No-IMG

حکمتيار: راتلونكى نظام به د اساسي قانون مطابق جوړېږي او قدرت به په سوله ايزه توگه هغه ته انتقالېږي

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 30 ثور 1401)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لا يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا 53 أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا 54  النساء: 53 – 54    صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

آيا په واكمنۍ كي د دوى كومه برخه شته؟ نو بيا خو به ئې خلكو ته كوم نقير هم نه وو وركړى.

يعني د اسلام او مسلمانانو هغه دښمنان چي ويل به ئې: دا خلك به له خپلي مبارزې، دعوت او جهاد هيڅ څه ترلاسه نه كړي، هسي خپل ځان تباه كوي، دښمنان ئې پياوړي او زورور دي، هم ئې وسائل او امكانات زيات دي او هم ئې تگلاره تر دوى غوره ده!! د دوى د دغو خبرو په ځواب كي ويل شوي: دا خو ستاسو په واك كي نه ده چي د مسلمانانو مستقبل وټاكئ او له دوى سره دي همغه څه وشي چي تاسو ئې انتظار لرئ؛ كه داسي وى چي كارونه ستاسو له انتظار سره سم كېدى او پرېكړي ستاسو په خوښه كېدى، نو بيا خو به تاسو هيچا ته د خرما د زړي د ټاپكي په اندازه هم څه نه وو وركړي؛ نه مسلمانانو ته او نه بل چا ته، بيا خو به تاسو هر څه ځان ته اخيستل، ولي به مو پر كافرانو لورېدل، چي ځان ته ئې نه شئ وركولى معنى ئې دا ده چي د كافرانو په اړه ستاسو هيلي او د مسلمانانو په اړه ستاسو بد نيت به هم څه نتيجه ونه لري.

په ورپسې آيت كي ويل شوي:

آيا دوى له خلكو سره پر هغه څه حسد كوي چي الله له خپل فضل څه وركړي؟ نو موږ خو د ابراهيم اولاد ته كتاب او حكمت وركړ او لويه پاچايي مو وركړه.

يعني د دوى د تبليغاتو او دښمنۍ وجه د دوى هغه حسد دئ چي له مسلمانانو او مجاهدينو سره ئې لري، پر مسلمانانو ئې د الله فضل نه لورېږي، دا ئې زړه نه غواړي چي مسلمانان دي پر كافرانو برى ترلاسه كړي. الله تعالى د دوى په ځواب كي فرمايي: لكه چي د ابراهيم عليه السلام اولاد ته مو كتاب، حكمت او لويه پاچايي وركړه؛ همدا راز مو محمد عليه السلام ته كتاب او حكمت وركړ او لويه پاچايي به ئې په برخه كړو.

وروڼو خوېندو!

دا الهي پرېكړه د ډېرو حاسدينو په اړه صدق كوي؛ هغه حسد كوونكي چي الله تعالى موږ ته لارښوونه كړې چي له شر او شرارت ئې الله تعالى ته پناه يوسو. الله ته د هر حسد كوونكي د حسد له شر او شرارت پناه وړم.

رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ»

له عبد الله بن عمر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: يقيناً چي حسد ښېگڼي داسي خوري او له منځه وړي لكه اور چي خس سوزوي او له منځه ئې وړي.

همدا راز رسول الله صلى الله عليه و سلم د مال او اقتدار حرص؛ له وږو لېوانو سره تشبيه كړي او داسي فرمايي:   

عن كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا ذِئْبَانِ جَائِعَانِ أُرْسِلَا فِي غَنَمٍ أَفْسَدَ لَهَا مِنْ حِرْصِ الْمَرْءِ عَلَى الْمَالِ، وَالشَّرَفِ لِدِينِهِ»

له كعب بن مالك روايت دئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: دوه وږي لېوان چي په يوې رمې كي ورخوشي شي؛ دومره د هغې لپاره تباه كوونكي نه وي؛ لكه د مال او منصب حرص چي د انسان دين ته تباه كوونكى وي

وروڼو خوېندو!

له هر مخلص او صادق مجاهد سره په عامه توگه او د حزب اسلامي له مخلصو مجاهدينو سره په خاصه توگه؛ هم حاسدينو دښمني كړې او هم د مال او اقتدار حريصانو؛ هم ملحدينو، سيكولرانو او د پرديو مزدورانو ورسره دښمني كړې او هم د اسلام او جهاد تر پوښښ لاندي؛ د اشغالگرانو ملگرو او د مال او اقتدار حريصانو.

حزب اسلامي 54 كاله؛ هر مفسد حكومت او بهرنيو حاميانو ئې او هر اشغالگر او د دوى لاسپوڅو حكومتونو؛ په تور فهرست كي نيولى، د لومړي دښمن په سترگه ئې ورته كتلي او د ځپلو لپاره ئې له هيڅ جنايت ډډه نه ده كړې؛ كله د دښمنانو له عداوت او قساوت سره مخامخ شوى او كله د ناپوهانو او جاهلانو له حسادت او منفي رقابت سره؛  خو الله تعالىٰ تر ننه ساتلى؛ ستر ستر آرمانونه ئې تر سره شوي؛ د دوو زبر ځواكونو ماته او زوال ئې په خپلو سترگو وليد، إن شاء الله وروستى آرمان به ئې هم تر سره كېږي؛ او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به واقعي اسلامي نظام قائمېږي؛ موږ له خپل رب سره تعهد كړى چي دې سپېڅلي هدف ته د رسېدو لپاره به د ژوند تر پايه؛ خپل جهاد او مبارزې ته په هر سنگر او ميدان كي دوام وركوو.

وروڼو خوېندو!  

حتماً به خبر شوي يئ چي د مخكيني پرځېدلي رژيم ځيني فراري چارواكي په انقره كي او د يوه جنرال په كور كي راغونډ شوي او د يوې اعلاميې په خپرولو سره ئې دا غونډه پاى ته رسولې؛ په غونډي كي داسي څېرې يو ځاى شوې چي تر دې وړاندي؛ په وار وار يو د بل خلاف په خونړيو جگړو كي ښكېل شوي؛ ويلى شو چي دا په حقيقت كي د پرځېدلي حكومت د فراريانو غونډه وه؛ كه جمهور رئيس ئې غير حاضر وو نو معاونان، وزيران، د ملي امنيت او استخباراتو رئيسان او مشاورين ئې حاضر ول؛ د اعلاميې اصلي ټكي ئې دوه وو: له إمارت اسلامي ئې غوښتنه كړې چي له دوى سره د مذاكراتو لړۍ پيل كړي او كه داسي ونه كړي نو جنگ به پيل كړي؛ د جنگ لپاره ئې د مقاومت داسي جبهې جوړولو پرېكړه كړې چي نوم ئې (شورای عالی مقاومت ملی برای نجات افغانستان) دئ!!

داسي ائتلافونه او هغه هم له هېواد بهر؛ په وار وار جوړ شوي؛ خو تر ننه ئې نه يوازي كومه مثبته او رغنده نتيجه نه درلوده؛ بلكي له لنډي مودې وروسته نه يوازي شړېدلي بلكي غړي ئې؛ يو د بل خلاف؛ په خونړيو جگړو كي ښكېل شوي.

د دوى اصلي پټي او څرگندي غوښتني دوه دي: په اقتدار كي مشاركت او د دوى د هغو شتمنيو تضمين چي په تېرو 44 كلونو كي ئې د غارت، لوټ، غصب، غلا او له اشغالگرانو سره د ملگرتيا له لاري تر لاسه كړې؛ نه ئې د بحران لپاره حل لاره وړاندي كړې او نه د جنگ كولو توان او همت لري؛ د پسرلي تېرو دوو مياشتو وضعيت وښوده چي دوى له دروغجنو تبليغاتو پرته هيڅ نشي كولى؛ په دريو ولسواليو؛ اندراب، ورسج او پنجشير كي ئې كمزوري غلچكي عمليات وكړل؛ چي ژر وځپل شول او اوس نه د هېواد په هيڅ برخي كي فعال نظامي حضور لري او نه عمليات؛ دوى د بهرنيو ځواكونو له پراخ نظامي حضور پرته؛ نه تر دې وړاندي جنگېدلي او نه تر دې وروسته د جنگېدلو توان او ظرفيت لري؛ همدا ټول د نجيب د حكومت له نسكورېدو وروسته؛ د حزب اسلامي په خلاف وجنگېدل؛ خو له داسي شرمېدلې ماتي سره مخامخ شول چي په پايله كي ئې د بې نظير بهوټو حكومت پښو ته ولوېدل؛ د افغانانو به ښه په ياد وي چي دوى له طالبانو مرسته وغوښته؛ هغوى ئې د نجات فرشته گڼل؛ او دا پيغامونه ئې ورلېږل: د حزب اسلامي مشكل حل كړئ كابل تاسو ته سپارو!!

خو بيا له همدغو طالبانو سره په پراخ جنگ كي ښكېل شول او نه يوازي له كابل ووتل بلكي خپل مراكز ئې د پنجشير په شمول په ټول شمال كي له لاسه وركړل او كولاب ته وتښتېدل.

د امريكا بي 52 جهازونو تر وزر لاندي كابل ته هغه مهال ننوتل چي طالبان ترې وتلي ول.

اوس هم دوى يوازي په هغه صورت كي راتلي شي چي بهرني ځواكونه كابل ورته بيا فتح كړي؛ او إن شاء الله د دې احتمال او امكان د تل لپاره له منځه تللى؛ هيڅ هېواد به دې ته زړه ښه نه كړي چي د شوروي او امريكا ناكامه تجربه تكرار كړي.

د روسيې او امريكا لپاره د شرقي اروپا او په ځانگړې توگه د اوكراين خونړى جنگ كافي دئ چي په بلي جگړي كي له ښكېلېدو ډډه وكړي.

امريكا د افغانستان ټولي كنسولگرۍ او سفارت د پرځېدلي رژيم له حضور او سلطې وايستلې او دروازې ئې وروتړلې؛ او په دې سره ئې غوښتي طالبانو ته دا پيغام ولېږي چي إمارت اسلامي ته ئې د سپارلو په ارتباط دا دئ لومړى گام واخيست؛ او دا په داسي حال كي چي همدغو مخالفينو ته ئې لنډه موده وړاندي نه يوازي په واشنگټن كي دفتر وركړ؛ بلكي اروپايي حليفانو ئې او د ناټو غړو هېوادونو؛ هم پناه وركړې؛ دفترونه او مركزونه ئې په واك كي وركړي او غربي رسنۍ؛ د افغانستان انټرنيشنل په شمول دومره پراخ تبليغات ورته كوي چي له هري وړې او عادي پېښي ستره او خطرناكه قضيه جوړه كړې؛ له داسي غلچكي برېدونو چي مخالفينو پيل كړي؛ او په هغوى كي د تلفاتو شمېر هم لږ او مسئوليت ئې هم د بريدگرو پر غاړه وو؛ داسي څه جوړ كړل لكه چي ستر ملي پاڅون شوى وي او په هغه كي لويه او خونړۍ نسل وژنه شوې وي!! دا په داسي حال كي چي د دريو ولسواليو له دريو كليو پرته نه په پنجشير كي جگړه شوې او نه په بلي هيڅ تاجك مېشتي سيمي كي؛ د پنجشير مسئولين هم تاجك او پنجشيريان دي!! طالبان د پروان او كاپيسا له تاجك مېشتو سيمو او كليو تېر شوي؛ نه دوى له چا سره جنگېدلي او نه نور له دوى سره جنگېدلي.

كه همدغو مخالفينو؛ له خپلو بدو او تورو سوابقو سره؛ د بحران د حل په اړه كومه رغنده طرح وړاندي كړي نو موږ به ئې حمايت كوو؛ دوى ته وايو: په جنگ سره هيڅ نشئ تر لاسه كولئ؛ هيڅ مؤمن او شريف افغان د مخكني نظام او پرديپالو واكمنو بيا اعاده او مجدد تسلط؛ هيڅكله او په هيڅ صورت كي نه مني؛ د حل يوازينۍ لار دا ده چي:

1.               ټول افغان لوري د مخكنيو خونړيو او ناكامو تجربو تكرار؛ د تل لپاره نفي كړي؛ اقتدار ته د پرديو د مټو او وسلو په زور رسېدل پرېږدي.

2.               صادقانه او بلا قيد او شرط خپل منځي مذاكرات؛ د پرديو له وساطت او وصايت پرته او د هېواد دننه پيل كړو؛ كه د هېواد دننه درته گران برېښې نو په داسي بهرني هېواد كي پيل شي چي مستقل وي او په لويو ځواكونو پوري نه تړلى وي او نه هلته د د دې ځواكونو اغېز او اډه وي.

3.               په داسي شفاف انتخاباتو توافق وشي چي په نتيجه كي ئې ملت شموله مقتدره او با صلاحيته شورىٰ رامنځته شي. دا انتخابات به نه د جمهوري رياست لپاره وي او نه پارلماني انتخابات؛ بلكي يوازي د داسي شورى جوړولو لپاره به وي چي د ملت واقعي ممثله شورىٰ رامنځته كړي؛ هغه شورىٰ چي د مهمو ملي مسائلو په اړه به د تصميم او پرېكړو وروستۍ مرجع وي.  

4.               دغه شورىٰ به د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه وروستى تصميم نيسي او پرېكړو ته به ئې ټول لوري التزام او تمكين لري؛ د اوسني سرپرست حكومت پر ځاى به نوى حكومت جوړوي، نوى حكومت به نه د اقتدار د وېش له لاري جوړېږي او نه به ائتلافي وي، سرپرست حكومت به تر هغه دوام كوي چي شورىٰ د هغه پر ځاى د بل حكومت جوړولو پرېكړه وكړي؛ شورىٰ به هېواد ته نوى اساسي قانون تصويبوي؛ د نظام او حكومت څرنگوالي،  د زعامت د عزل او نصب مرجع؛ صلاحيتونه او مسئوليتونه ئې؛ د كار موده ئې، سياسي احزاب او اړوند لوائح او مقررات ئې، د هېواد او نظام نوم، بيرغ، نشان، د افغانستان پولي، دوست او دښمن، جنگ او صلح او دې ته ورته مهمو ملي مسائلو په اړه به وروستۍ پرېكړه كوي.

5.               راتلونكى نظام به د دغه نوي اساسي قانون مطابق جوړېږي او قدرت به په سوله ايزه توگه هغه ته انتقالېږي.

خو كه دا مخالفين د تفاهم پر ځاى د تقابل او جنگ شعارونه وركوي او د بل نيابتي جنگ پيلولو هڅه كوي؛ نو موږ او ټول افغان ولس بيا له دې پرته بل انتخاب نه لرو چي په وړاندي به ئې كلك ودرېږو او له خپل مظلوم ملت به د تل په څېر په مېړانه دفاع كوو.

وروڼو خوېندو!

موږ له ټولو گاونډيو؛ د تركيې، پاكستان او ايران په شمول غوښتي چي د وسله والو مخالفينو او د دوى له جنگي سياستونو حمايت ونه كړي؛ دوى ته د داسي تحركاتو اجازه ورنه كړي چي د بل نيابتي جنگ په پيلېدو منتج كېږي او تاسو هم په كي ښكېلوي. موږ ته ئې اطمئنان راكړى چي داسي به نه كوي؛ هيله ده زموږ ټول گاونډيان همدا دريځ غوره كړي؛ او په سيمي كي د بلي جگړي پيلېدا د ټولو په ضرر وگڼي.

وروڼو خوېندو!

په تاجكستان كي د ايران له لوري د ډرون طيارو جوړولو توافق ډېرو افغانانو ته اندېښنې راولاړي كړې؛ دا ځكه چي تاجكستان وسله والو مخالفينو ته دوه ځلي پناه وركړې؛ اوس هم او هغه مهال هم چي شمالي ټلواله د حزب اسلامي او طالبانو په خلاف جنگېدله؛ پرون ئې هغوى ته د كولاب اډه وركړې وه او نن د فرخار هوائي اډه. كه ايران د تجارتي مقاصدو او موخو لپاره دا كار كوي؛ نو غوره به دا وي چي دا كار هغه مهال ته وځنډوي چي په افغانستان كي د بلي نيابتي جگړي گواښونه او احتمالات پاى ته رسېدلي وي.

وروڼو خوېندو!

اجازه راكړئ د إمارت اسلامي اړوند مسئولينو او چارواكو ته د دې منبر له لاري هم ووايو:

1.               ځوان او نشيط دعوتگر؛ او د جامع جومات خطيب او امام؛ مولوي حشمت او د حزب اسلامي نور غړي چي  په غير قانوني توگه او د شخصي رقابتونو او حسادتونو له كبله نيول شوي؛ فوراً خوشي كړي او په راتلونكي كي د داسي غيراصولي نيونو مخه ونيسي.

2.               د شهيد مولوي عزت الله محب او نورو هغو مؤمنو او مجاهدو شخصيتونو قاتلان بايد ونيول شي او د شريعت مطابق محاكمه او مجازات شي چي لومړى اختطاف شوي؛ هغه هم په يونيفورم كي د اختطافچيانو له لوري؛ بيا له غير انساني تعذيب وروسته په وحشيانه توگه وژل شوي؛ سرونه ئې غوڅ شوي او جسدونه ئې يا په ډاگ او د سړك خوا ته غورځول شوي او يا په ونو راځوړند شوي؛ اسلامي إمارت بايد د حكومت تر واك لاندي هېوادوالو ته بشپړ ډاډ او اطمئنان وركړي چي هر يوه سر، مال او عزت خوندي دئ او د خوندي ساتلو مسئوليت ئې د حكومت پر غاړه دئ؛ دلته بايد هيڅوك د چار كور او دفتر ته د ده له اجازې او موافقې پرته او د واكمني شرعي محكمې له پرېكړه پرته داخل نشي؛ يوازي شرعي محكمي د يو چا د مجازات حق لري؛ نه هر پوليس او د استخباراتو او امنيتي ادارو هر مسئول. د اسلامي نظام او شريعت حكم او غوښتنه همدا ده.  

3.               د اسلامي پوهنتون په اړه له داسي دريځ ډډه وكړئ چي هيڅ عقلي او شرعي توجيه ورته نشي وړاندي كېدئ؛ دا معياري او په ټولو اصولو برابر پوهنتون دئ؛ تر دريو لسيزو زياته سابقه لري، په زرگونو مؤمن كادرونه ئې روزلي او افغاني ټولني ته ئې اسلام ته متعهد شخصيتونه وړاندي كړي؛ عجيبه ده چي دلته د كمونستانو، سيكولرانو، ملحدينو او حتىّٰ بهرنيو هېوادونو پوهنتونونه او په لسگونو نور تعليمي مراكز منل كېږي خو د عالي تحصيلاتو وزارت اسلامي پوهنتون نشي زغملى!! او دا په داسي حال كي چي د إمارت اسلامي مشران مخالفينو ته بلنه وركوي چي هېواد ته راشي او دلته پانگوني وكړي؛ وسله والو مخالفينو ته هم بلنه وركوي چي هېواد ته راشي او مطمئن دي وي چي دلته به ئې هم سر خوندي او هم كورونه، ښارگوټي، زمكي، ماركيټونه او هر څه ئې؛ كه دا ئې له هري لاري تر لاسه كړي وي!! د ملت انتظار دا وو او دئ چي له خائنانو، غلو، لوټمارانو او غاصبانو سره د شريعت مطابق محاسبه وشي او اسلام او هېواد ته ژمن صادقان او مخلصان حمايت او پالل شي

دعاء كوو چي الله تعالى د اسلام او زموږ او د ولس او هېواد د ټولو دښمنانو توطئې شنډي كړي او له ناامنيو، جگړو، فقر او لوږي فارغ افغانستان او بشپړ اسلامي نظام زموږ مظلوم ولس ته ورپه برخه كړي او په سرلوړي او آزاد افغانستان كي واقعي اسلامي نظام قائم او دائم كړي. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک