خو گورو چي د لمر د وړانگو په ذريعه د بحرونو همدا تروې او تېزابي اوبه تبخير او تصفيه شي، دا بخارات د بادونو په ذريعه د آسمان په لوري اوچت كړى شي، هلته د سړې هوا له كبله په ورېځو بدل شي، مؤظف بادونه دا ورېځي پر سر واخلي، ناڅاپي ووېشل شي، هر يو؛ خپله خپله برخه، په خپل خپل خاص سمت، خاصي منطقې ته د رسولو لپاره وخوځوي، په بېديا او د آواري په محتاجو او باران ته سترگي په لار خلكو باندي باران ووروي او پر غرونو واوري. چي د دنگو دنگو غرونو په ژورو او پراخو لمنو كي د واوري كافي ذخيره؛ د دوبي لپاره خوندي وساتي او بيا د دوبي په سختي گرمۍ كي چي انسان، حيوان او نبات اوبو ته سخت اړ وي؛ همدا ذخيره شوې واوره ورو ورو ويلي شي او په نهرونو، كاريزونو او چينو كي د دوى د خړوبولو لپاره راوخوځېږي او د هر يوه ضرورت رفع كړي. آيا دا بهير نه ښيي چي بې شكه ټولي ستايني هغه رب ته دي چي په دې عالم كي د ده د بې انتهاء رحمت او پېرزويني وسيع آثار او نښي هري خوا ته خورې گورو؛ هغه چي دا بادونه ئې پيدا كړي او د اوبو د ذخيره كولو دا انتظام ئې رامنځته كړى؟!!

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

دي ته په پام سره الله تعالى د همدې دقيق الهي انتظام په نتيجه كي زمكه په ډول ډول بوټو سمسوره كړه، ټول هغه ضروري شيان ئې په كي پيدا كړل چي انسان او د زمكي پر سر مېشت ټول ژوي ورته اړ دي، په زمكه كي ئې د انسان د معاش او ژوند ژواك ټول ضروري اسباب او ذرائع تأمين كړل، هغه حيوانات ئې هم پيدا كړل چي انسان ورته اړ او محتاج دئ، د دغو ژوو د روزي انتظام هم الله تعالى كوي، تاسو هغوى ته روزي وركوونكي نه يئ.

 

ب: د هر شي خزانې له الله تعالى سره دي، د خزانو كيلي ئې د الله تعالى په واك كي دي، د زياتولو او كمولو پرېكړه ئې د ده له لوري كېږي، هر څه ئې په هغه اندازه پيدا كړي چي ورته ضرورت وو، نه تر خپلي ضروري اندازې زيات او نه كم؛ دومره چي انسان او د زمكي د سر نور ژوي ورته ضرورت لري. كه په دې اندازه كي معمولي تغيير راشي مثلاً د باد حركت لږ تېز او اضافه شي، له موجوده معمول او طبيعي سرعت ئې سرعت لږ اضافه شي؛ نو د زمكي پر سر به هر څه سره ټكوي، هر څه به نسكوروي او د ژوندانه امكانات به ختموي؛ كه باران لږ اضافه شي، كه واوره لږه زياته شي، كه ورځ لږ اوږده او طولاني شي، كه شپه لږه لنډه شي، كه نور او حرارت لږ زيات شي او دا هر څه چي گورئ؛ له معين حد زيات يا كم شي؛ د انسان ژوند تهديدوي. خو الله جل شأنه هر څه په معينه اندازه كي پيدا كړي، د هر شي لپاره يو معين قدر او اندازه ټاكل شوې، هيڅ شىء له خپلي اندازې اضافه نه دئ، هيڅ شىء له خپلي ضروري اندازې لږ نه دئ. چي هر څه له خپلي اندازې لږ اضافه شي گورئ چي بيا څنگه ترې تنگ شو، باران؛ دا د ژوند تومنه او وسيله چي لږ له خپلي اندازې اضافه شي بيا دعاءگاني كوو چي الله ئې متوقف كړي؛ واوره، بادونه، چي كله له خپلي طبيعي اندازې لږ اضافه شي گورئ چي بيا ترې تنگ يو، سوكالي مو تهديد او ژوند راته گران كړي.

 

ج: له آسمان د اوبو ورېدل او په دغو اوبو سره د زمكي د سر ژوو اړتيا رفع كول او دانې او مېوې ورته راټوكول؛ ښيي چي د زمكي او آسمان پالونكى رب يو دئ، دغه رب د دواړو تر منځ دا تنسيق رامنځته كړى. نوموړي زياتوي چي: د همدې آيتونو په پاى كي راغلي:

(وَإِنَّا لَنَحۡنُ نُحۡيِۦ وَنُمِيتُ وَنَحۡنُ ٱلۡوَٰرِثُونَ). ٢٣

(او دا خو فقط موږ يو چي ژوندي كوو او مړه كوو او (د هر څه) وارث موږ يو (د هر چا هر څه موږ ته په ميراث پاته كېږي).

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا په دې مبارك آيت كي دوه مهمي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:

لومړی: د ژوند او مرگ پرېكړه د الله تعالى له لوري كېږي، هر ژوى په خپل وخت دنيا ته راځي او په خپل وخت بېرته درومي، نه ئې څوك د پيدا كېدو نېټه بدلولى شي او نه ئې د مرگ مخنيوى كولى شي.

 

دوهم: ټول هغه څه چي ستاسو په لاس كي دي د الله تعالى داسي امانتونه دي چي د څو ورځو لپاره ئې تاسو ته دركړي، په موقته توگه به ترې گټه اخلئ او په پاى كي به تش لاس د الله په لوري درومئ او هر څه به د هغه اصلي وارث ته په ميراث پرېږدئ.

 

دغه راز نوموړي دا هم وويل:

د بادونو بله ځانگړتيا دا ده چي ستر ستر طوفانونه رامنځ‌ته كوي؛ داسي چي ستري او كلكي ماڼۍ نسكوري كړي، وني ماتي او له جرړو سره له زمكي وباسي، په بحرونو كي داسي څپې راولاړي كړي چي نه يوازي لويي كشتۍ وراني او غرقي كړي بلكي ډېر ساحلي ښارونه وران ويجاړ او تر اوبو لاندي كړي. نو د بادونو يوه ځانگړتيا د قيامت په ورځ د دې دنيا د ختمېدو له صحنې سره او بله ئې له بيا ژوندون او د مكافات او مجازات له قضيې سره اړخ لگوي، تېزي سېلۍ طوفانونه راولاړوي او تقسيموونكي بادونه هر چا او هري سيمي ته خپله مناسبه برخه لېږدوي، يو په دې دلالت كوي چي په يوه ستر ورانوونكي طوفان سره به دا زمكه ورانېږي او بل په دې چي له هر چا سره به مناسبه معامله ترسره كېږي او مكافات مجازات به تحقق مومي.

زه ورېځي گورم چي په آسمان كي ووېشل شي، په بېلو بېلو لوريو رواني شي، هري خوا ته يوه مناسبه برخه وخوځېږي، په غرونو ډېري واوري ووروي او په آوارو زمكو د ضرورت په اندازه باران؛ هلته ډېرو واورو ته ضرورت دئ چي كافي مقدار ذخيره شي او بيا په دوبي كي ورو ورو ويلي شي او د چينو، كاريزونو او ويالو په بڼه كي وبهېږي او په هغه وخت كي انسان، حيوان او نبات خړوبه كړي چي بارانونه نه ورېږي، خو په آوارو سيمو كي باران ته اړتيا زياته وي او ورېځي همدا كار كوي!!

نو دا بادونه او ځانگړتياوي ئې ښيي چي: هم د قيامت راتگ وعده رښتينې ده او هم د بيا ژوندون، د نېك او بد؛ صالح او طالح بېلولو او د مكافات او مجازات وعده.

كه سره له دې چي قرآن په بشپړ وضاحت سره د نوموړو قسمونو شرح او تفسير زموږ مخي ته ايښى؛ څوك راپاڅي او له خپلي رأيي او خيال دغو قسمونو ته داسي تعبير وړاندي كړي چي نه له قرآن ورته څه دليل لري او نه د قسمونو او ځواب تر منځ ئې ارتباط ښودلى شي؛ نو پر قرآن د ايمان تقاضىٰ دا ده چي داسي تعبيرونو ته هيڅ اعتناء ونكړو.

 

 ښاغلي حکمتيار دغه راز د همدې سورې په اووم آيت كي پر آسمان د لوړې او إستشهاد مورد ته هم تفيصيلي إشاره وکړه او ويي ويل: هلته چي فرمايي:

(وَ السمَاءِ ذَاتِ الْحُبُكِ‏) 7

(قسم په آسمان د لارو خاوند).

او ورپسې د نوموړي قسم دا ځواب راځي:

(إِنَّكمْ لَفِى قَوْلٍ مخْتَلِفٍ‏) 8

(يقيناً چي تاسو په مختلفي وينا كي ياست).

 

نوموړي زياته کړه:

د قسم او ځواب تر منځ ئې د ارتباط په اړە له څه ويلو مخكي بايد څو ټكي واضح شي:

1: د آسمان دا صفت چي د لارو خاوند دئ؛ بايد داسي څرگند صفت وي چي د قرآن هر مخاطب ته قابل درك او قابل فهم وي.

 

2: په دې صفت استدلال سره بايد دا خبره ثابته كړى شي چي د بيا ژوندون په اړە د مخالفينو باور د حقيقت خلاف دئ.

 

نوموړی زياتوي:

كه لږ دقت وكړو نو په آسمان كي يوازي هغه لاري په نظر راځي چي ستوري او آسماني اجرام پرې درومي، له دغو لارو پرته چي د آسمان د هر ستوري لپاره بېله بېله لار ټاكل شوې او هر ستورى يوې خوا بلي خوا ته له انحراف پرته پكي درومي؛ نوري لاري نشو ليدلى.

قرآن اوه آسمانونه د اوو لارو په نامه ياد كړي؛ هلته چي فرمايي:

(وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ). 17   المؤمنون: 17

(او يقيناً چي ستاسو له پاسه مو اوه لاري پيدا كړې دي او موږ له پيدايښت غافل نه يو).

د دې مبارك آيت په وړاندي بايد لږ توقف وكړو او وگورو چي زموږ له پاسه د اوو لارو د پيدا كولو معنى څه ده؟ آيا مراد ئې اوه آسمانونه دي؟ ولي آسمانونه د لارو په نامه ياد شوي؟ او ولي تر دې وروسته ويل شوي چي موږ له پيدايښت غافل نه يو؟ د دې خبري ئې له مخكيني سره څه تړاو؟

قدرمن مشر همدي پوښتنو ته په ځواب کي لاندي څو موارد ياد کړل:

الف: له اوو لارو مراد اوه آسمانونه دي، ځكه تر دې آيت وروسته ويل شوي چي له آسمان مو اوبه نازلي كړې. خو له آسمانونو مراد د زمكي اوه مدارونه دي، ځكه دلته د زمكي هغي فضاء ته د آسمان نوم وركړى شوى چي ورېځي په كي خوځېږي او باران ترې ورېږي.

 

ب: د زمكي مدارونه د لارو په نامه يادول ډېره دقيقه او علمي نومَوَنه ده او په ارزښت او اهميت ئې هغه څوك پوهېږي چي د فضاء په اړه څېړني كوي، يقيناً چي دا نومَوَنه د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ. لكه چي هر اتم په خپلي شاوخوا كي مدارونه لري او په دې مدارونو كي اليكټرونونه خوځېږي، د اتم د مدارونو شمېر حد اعظمي اوه وي، تر دې نه زياتېږي، هر اليكټرون خپله خپله تگلاره لري، زموږ زمكه او د آسمان هر ستورى همداسي په خپلي فضاء كي مدارونه لري، د دغو مدارونو لپاره تر ټولو غوره او دقيق نوم طرائق (يعني لاري) دئ، سپوږمۍ پر زمكي راڅرخي، د څرخېدو خاص او ټاكلى مدار لري، دا مدار د هغې لپاره يوه ځانگړې لار ده، ورېځي د زمكي په فضاء كي خوځي، د خوځېدو مدار ئې د هغوى لپاره ځانگړې لار ده، سپوږمكۍ د زمكي شاوخوا څرخي، د هري سپوږمكۍ لپاره ځانگړى مدار ټاكل كېږي چي همدا ئې لار وي. دا مدارونه د هغه جاذبې او دافعې تر منځ د ځانگړي تناسب له مخي ټاكل كېږي چي د زمكي او د هغې پر محور د چورلېدونكي توكي تر منځ راپيدا كېږي، زمكه ئې ځان ته راكاږي او د چورلېدونكي جِرم حركت هغه ته د لري تلو ځواك وربخښي، د جذب او تېښتي د دغو ځواكونو تر منځ يو خاص تناسب د دې باعث شي چي دا چورلېدونكى توكى په خاص مدار كي خوځېدو ته اړ شي، چي همدا ئې تگلاره شي.

 

نوموړي همدا راز د آيت د پاى فِقري (وَمَا كُنَّا عَنِ ٱلۡخَلۡقِ غَٰفِلِينَ)(او موږ له پيدايښت غافل نه وو)؛ ته په إشاري سره وويل:

دا فِقره ښيي چي د دې آيت د نزول په وخت كي انسانان له دې حقيقت غافل ول، نه پوهېدل چي د زمكي اوه آسمانونه لارو ته ورته مدارونه دي، دا حقيقت نن او د دې آيت له نزول نږدې څوارلس پېړۍ وروسته انسان ته جوت شو.

قرآن د لمر او سپوږمۍ په اړﮦ وايي چي هر يو په خپل خاص فلك او مدار كي درومي: هلته چي فرمايي:

(وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَۖ كُلّٞ فِي فَلَكٖ يَسۡبَحُونَ). ٣٣  الانبياء: ‏33

(او الله هغه ذات دئ چي شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ئې پيدا كړل، هر يو په خپل فلك او مدار كي خوځي).

همدا راز فرمايي:

(لا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ). 40    يس 40

(نه لمر ته ښايي چي سپوږمۍ لاندي كړي او نه شپه پر ورځ وړاندي كېدونكې ده، او هر يو په خپل خپل فلك كي لامبي (په فضاء كي درومي).

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا همدي ته په پام سره؛ لمر د سپوږمۍ د جذبولو، له خپل ځانگړي مداره د هغې د ايستلو فرصت نه ترلاسه كوي، يو د بل په مدار كي نه ننوځي، هر يو په خپل مسير كي خوځېږي، د دوى ترمنځ ټكر او تصادم نه راځي، په دې وسيع كائنات كي دا بې شمېره اجرام، هر يو په يوه معين مدار كي خوځېږي، يو بل نه مومي چي له هغه سره ټكر وكړي او هغه جذب كړي، هر يو خپل حد پېژني، له هغه تېرى او تجاوز نشي كولى، نه لمر له خپل ټاكلي مدار او مستقر بل لوري ته خوځېدلى شي او د سپوږمۍ په مدار كي داخليدلى شي او نه هغه جذبولى شي، نه د دغو دواړو ترمنځ تصادم او ټكر راځي او نه هم شپه په ورځ باندى سبقت كولى شى، برعكس هره يوه په خپل وخت او نېټه راځي، دا د سپوږمۍ او لمر لپاره معين حدود او ثابتي لاري او مدارونه چا وضع كړي چي له هغه د يوې ذرې په اندازه د تجاوز او تېري توان نه لري، دا څنگه او د چا د ارادې په وړاندي محكوم او مقهور دي؟

په دې خور او ستر آسمان كي؛ دا دقيق او كلك نظم، دا بې شمېره ستوري چي هر يو ئې په خپل خپل مدار كي ساتل كېږي، په خاصه او ثابته لار درومي، له تصادم او ټكر ئې مخنيوي كېږي او نه پرېږدي چي ستر ستر ستوري واړە واړە جذب كړي، يو د بل په مدار كي داخل شي او هر څه سره گډ وډ شي؛ دا ټول په دې دلالت كوي چي په دې عالم كي نظم حاكم دئ، خوشى، بېهوده او بې هدفه نه دئ پيدا شوى، خپلي مخي ته نه دئ پرېښودل شوى؛ دا ټول داسي واكمن ذات اداره كوي چي هر څه ئې په واك كي دي او په هر څه قادر دئ.

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير زياته کړه:  

له دې شرحي وروسته د قسم او ځواب تر منځ ئې تړاو په ډېره آسانۍ موندلى شو. د قيامت منكرين چي په څه باور لري او د دې باور له مخي څه وايي، دا له هغه څه سره اختلاف لري چي له دې منظم او ستر آسمان هر سترگور انسان او هر د عقل او پوهي خاونه ئې تر لاسه كوي، دا په يوه څه دلالت كوي او دوى د دې خلاف بل څه وايي، دوى عالم بې هدفه، بې مقصده، نامنظمه، خپلي مخي ته پرېښودل شوى گڼي، چي نه خالق لري او نه واكمن او ځواكمن ساتونكى او اداره كوونكى!! خو آسمان او د آسمان په دې بې شمېره لارو باندي تلونكي ستوري د دې بې بنسټه تصور خلاف په بل څه حكم كوي. دا په عالم كي نظم موږ ته وايي: هر څه ئې په خپلي لاري درومي؛ له معمولي انحراف پرته؛ طلوع او غروب ئې په ثابت او معين وخت وي؛ كه داسي نه وى نو تشتت او تصادم به رامنځته كېدو او ټول عالم به له منځه تلو، يعني له خپلي ټاكلې لاري انحراف په فساد او تباهي منتج كېږي؛ څنگه ومنو چي له دې عامي او عالم شمول سنت دي يوازي وړوكى انسان مستثناء وي؟! هغه دي له خپل فطرت بغاوت كوي، د خپل ژوند له فطري لاري دي انحراف كوي، د خپل هوىٰ او هوس په غوښتنه دي عمل كوي، خو نه به له بدو پايلو سره مخامخ كېږي او نه به سزا گوري!! د قرآن له نظره دا خوشې او چټي خبري دي چي هيڅ عقلي ارزښت نه لري؛ قرآن د دوى په اړه همدلته فرمايي:

(يُؤۡفَكُ عَنۡهُ مَنۡ أُفِكَ ٩ قُتِلَ ٱلۡخَرَّٰصُونَ ١٠ ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي غَمۡرَةٖ سَاهُونَ) ١١

الذاريات: 9- 11

(هغه ترې اړول كېږي او دوكه كېږي چي دوكه شوي). 10- مړه دي وي دا خراصون (په چټي خبرو بوخت)؛ دروغجن اټكل كوونكي، 11- هغه چي په ژور جهالت كي بېسده دي).

دلته له قيامت او مجازات او مكافات د منكرينو څو قباحتونه ياد شوي: دوكه شوي، په چټي خبرو بوخت دي؛ دروغجن اټكل كوونكي او په ژور جهالت كي بېسده شوي. او ورپسې ويل شوي: دا هغه دي چي له آخرت انكار كوي او پوښتي: يوم الدين به كله راځي؟

(يَسْأَلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ الدِّينِ). 12  الذاريات: 12

يعني د طبيعت او عالم دا څرگند مظاهر په بشپړ وضاحت سره شهادت وركوي چي هم دوهم ژوندون شته او هم مجازات او مكافات؛ څوك چي له دې انكار كوي دروغجن دي او په چټي خبرو بوخت.  

همدا راز په همدې سوره كي د لوط عليه السلام او د هغه د قوم، د عاد او ثمود، د موسى عليه السلام او فرعون او فرعونيانو، او د نوح عليه السلام او د هغه د قوم برخليك؛ د تاريخي او عملي بېلگو او مثالونو په توگه د قرآن د مخاطبينو مخي ته ايښودل شوي؛ هغه چي الله تعالى ځيني مكافات كړي او ځيني مجازات؛ يعني انساني تاريخ هم دا شهادت وركوي چي د مكافات او مجازات سلسله په دې نړۍ كي هم عملاً روانه ده او انساني تاريخ ئې څرگند شاهد او گواه دئ او په آخرت كي به هم حتماً تر سره كېږي؛ له الهي عدالت او هغه رب سره همدا ښايي چي دا ستر او بې انتهاء عالم اداره كوي او هر څه ئې په سمه او منظمه توگه پالي او ساتي.

 

په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفيصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي مُحاضره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک