No-IMG

حکمتيار: روان حساس وضعيت کي اسلامي إمارت يوې درنې د ملت ممثلي شورىٰ ته ضرورت لري

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 6 جوزا 1401(

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ 21 أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ 22  آل عمران: 21- 22

صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

يقيناً هغه چي د الله په آيتونو كافران كېږي او د الله پيغمبران په ناحقه وژني او له خلكو هغه هم وژني چي د عدل كولو امر كوي، نو د دردناك عذاب زېرى وركړه.

دوى هغه دي چي عملونه ئې په دنيا او آخرت كي حبط او تباه شوي او هيڅ مرستندوى ورته نشته.

يعني هغه چي د الله له آيتونو انكار كوي، د الله د پيغمبرانو په مخالفت كي هغه ځاى ته رسي چي د دوى د وژلو لپاره ملا تړي او آمرين بالقسط وژني، هر څوك چي د ظلم خلاف غږ اوچت كړي او عدالت ته بلنه وركړي؛ دوى ئې وژني، ځيني له دې انكار او د پيغمبرانو او آمرين بالقسط له وژلو دا طمع لري چي په دې سره به خپل مخالفين وځپي، د دوى اقتدار ته ورپېښ گواښونه به ختم كړي او د دوى د رياست او قيادت بقاء او دوام به تضمين شي؛ او ځيني نور ئې دا كار په دې هيله او گمان كوي چي په دې سره له خپل (مذهب او مسلك) دفاع كوي، الله به ترې راضي شي او جنت به ئې په برخه شي!! خو دوى ته د دوى د دې كاذب او غولوونكي انتظار او هيلي خلاف د دردناك عذاب زېرى وركړه؛ دوى دي پوه شي چي د خپلو هيلو د تر سره كېدو زېرى به هيڅكله وانه وري.

نه به په دنيا كي له دې عمل څه گټه ترلاسه كړى شي او نه په آخرت كي او نه به داسي څوك ومومي چي په دنيا او آخرت كي ئې له خپل شوم عاقبت وژغوري، دوى هيڅ مرستندوى نه لري، هيڅوك ئې له زړه او په اخلاص سره مرسته نه كوي، كه نن ډېر د دوى د مرستي او حمايت تيږي په سينه وهي او د دوى لپاره لاس تړلي ولاړ دي؛ خو چي د رښتيا ورځ راشي نو يو كس به هم د دوى مرستي ته راوړاندي نشي او مرسته به ئې گټه ورونه رسوي

له (حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِ) معلومېږي چي د دوى ځيني له دې مخالفتونو دنيوي اهداف لري او ځيني ئې اخروي طمعي او هيلي. يوه به ئې هم تر سره نشي.

وروڼو خوېندو!

هغه وگړي او ډلي څنگه د دې طمع لري چي د بې گناه انسانانو د وژلو او ځپلو له لاري به خپلو موخو ته ورسېږي؛ الهي مرسته به ئې په برخه شي او افغانان به ئې مرسته وكړي؛ كوم افغان او كوم مسلمان انسان به د يوه بې رحمه ظالم او د هغه چا ملاتړ وكړي چي كار ئې په جوماتونو كي چاودني وي؟ په لمونځ كوونكو رحم نه كوي؛ له مخلصو او صالح مجاهدينو سره دښمني پالي؛ كافر ته د مرستي لاس اوږدوي او له مسلمان سره دښمني كوي؛ هغه چي پر مظلومو افغانانو رحم نه كوي؛ په چا به ئې وكړي؟

د جهاد په تېرو كلونو كي؛ ټولي دغسي چاودني او په کابل او مزار كي وروستۍ وحشيانه چاودني؛ د هغو كار دئ چي په هيڅ ديني او انساني ارزښت باور نه لري؛ او په خپل ژوند كي هيڅ سپېڅلى هدف او آرمان نه لري؛ د نيابتي جگړو اجير جنگيالى دئ.

هغه چي عام المنفعه تأسيسات ويجاړوي؛ پلونه، روغتونونه، بندونه، مدرسې، ښوونځي، ورانوي، د برق پايې په باروتو نسكوروي؛ مظلوم افغانان له برېښنا محروموي؛ هغوى د مظلومانو دښمنان دي؛ د رڼا دښمنان دي؛ د حق او عدالت دښمنان دي؛ له خپل سيال او رقيب سره د مخامخ جگړي همت او مېړانه نه لري؛ له مظلومانو غچ اخلي.

وروڼو خوېندو!

چا چي ظلم كړى يا ئې د ظالم ملگرتيا كړې؛ نو الله تعالى يا همدا ظالم پرې مسلط كړى؛ يا بل.

كوم زعيم چي خپله ډله يا خپل هېواد پر نورو ظالمانه بريد ته چمتو كړى؛ خپل كور ته ئې جنگ رابللى؛

سپيني ماڼۍ د جورج بوش په مشرۍ پر افغانستان بريد وكړ؛ هر كال ئې تر پنځوس زره زيات افغانان ووژل؛ دا دئ نن شل كاله وروسته؛ امريكا اعتراف كوي چي تېر كال په ټولي امريكا كي نږدې پنځوس زره امريكايان په جنايي پېښو كي وژل شوي؛ او دا په نيمي پېړۍ كي تر ټولو نورو كلونو زياته وژنه ده؛

د امريكا له لوري په تپل شوي شل كلن جنگ كي؛ نږدې يو مليون افغانان ووژل شول؛ كه د امريكا د جنايي پېښو ريكارډ همداسي پاته شي؛ نو همدومره امريكايان به په راتلونكو شلو كلونو كي وژل كېږي؛

په امريكا كي امنیتي پېښي په بې ساري توگه زياتي شوې، دا زیاتوالی؛ يو څرگند عامل لري؛ او هغه پر افغانستان د امريكا بريد دئ. جنگونه د ساري بېماريو په څېر دي؛ د يرغلگرو جنگيالي ئې له ځان سره خپل هېواد ته انتقالوي؛ د امريكا دا جنايي پېښي د افغانستان له جگړي سره مستقيم تړاو لري؛ په كورونا كي هم نږدې يو مليون امريكايان ووژل شول؛ يعني چي دلته د مكافات او مجازات ثابت الهي سنت حكم دئ؛ له ظالمانو سره محاسبه حتمي ده.

چا چي د بل هېواد خلاف د يرغلگرو د تېري ملگرتيا كړې؛ د همدې يرغلگر په لاس ئې هېواد اشغال شوى او د مظلومانو انتقام ترې اخيستل شوى؛ اوكراين ئې څرگند مثال دئ؛ د شوروي ځواكونو ملگرتيا ئې وكړه او دا دئ نن د روسي ځواكونو تر بريد لاندي دي؛ د ناټو ملگرتيا ئې وكړه او دا دئ نن د روسيې خلاف د ناټو په جنگ كي سوزي.

 وروڼو خوېندو!

افغانان نن له روان بحران د وتلو لپاره يوې جامع او رغنده طرحي او حل لاري ته ضرورت لري؛ په دې اړه تر نورو وړاندي؛ بايد إمارت اسلامي اقدام وكړي او له گواښونو د هېواد ژغورني لپاره مضبوط عملي گامونه واخلي؛ جگړه او عوامل ئې د تل لپاره پاى ته ورسوي.

د إمارت اسلامي له لوري چي په دې ارتباط كوم كميسيون جوړ شوى؛ مخالفينو ته ئې بلنه وركړې چي هېواد ته راستانه شي؛ هم ئې سر خوندي دئ او هم ئې عزت او هم ئې ټول ملكيتونه او شتمنۍ؛ له هري لاري او په هره توگه چي ئې تر لاسه كړې وي؛ إمارت اسلامي د دوى او د دوى د شتمنيو مصونيت تضمينوي؛ له ځينو سره ئې همداسي وكړل؛ خو د مقابل لوري عكس العمل نه يوازي سوړ وو بلكي ځينو دا وړانديز د تسليمېدو په معنى تعبير كړى او ځينو جدي غبرگون ښودلى او د جنگ پر دوام ئې ټينگار كړى. د انقرې له ناستي او اعلاميې وروسته؛ د إمارت اسلامي غبرگون هم فوري او جدي وو او هم ئې  له دوى سره هر راز مذاكرات په راتلونكي كي منتفي وگڼل. وئې ويل: امنيت راغلى، اوسنى حكومت ټول شمول دئ؛ ملت ئې تر شا دئ، ...

او چا چي له بحران د وتلو لپاره د ملت رأى ته د رجوع طرح وړاندي كړې؛ هغوى ته ئې هم ځواب منفي دئ او داسي معلومېږي چي پر ځاى ئې د انتصابي جرگې پر جوړولو كار روان كړى.

اما له داسي جرگې سره يوازي د إمارت اسلامي خپل غړي او هغه هم يوه برخه ئې توافق لري؛ نه ئې وسله وال مخالفين مني او نه ټول ملت؛ او نه د رأى خاوند افغانان؛ په هيڅ هېواد كي انتصابي جرگو نه يوازي ستونزي نه دي حل كړې بلكي تل ئې هغه تشديد كړې.

روان حساس او ترينگلى وضعيت داسي دئ چي إمارت اسلامي؛ يوې درنې د ملت ممثلي شورىٰ ته ضرورت لري؛ همدا كولى شي د دښمنانو توطئې شنډي كړي؛ د ټولو ملي مسائلو په ارتباط داسي تصاميم ونيسي چي د ملت غوڅ اكثريت به ئې تر شا ولاړ وي او د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تصويب كړي.

وروڼو خوېندو!

زموږ يوه بله اساسي ستونزه دا ده چي نه وسله وال مخالفين پر يوه مضبوط او منلي محور راټول شوي او متحد دي او نه سوله غوښتونكي معترضين؛ مذاكرات په هغه صورت كي نتيجه وركوي چي دا درې محورونه؛ إمارت اسلامي، سوله غوښتونكي معترضين او وسله وال مخالفين؛ صادقانه او بامقصده مذاكراتو ته كښېني، د جگړو پاى ته رسولو ژمنه وكړي، او هر يو خپله طرح د مذاكراتو په مېز كښېږدي.

اما عملاً گورو چي وسله وال مخالفين  متحد نه دي، د خونړيو خپل منځيو جگړو سابقه لري، په تېرو 44 كلونو كي ئې د پرديو په زور پر افغانستان حكومت كړى، خپل سياسي او قومي رقيبان ئې د پرديو د مټو او وسلو په زور يا وژلي، يا زنداني كړي، يا له هېواد وتلو ته اړ كړي او د دوى زمكي، كورونه او شتمنۍ ئې غصب او لوټ كړې؛ د ډېرو ئې ريكارډ دومره تور دئ چي سپين ځاى په كي نه موندل كېږي، په يوه محور راغونډېدا ئې محال برېښي؛ نه واحد قيادت لري او نه له بحران د وتلو واضح طرح؛ اوس هم د جنگ پر دوام ټينگار كوي؛ هغه هم د پرديو د وسلو او پيسو په زور.

موږ ټولو مؤمنو او وطنپالو افغانانو ته بلنه وركوو چي راشئ د مخكنيو ناكامو او خونړيو تجربو د تكرار پر ځاى نوې او رغنده تگلاره غوره كړو؛ جگړه او پر هغې اصرار او ټينگار نفي كړو او د سالم او سوله ايز رقابت او صادقانه، بلا قيد او شرط مذاكراتو له لاري ټولي ستونزي حل كړو. پرون مو همدا وړانديز وو او نه مو همدا دريځ دئ.

وروڼو خوېندو!

 امريكا د بريد گواښونه كوي؛ لهجه ئې ورځ په ورځ تونده كېږي؛ په داسي حال كي چي نه پرون او نه نن له افغانستان امريكا ته كوم گواښ متوجه وو او نه نن؛ مكرر وايي: كه له القاعده او داعش امريكا ته كوم گواښ متوجه شي نو فوري نظامي عكس العمل به ښيي او گواكي داسي عكس العمل ته ئې عملاً ټول چمتو والى نيولى!!

هر افغان پوهېږي چي القاعده او داعش په افغانستان كي داسي فعال حضور نه لري چي امريكا او يا په سيمي كه بل هېواد وگواښي؛ نه دلته څرگند او ثابت مراكز لري او نه د سترو كارونو امكانات؛ عملاً گورو چي دلته په جوماتونو كي له چاودنو پرته بل كار نه تر سترگو كېږي؛ او د گاونډېو په خلاف يوازي تر لسو لږ ړانده داسي راكټونه توغول شوي چي له آمو سيند د اوښتو توان ئې هم نه درلود. دا ټول ښيي چي د امريكا گواښونه بې دليله او هسي پلمې او بهانې دي.

امريكا د افغانستان د ستونزو حلولو په ارتباط هيڅ رغنده او واضح طرح نه لري؛ د ماضي له تكرار پرته بل او نوى بديل نه دئ ترې اورېدل شوى.

د سيمي او گاونډيو له وضعيت او د ځينو لوريو له اظهاراتو او اقداماتو داسي معلومېږي چي خداى مه كړه موږ به ښايي د 2001 ميلادي كال له وضعيت سره بيا مخامخ شو؛ له يوه بل مشترك بريد؛ د امريكا تر مشرۍ لاندي؛ داسي چي گاونډيان به مو يو ځل بيا د بريدگرو ملگرتيا وكړي؛ ځيني ډلي همدې ته منتظر دي او همدا غواړي.

هغه څه چي افغانان ئې بايد وكړي؛ دا دي چي د بلي نيابتي جگړي د پيلېدو او له تكرار ئې مخنيوى وكړي، او پرېنږدي هېواد مو يو ځل په داسي جگړي كي ښكېل شي

له دې حالت د هېواد د ايستلو مسئوليت تر ډېره بريده إمارت ته متوجه دئ؛ د رغنده تصميم فرصت لري؛ د وضعيت د دوام بدي پايلي ئې هم تر نورو وړاندي دوى ته صدمه رسوي. داسي طرح بايد وړاندي كړي چي ټول افغان لوري پرې قانع كړي او د بحران په عاجل او دائمي حل كي مرسته وكړي؛ داسي طرح چي له مخالفينو بلا قيد وشرط تسليمېدا غواړي؛ د منلو او عملي كېدو احتمال ئې ډېر كمزورى دئ.

وروڼو خوېندو!

نړۍ وال وضعيت هم داسي دئ چي د يوې بلي ستري جگړي په لوري درومي؛ پر تايوان د چين د بريد احتمال زيات شوى، چين ته د متحده ايالاتو د جمهور رئيس جوبايدن جدي او توند گواښ ښيي چي د داسي پېښي احتمال قوي گڼي؛ هغه ويلي: كه چين پر تايوان بريد وكړي نو امريكا به په نظامي عملياتو لاس پوري كړي؛ كه څه هم جوبايدن د گواښ تر څنگ دا هم وويل چي د واحد چين له معاهدې سره موافق دي؛ خو نه د زور كارولو له لاري؛ چين په ځواب كي ويلي: امريكا د واحد چين معاهده نقض كړې. له همدې گواښ وروسته؛ په حساسي سيمي او حساس وخت كي د چين او روسيې گډ هوايي مانور د دې ښكارندوى دئ چي په جنوب شرقي آسيا كي د داسي جگړي احتمال شته چي يوه لوري ته به چين او روسيه او بل لوري ته ئې امريكا او ناټو پكي ښكېل وي.

دعاء كوو چي الله تعالى زموږ مظلوم ولس او جنگ ځپلى هېواد د كورنيو او بهرنيو دښمنانو له شرارتونو وژغوري، د دښمنانو توطئې شنډي كړي او له ناامنيو، جگړو، فقر او لوږي فارغ افغانستان او بشپړ اسلامي نظام زموږ مظلوم ولس ته ورپه برخه كړي. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک