No-IMG

مسلمانان په خپل دین کې پاتې او له ناکامۍ سره مخ شوي!

زمونږ د مسلمانانو لویه ستونزه او اشتباه دا ده چې د دین اصلي اساساتو ته ژمن نه يو، بلکې د قدرت او امتیازاتو لپاره له دین او سیاست نه په غلط شکل استفاده کوو او هر څه ته نمایشي بڼه ورکوو.

متاسفانه په سیاسي اجتماعي او ټولنيز کارونو کې ناکام یوو، همدا دليل دی چې ډیر په اسانۍ سره د پردیو غلطو سیاستونو ښکار شوي یوو. يوازينی علت ئې همدا دی چې موږ مسلمانان په مجموع کې هم له دین نه شاته پاتې یو، او هم په دین کې له سیاست نه غلط تعبیر اخلو او په عین حال کې په هر څه کې افراط کوو. حال دا چې زموږ په مقدس دين کې سیاسي جوړ جاړی او ملي ثبات ډیر په واضح شکل سره تعریف شوي دي. حتی که اشتباه ونه کړو سیاست او ثبات د دین یوه مهمه برخه بلل کیږي.

هر چا چې له دین سیاست او ملت نه د خپلو شخصي قدرت امتیازاتو او ګټو لپاره په غلط شکل استفاده کړې هغوې له تور برخلیک سره مخ شوي دي. ښه به دا وي چې دغه کوم فرصتونه چې الله تعالی مسلمانانو ته ورکړي نو که په سمه توګه مدیریت شي نو په هیواد کې به ټول وګړي له هر څه نه مستفيد شي، د دې بدبختیو ناخوالو نه به د تل لپاره په امان کې شي او ليرې نه ده چې بيا به ټول د ورورولۍ ژوند کوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک