No-IMG

ګوره چې افغانان خداى مکړه ذهن ته در نشي...

عراقى مورخ او ټولنپوه ډاکتر علي الوردي وايي کله چې د انګريزانو جنرال سټنلي موډ 1917 ز کال کې مخ په بغداد روان شو، وړاندې له دې څخه چې بغداد ته دننه شي يو عراقى شپون يې له خپل سپي او رمې سره وليدلو.

شپون ته يې وويل يو پاونډ درکوم که خپل سپى دې راته حلال کړو، هغه مهال يو پاونډ ډېر ارزښت لرلو.

شپون چاړه راواخيسته خپل سپى يې حلال کړو او پاونډ يې خپل جېب کې واچولو.

جنرال ورته وويل که څرمن دې ورڅخه وويست بل پاونډ درکوم.

شپون د خپل سپي څرمن وويست بل پاونډ يې هم جېب ته کړو.

جنرال ورته وويل که خپل سپى ټوټه ټوټه کړى نو دريم پاونډ به هم خپل کړى.

شپون خپل سپى ټوټه او ميده کړو دريم پاونډ يې هم واخيست.

جنرال چې کله روان شو عراقي شپون ورمنډه کړه ورته يې وويل جنرال صيب که څلورم پاونډ راکوئ د سپي غوښه به هم درته وخورم.

جنرال ورته وويل همدومره زمونږ لپاره کفايت کوي، خپلو پوځيانو ته يې مخ واړولو ورته يې وويل:

بې خاره په ډاډه زړه مخ په بغداد ورشئ، څوک چې خپل نږدې وفادار ملګرى او د رمې ساتونکى درې پاونډو بدل کې حلالوي او خوړو ته يې هم چمتو دى، هغه ولس هېڅکله خپل هيواد ساتلى نه شي د پيسو مقابل کې او نه خپلو وفادارو ملکرو ته ژمن وي، زمونږ لپاره همدغه ذهنيت لرونکى ولس پکار دى

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟