د غازی محمدجان خان وردگ مختصره پیژندنه
زلمی زابلي
د عيسوي حساب ۱۸۷۹ كال و، په دغه كال كې د كورنيو جگړو ځپلي او استعمار ټوټې ټوټې كړي افغانستان د پايتخت كابل په عسكري منصبدارانو كې د محمدجانخان وردك په نامه چه د توپچي يو مسلکی جنرال و ، وروسته بيا د غازي محمد جانخان په نامه مشهور شو .
له خپل ملك او خپل ولس سره یی بې اندازې زياته مينه لرله.... دا وخت د غربي استعمار ښامار د هند لویه او پراخه ځمکه له خپل ستوني نه تيره کړی وه او خوله يې د گران افغانستان لور ته هم را اچوله پېښور او كويټه يې ترې شكولي وو او خيبر او بولان د هضمولو په هڅه كې وو..... د افغانستان په زړه كابل كې د سرو گوره گانو فوځونو غوبل جوړ كړى وو، د ټول ملك د تباهۍ او د ټول ملت د ابدي غلامۍ او مريې توب سخت خطر وو..
پادشاه د خپلې كمزورۍ په نتيجه كې د پيرنگيانو په لاسو كښې غلام او بندي وو
او د واكمنې كورنۍ د افرادو تر منځ په ملك كښې د واك او اختيار د خپلولو په غرض نه ختميدونكې جگړې روانې وې...
د يوې كورنۍ د افرادو د ځانگړو او شخصي غرضونو د سركولو د پاره په ټول ملك كې د بې اتفاقيو او شخړو اور بل وو... انگريزي استعمار هم د خپلې كاميابۍ په غرض دغه اور ته ببوزى واهه او هغه د لوگي د پردې تر شا پسې را وړاندې كيده او د لوى اما كمزوري شوي افغانستان د وجود نه يې ټوټه ټوټه بيلوله او د خپلې هندي مستعمرې په پيڅكواو لمنو پورې يې ورتپله...
په داسې خطر ناك وخت او دا راز تياره محيط او ماحول كې زموږ ځلمي جرنيل محمد جان خان وردك د خپلې مقدسې عسكري وظيفې او د خپل ډير درانه مسړليت احساس د اشتعال داسې درجې ته رسولى وو چې د قام او ولس د ډيرو ساده مغزو او مړو احساساتو لرونكي افراد يې هم په شور ورسره راوستل....
زلمي جرنيل د هغه وخته دغه خطر ليد چې ډير پيرنگي فوځونه كابل ته نه وو را رسيدلي ، دى به ډير ځله په نيمه شپه كې په ډير اضطراب له خوبه را پاڅيد خپلو توپونو ته به ورغى اوپاكول به يې، لاسونه به يې پرې وهل او ښكلول به يې ... كله به د نيمې شپې په تپه تياره كې چې واورې به هم ورېدلې خپل توپونه به يې راويستل يوه خوا او بله خوا به يې گرزول په لوړو به يې خيژول ، غرونو ته به يې پورته كول او بيا به يې كندو او ژورو ته كوزول.. خلكو ته به دده دا شان كارونه ناآشنا او د ليونو شانته ښكاره كيدل او په مطلب به يې نه پوهېدل ... خو حقيقت دا وو، چې د جرنيل محمد جانخان زړه د خپل لوى افغان او ستر افغانستان د ټوټه ټوټه كيدو د خطر په رارسېدو دومره پريشانه او مضطرب شوى وو چې شپه او ورځ او غرونه او كندې يې په نظر كې يو شان ښكارېدل...
دهغه سره د خپل ځان او خپلې كورنۍ غم نه وو هغه د كوم مقام او موقعيت يا دكومې رتبې او درجې د گټلو خواهش نه درلود... دهغه فكر او آرزو دومره لوړه او عالي وه چې داشيان ورته ډير سپك او حقير ښكاره كيدل ... د هغه سره د ټول ملك لوى افغان او ستر افغانستان غم وو ..
هغه ته څرگنده وه چې د ملك ننگ ، شرافت او آزادي تراوسه پورې د ټول افغان د اتفاق په زور ساتل شوې او اوس هم د ټول افغان د متحدكولو زور په كار دى چې د خپل پلار نيكه ټاټوبى وساتي او افغاني پگړۍ پرې نه ږدي، چې د انگريزي استعمار د آسونو په پښو كې په مځكه پريوزي.. نو ځکه یی خپله ایمانی دنده باله چه خپل دین دوطن د ازادۍ په وړاندی د نورو مشرانو مجاهدینو چه په کابل کی یی مرکزی هسته تشکیل کړی وه ، تر څنگ ادا کړی
غازي جرنيل د (گوربت ) نومي غره په لمنه كې زيږيدلى او لوبيدلى وو او غوښتل يې چې د ( گوربت) يعنې (عقاب) په څېر خپل ټاټوبي او وطن د خپل گران ولس او لوى افغان آزادي وساتي. جرنيل محمد جانخان تر هغه وخته لا ځينو ساده گانو ښه نه پيژانده، چې د افغانستان ښكلى او گران مركز كابل د انگريزي فوځونو د آسونو تر پښو لاندې شوى نه وو ... په دغه وخت كې د زلمي جرنيل د صبر كنډول بېخي ډك شو ځكه چې په گران افغانستان كې استعماري فوځونو غوبل جوړ كړى وو، دده ښكلي توپونه د بابر د غونډۍ په سر كښې وو، چې ددښمن پوځونو ته نژدې وه خو دى پخپله د كابل نه لرې د ( وردگو) په منځ كې پخپله كلا كې له ملك څخه د دښمن د شړلو او خپل قام اوولس ته له هغوى څخه د نجات وركولو په فكر كې ډوب وو... د لرې او نژدې ځايونو څخه د افغاني زلميانو ډلې ډلې د جرنيل ځاى ته راغونډېدل او په دې ترتيب د استعمار نه د وطن د نجات د پاره لوى لښكر جوړ شو .... د لښكر شمير چې د شلو دېرشو زرو كسانو نه زيات شو او جرنيل ته دا يقين وشو، چې د هېواد نه ددښمن د شړلو دپاره كافي ځلميان راغونډ شوي دي نو يې معطل ونه كړ او سم دلاسه په كابل ور روان شول... د نورو کابل میشتو غازيانو د ډلی سره یو ځای شوو
دغازیانو او د استعماري فوځونو تر منځ پر له پسې او ډير خونړي جنگونه وشول خو دښمن بالاخره د ځوان جرنيل او کابل میشتو او ولایتونو راغلی مجاهدینو مقاومت او جهاد ته ټینگ نه شول
داسې ماتې يې ورکړه چې بيا يې د همېشه د پاره كابل ته شا واړوله.
په یوه روایت په دی جگړه کی د انګریزانو اتلس زره اردو تباه شوه
خو ځینی نور روایتونه بیا د انگریزانو دقیق تلافات تر پنځه دیرش زره کسانو لیکلی دی