No-IMG

ترکیه او کرویشیا ولې د فنلنډ او سویډن د ناټو د غړیتوب مخه نیسي؟

دا چې دا مهال د یوکراین جګړه روانه ده، روسیې سره د دغې جګړې بنیادي او قوي دلیل دا دی چې د یوکراین د ناټو غړیتوب اصلا د روسیه د مخنیوي لپاره د امریکا د پلان برخه ده. همدا راز د ناټو د غځونې د پروسې مخالف جهت یواځې روسیه نه بلکې چین او ځینې نور هغه هیوادونه هم دي چې دوی د ناټو غځونه خپل ملي امنیت او بهرني سیاست لپاره خطر بولي.
له هغې وخته چې د یوکراین جګړه پیل شوې، فنلنډ او سویډن دوه شرقي اروپايي نارډک هیوادونه چې د روسیې شمال غرب ته پراته دي د خپل ملي امنیت د تشویش او د روسیې د حملې له وېرې دې ته تیار شوي چې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي. دغه دوه هیوادونه له پخوا بې طرفه هیوادونه پاته شوي‌ او توانېدلي چې د غربي او شرقي بلاک تر منځ ځان په یو شکل ناپېلتوب ځان وساتي. د یادونې وړ ده چې له بلاروس او یوکراین پرته د دې دوه هیوادونو شا او خوا ټول هیوادونه د ناټو غړي دي.

څه وخت مخکې چې دې دوه هیوادونو عملا د ناټو د غړیتوب پروسه پیل کړه، له روسیې پرته دوه هیوادونو ترکیې او کروشیا د دې تصمیم مخالفت وکړ. دا چې ترکیه او کروشیا دواړه د ناټو غړي دي ولې د سوېډن او فنلنډ د غړیتوب مخالفت کوي؟

لنډ ځواب یې دا دی چې ترکیه او کروشیا غواړي د فنلنډ او سویډن په غړیتوب یو څه سیاسي ګټې لاس ته راوړي، دوی نه غواړي دا دوه هیوادونه په مخته د د ناټو د اتحاد برخه شي.

ترکیه رسنیو ته د عام ذهنیت لپاره دا دلیل وايي‌ چې فنلنډ او سویډن د کردانو پي کا کا سره اړیکې لري. پي کا کا د کردانو هغه تنظیم دی چې ترکیه ورسره په سوریه کې جګړه کوي‌ او دوی یې تروریستان بولي.‌

همدا راز کروشیا د عام ذهنیت جوړولو لپاره رسنیو کې دا وايي‌ چې مخکې له دې چې د بوسنیا او هرزیګوینا  په انتخاباتي سستم کې یو څه تغیر نه وي‌ راغلی دوی به دغه دوه هیوادونه په ناټو کې ونه مني.‌

د ناټو اصول دا دی چې د نوي غړي د غریتوب سره باید د ناټو ټول هیوادونه موافق وي، پّ تخنیکي‌ لحاظ ترکیه او کروشیا کولای شي چې د دې دوه هیوادونو د ناټو د غریتوب مخه ونیسي. دوی په دې هم پوهېږي چې غرب له دې پرته بله لار نه لري چې د ترکیې او کروشیا غوښتنو ته سر کېږدي.

ترکیې د غرب له دغې محبوریته ډېره عاقلانه استفاده کړې او لا یې هم کوي. دوی د یوکراین د جګړې پر وخت، سره له دې چې د ناټو برخه ده، یوکراین او روسیې سره یو شان اړیکې مثبتې وساتلې. دا د ترکیې په قوي ډپلوماسۍ دلالت کوي.

دا مهال د ناټو د غځونې د مخنیوي په پلمه ترکیې غواړي له لاندې دوو یوه لاسته راوړنه ولري.

ترکیه به دا مهال په دې فکر کوي غرب ته د فنلنډ او سویډن د ناټو غریتوب سره د موافقت لپاره یو څه شرایط کېږدي. ممکن دا شرایط د فنلنډ او سویډن د پي کا کا سره تعامل او د ترکیې اقتصادي ستونزو سره د مرستې په باب وي. اردوغان څه موده وروسته انتخابات لري او غواړي له دغسې فرصته داسې څه لاس ته راوړي چې دی پرې انتخاباتو بری تر لاسه کړي.

که غرب د ترکیې شرایطو ته تیار نه شو، ترکیې لپاره یواځینۍ لاره دا ده چې روسیه سره د فنلنډ او سویډن د غریتوب په مخالفت سیاسي معامله وکړي. دې معامله کې به اقتصادي مسائل، تجارت، ایس ۳۰۰ او د اسلحو نور تعاملات شامل وي خو اصلي قضیه به سوریه او لیبیا وي.‌ دا چې دا مهال روسیه غواړي‌ په یوکراین کې د نظامي او اقتصادي فشار له امله له سوریې او لیبیا قرار پښې وباسي او یا لږ تر لږه هلته د ځان بسپنې لپاره نور ملګري پيدا کړي تر څو پر دوی بوج کم شي. سوریه کې روسیه په دې فکر ده چې خپل ځان خپل ملګري ایران ته پرېږدي خو ترکیه فکر کوي چې د یوې سیاسي معامله په شکل دوی ایران له سوریې ټیله کولای شي.

که د ترکیې او روسیې دغه معامله وشوه، د منځني ختیځ راروان نظم به لوی تغیر سره مخ شي. ترکیه به په منځني ختیځ کې له پخوا ډېره قوي څرکنده شي.

اردوغان له غرب او روسیې دواړو سره په سیاسي معامله کولای شي،‌‌ ځان راروانو انتخاباتو ته قوي کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک