No-IMG

د پښتو ورځ!

د پښتو ژبې ودې او فرهنګ ته ډيرو معززو پښتنو ليکوالانو کار او خدمت وکړ چا د ليکنو له لارې چا د چاپي او ان لاين خپرونو له لارې چا د اثارو د چاپ له لارې چا د شعر او نثر له لارې ,چا د ټپو او سندرو له طريقه او ځينو د ادبي ډرامو او طنز په ژبه مګر زه د قران پلوشې د تفسير ليکوال(حکمتيار صيب) ته افرين وايم او ستايم ئې, يو سياسي رهبر له دومره مصروفياتو سره سره دومره ستر خدمت له معجزې کمه نده.

 ليکوال په کره پښتو چي په ګرامري او ادبي لحاظ بډايه ليکدود و په لومړی ځل دا تشه په افغاني ټولنه کې په ښه معيار ډکه کړه چي دا د (قران پلوشې) د تفسير چاپ و.

 دې ليکوال په مختلفو مسايلو چاپي اثار ليکلي چي تعداد تقريبا يي د تر اوويا(70) زيات دی او تر ديرشو پورې چاپي اثار زموږ په دويمې خوږې ژبې دري يا فارسي هم ليکلي او چاپ کړي دي.

نور انتخابونه مي:

همدا شان زبير شفيقي,مرحوم شپون صيب, مرحوم رشاد صيب,ښاغلی اسمعيل يون , جهاني صيب,مرحوم خالص بابا صيب ,قتيل صيب, ح رفيع صيب , د شهرت ننګيال وينه په قلم کې اثار, همدا شان بهيج عثماني صيب بې سياله پښتو انګليسي ډکشنري په شمول ډير مهم علمي اثار چاپ کړې دوي زما پرلپسې انتخابونه دي همدا شان ښاغلی اسد دانش د دانش خپرندوي مرکز مشر پښتو ژبې ته ډير لوړ خدمتونه کړي دي البته پورته ذکر شوي خلک په فکري او سياسي لحاظ  په ځينو مسايلو کې نه پخپل منځ کې او نه زما د فکر ملګري دي.

ميرمنو: پدې ډګر کې ښځو دومره خدمت کړی چي له نارينه و مخکې ندي نو کمې هم ندي.

ان لاين خدمتونه:لر او بر, افغان ځواک, بينوا,روهي,ټاټوبی, تاند او داسې نور..... د يادولو دي له هريو ځانګړې مننه.

په ځوان نسل کې ښه راټوکيدلی او راپورته شوی فرهنګي ځوانان لرو باور لرم چي دوي به له تير نسل ډير وړاندې تللي وول خو له بده مرغه سياسي بيخچنو بدلونونو ډير ناهيلي کړل,دعاء کوم چي الله ج دی تلپاتې سوله,ملي عدالت,ټولشموله سياسي نظام رامنځ ته شي او زموږ نيمګړې هيلې دې د بشپړيدو پر طرف يون پيل کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک