No-IMG

د نړۍ د نورو هېوادونو او لوبغاړو په منځ کې د افغان کرکټ او لوبغاړو موجودیت

لکه زړه کلا کې باغ د ګلو وینه

څه موده مخکې له ننګرهار څخه استاد شیر حسن کمالزي په یو پیغام کې ویلي وو: «په آی پي ال کې د راشد خان تر هرې لوبې مخکې دوه رکعته نفل کوم او دعا کوم چې هغه یې وګټي، ځکه چې د هغه په بري سره ټول افغانستان ښه یادېږي....» ډېرو نورو وطنوالو هم همداسې پیغامونه استولي او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي‌ دي.

حقیقت دا دی چې له کرکټ سره زما او د ډېرو نورو افغانانو مینه د دې لپاره نه ده چې موږ د دغې لوبې افراطي مینه وال یو او یا دا لوبه مو کاروبار، ژوند او تجارت دی. نه هېڅکله داسې نه ده.

بس چې د وطن رشته ورسره نه وي، تش توپ‌ او ډنډه څه ارزښت لري؟

د کرکټ له برکته په نړۍ کې د افغانستان نوم تل ښه یاد شوی، ملي بیرغ ښه او ویاړلی رپیدلی دی او نړۍ ته د افغانستان ښکلی او مثبت تصویر وړاندې شوی. افغان کرکټ‌ د افغانستان او افغانانو د استقامت، مبارزې، صبر، زغم، استعداد ښودنې، هویت، اتحاد او پرمختګ بارزه نمونه ده. افغان کرکټ ځوانان د افغانستان «ښه سفیران» بلل کېږي

د نړۍ د نورو هېوادونو او لوبغاړو په منځ کې د افغان کرکټ او لوبغاړو موجودیت لکه:

ځان یې زړو جامو کې جوړ کړ 

لکه زړه کلا کې باغ د ګلو وینه

موږ له افغان کرکټ او کرکټ لوبغاړو سره یوازې د وطن لپاره مینه لرو. د وطن د نیکنامۍ لپاره دې دوی نور هم وځلېږي او خدای دې په وطن کې مخکې او وروسته ټولې چارې سمې کا!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک