No-IMG

بې تبصرې

      د خلیج یو #مصری مسافر لیکي: په سفر چې راروانیدلم، له مور و پلاره مې اجازه راواخيستله، هغوی ډېرې دعاګانې راته وکړې او راروان شوم، دوه کاله مې په سفر کې ووتل خو د کار مې سم خوند نشته... په کلي کې یوه ورځ سهار مهال زما مور و پلار بل کلي ته زموږ د خپلوانو کره تللي وو، په دې وخت کې زموږ کور ته غل راغلی و، څه نور شیان او یو زموږ خر ټول یې غلا کړي وو.

     څو ورځې وروسته غله زموږ خر بازار ته راوستی، په مېوو او سبزیو یې ښه بار کړی دی، بېرته چې دا زموږ په سیمه تېریدی، هغه مهال زموږ سیمه کې رش او ازدحام و، غل په څه شي بوخت شوی دی، خر ورنه مخکې شوی، خره ته خو خپل کور معلوم و، سیده کور ته راغلی.

      څرنګه چې هغه ډېر بار و او په دروازه د ننوتلو په مهال یې زورونه وهل، پلار مې چې زوږ اوریدلی و، ورته راوتلی و او خر یې په دروازه دننه کړی و. زما مور ته یې غږ ورکړی و چې حجاڼۍ راشه! خر وګوره، څو ورځې له کوره ورک و، د ټول بازار مېوې او سبزۍ یې راوړې، هغه بدمرغه زوی دې دا دوه کاله کیږي خلیج کې #مسافر دی، خاورې یې هم نه دې رالیږلې.

بلا تبصره...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟