No-IMG

د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه زوی عبدالله څنګه مین شو؟

حمید ماشوخیل

 

اور په ټوکو بلوې په رښتیا لګي

ژړولي دي ډېر خلک په خندا عشق

د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه زوی عبدالله څنګه مین شو؟

جعفر بن ابي طالب په موته کې مړ شو، مېرمن يې عاتکه بنت زید ترې پاتې شوه، عاتکه پېغله، ښایسته او خوش اخلاقه وه، نو عبدالله بن ابي بکر پرې جرګه وکړه. او په نکاح يې کړه، ډېره مینه یې ورسره پيدا شوه، کله چې مسلمانان د هوازن جګړې ته چمتو شول، عبدالله هم له جنګیالیو سره ووت، سخته جګړه يې وکړه، ټپونه يې وخوړل، کله چې مدینې ته راستون شو، عاتکې ورته ډېره پاملرنه وکړه، څو يې ټپونه ښه شول.

د خپل زړه دروازې يې د خپلې میرمنې عاتکې په لور پرانستې،  په عبدالله کې د ابوبکر د کورنۍ زړه سوی و، نو پرې مین شو، تر دې چې له کوره ترې بهر نه شو وتلی، له هغې پرته يې دنیا نه لیدله.

عاتکې هم ډېره زیاته مینه ورکړه، د هغه په زړه کې یې خپل مقام ولېده، نو په ډېرو چارو کې پرې زوروره شوه، نظر يې معتبر شو او د کور واک يې په لاس کې واخیست. په دې یې بسنه ونه کړه چې زړه يې ترې واخیست، بلکې عقل يې ترې هم واخیست، دا کار په ابوبکر ښه ونه لګېده، خپل زوی ویني چې په خپله میرمن کې ویلي کیږي، په کور ناست دی، جهاد ته نه ځي، عبدالرحمن بن ابي بکر د خالد بن الولید په لښکر کې ووت، خو عبدالله د عاتکې په څنګ کې پاتې شو، دوه ساحرانه سترګو کې يې ډوب دی، ابوبکر هوډ وکړ چې خپل زوی ورټي، څو بېرته خپلې لارې ته راستون شي.

پلار او زوی سره مخ شول، عبدالله يې ورټه، هغه ورسره ژمنه وکړه چې نور به بازارونو ته وځي،  مسجد ته به هم ځي، دا چې څنګه کور ته راستون شو، او په عاتکه يې سترګې ولګېدلې، هر څه يې هیر کړل، د خپل پلار خبرې يې هېرې شوې، خپل پلار يې هېر کړ، خپل ځان يې هېر کړ، یوازې يې د خپل زړه ټوټه عاتکه یادوله.

عبدالله ورسره په کور کې پاتې شو، بازارونو ته هم ونه وت، جهاد ته هم نه ولاړ، مسجد ته هم نه ولاړ، بلکې د مینې او خیال په نړۍ کې والوت. ابوبکر انتظار وویست، کیدای شي چې د زوی مینه یې له خپلې میرمنې سره د ورځو په تېرېدو زړه شي، د مینې سکروټه مړه شي، خو څومره چې به ورځې او شپې تېرېدلې مینه به يې نوره هم زیاتېدله، د ابوبکر رټنه نه وه، سمه د اور لمبه وه چې په سینه کې يې بله شوه.

عبدالله په ټول اخلاص هڅه کوي چې له دې مینې څخه روغ شي، خو کله څوک په زړه واک لري؟ عبدالله هڅه وکړه چې زړه راونیسي، خو ناکام شو.

ابوبکر د جمعې په ورځ لمانځه ته ووت، په عبدالله باندې تېر شو، هغه عاتکې ته ناز ورکاوه، مینه یې ورکوله، خو ابوبکر ورسره خبرې ونه کړې، په خپله مخه لاړ، عبدالله سره وخت و چې لمانځه ته ووځي، موذن اذان وکړ، خلکو لمونځ ادا کړ، ابوبکر راستون شو، لمونځ وشو، عبدالله لا همغسې لګیا دی، عاتکې ته ناز ورکوي، ابوبکر سخت په غوسه شو، زوی یې اخرت په دنیا خرڅوي، ورغږ يې کړې او ورته يې وویل:

- عبدالله جماعت دې وکړ؟

عبدالله وارخطا وویل:

- او خلکو لمونځ وکړ؟

ابوبکر وویل:

- بلې.

بیا یې خپل زوی ته په جدیت وویل:

- عاتکې له کار او روزګاره ویستلی یې ، د فرض لمونځونو څخه يې هم غافله کړی یې.

ابوبکر وګرځېده او له زړه يې وینې څڅېدلې، هغه د خپل زوي د مینې په مقدار پوهېده، خو مېرمن به یې دین ورخراب کړي.

عبدالله په خیال کې ډوب شو، سر يې  ټيټ نیولی دی، بیا یې په ځان پسې پښې راکښلې، په څېره يې غم انځور و، نېږدې وه چې زاره يې چاودلای وای. د پلار وروستۍ خبره يې په زړه کې انګازې کوي، ټول وجود يې خوځوي: "طلاقه يې کړه" همدا غږ یې د شیخ له خولې واورېده، له لاسو نه یې د عاتکې وتل د روح له وتلو سخت دي.

دا چې له پلار سره يې ژمنه کړې وه چې خپله مینه به قابو کړي خو مینه پرې غالبه شوه. نو اوس له جلا والي بله لار نشته، ای کاش د طائف په ورځ هغه شیبه مړ وای چې په غیشي ولګېده! د هغې ورځې د غیشې ټپ يې د نن ورځې څخه اسان و.

غیشی یې په بدن ولګېده، وینې يې کړ، خو دې خبرې يې روح ټپي کړ، د روح ټپ کله دواء لري.

عبدالله خواشینی زړه او غمژنه څېره ولاړ دي، عاتکه راغله، هڅه يې وکړه چې خپل غم ترې پټ کړي، خو کله کيدلای شوای، مینه او د مینې درد کله پټېدلای شي. معشوق دې ته کله اړتیا لري چې د زړه خبره دې په خوله وکړي، عاشق يې په زړه پوهیږي، دواړه یو روح ګرځېدلی دی.

عبدالله په ډېر تکلف د ارمتیا هڅه وکړه،  خپله غیږه يې ورته خلاصه کړه او په شونډو يې موسکا انځور شوه، هغې يې په غیږه کې د پخوا په څېر ځان ونه غورځاوه، په مینه یې غږ ورنه کړ، په وارخطايې وویل:

- هلته څه دي؟

- هیڅ.

- زما په مینه دې ستا سوګند وي عبدالله، سمه خبره راته وکړه.

د عبدالله په اننګیو اوښکې وبهېدې،خپلې خورې څنګلې یې راټولې کړې، سر یې ټيټ کړ، اوښکې يې له سترګو روانې شوې.

- ته ژاړې؟

- جدايي ده.

عبدالله په خپله مخه روان دی، هرې خوا ته چې وګوري له عاتکې پرته ورته څوک نه ښکاري، خو ترمنځ یې اړیکي شلیدلي دي، اوس نو عاتکه یوازې یو یاد پاتې شوه. یوه شپه عبدالله هڅه وکړه چې ویده شي، خو سترګې يې پټې نه شوې، بام ته وخوت، هغه ستوري څاري چې د دوی د مینې شاهدان وو، اوس يې د شوګیر او بدبختۍ شاهدي وایي. عبدالله ته خپلې خوږې ورځې وریادې شوې، په زړه کې یې لفظونو طوفان جوړ کړ، د مینې په شاتو خواږه شوي لفظونه يې د خیال په طلایې تار وپيل، ویې ویل:

عاتکې تر څو چې لمر راخیژې نه دې هېروم

او تر څو چې طوق لرونکې قمري چېغې وهي نه دې هېروم

عاتکې زړه مې شپه او ورځې له تاسره په هغه څه تړلی دی

چې خلک يې پټوي.

هغه خوش اخلاقه وه، د نظر او منطق څښتنه وه

حیاناکه او ريښتونې وه

زه خو نن د ځان په څېر څوک نه وینم چې د هغې غوندې څوک دې طلاقه کړې وي

او نه د هغې په څېر څوک چې په نه خبره طلاقه شوي وي.

ابوبکر په لمانځه ولاړ و، د خپل زوی غږ يې واورېده چې د زړه په وینو لړلی دی، زړه يې پرې وسوځېده، نور يې نو د خپل زوی په شکنجه تاب رانه وړه، ورغی، ورته يې وویل:

- ای عبدالله عاتکې ته بېرته رجوع وکړه.

عبدالله دومره خوشاله شو، لکه  سیند وړی چې له سینده نجات ومومي، په خوشالۍ يې چېغې کړې:

- تا پرې ګواه نیسم چې زه ورته رجوع کوم.

ابوبکر ولیده چې په خوشالۍ يې منډې وهلې، خپل مریه ایمن مخې ته ورغی، ورته يې په خوشالۍ وویل:

- ای ایمنه، ته د الله د رضا په خاطر ازاد شوې، تا ګواه نیسم چې ما عاتکې ته رجوع وکړه.

د شیخ زړه ډاډه شو، عبدالله د کور وروستۍ کوټې ته منډې وهلې، هلته يې منډې وهلې چېرته چې يې خوږه عاتکه معتکفه وه، او دی له ځان سره وايي:

عاتکې بې ګناه طلاقه شوې وې

او زه بېرته درته راوګرځېدم او دا کېدونکې وه

همداسې پر خلکو د الله تعالی بیلابیلې چارې پلي کیږي

چې په کې الفت او بیلوالی وي

زړه مې لا اوس هم د فراق له لاسه الوځي

خو چې الله رانیږدې کړې ارام يې کړ

مبارک دې وې ماته کله هم قهرجنه نه يې لیدلې

په تا ټولې ښکلاګانې پای ته رسېدلي دي.

ته هغه څوک يې چې الله تعالی يې مخ ښکلی کړی دی

او کوم مخ چې خدای ښایسته کړی وي هغه نه بدرنګه کیږي

 خوښۍ په دې وړه ځاله باندې وزرې ورپولې، خو د عبدالله هغه ټپ چې په طائف کي يې خوړلی و، بیا راوپارېده، نو د کور شو.  عاتکې يې د درملنې وروستۍ هڅه کوله، خو هڅې يې سیند یوړې، په عبدالله ناروغي سخته شوه،  ورځې تېرېدې او د ده ناروغي به سختېدله، د زمانې چرخ تیز شو څو یې د ژوند شپې ورځې ژر راونغاړي.

د مرګ نېټه یې راورسېده، عاتکې ته یې وکتل، غوښتل يې چې ډاډ ورکړي، خو د څيرې ‌نښو یې ورسره درغلي کوله، په څېره يې انځور شويو نښو دا ګواهي ورکوله چې نور نو د فراق شپې دي، د عاتکې سترګې له اوښکو راډکې شوې، خو ژر يې مخ بلې خوا ته واړاوه څو يې محبوب په سترګو کې ډنډ اوښکې ونه ویني او د ژوند په وروستیو شیبو کې يې په خپلو اوښکو لاپسې غمژن نه کړي.

عبدالله ته په یاد شول چې د رسول الله علیه السلام د تکفین لپاره يې په نهه دیناره یو ټوکر رانیولی و ، نو هغه يې راوغوښته، خلکو راوړه، د زنکندن شیبې يې شروع کېدې، ټوکر ته يې وکتل، بیا يې وویل:

- په دې کې خو مې بیخي مه خښوئ، که په دې ټوکر کې کومه ښېګڼه وای، نو رسول الله علیه السلام به په کې خښ شوای وای.

د عبدالله روح د جسد له پنجرې نه ازاد شو چې په اسمانونو وګرځي، عاتکه په لوی غم اخته شوه، په عبدالله به يې ژړل، نیږدې وه چې زاره يې پسې چاودلای وای، خپلې ساندې يې د زمانې په پلو پورې غوټه کړې:

په خدای که کومو سترګو دغسې زلمی لیدلی وي

په جګړه کې بریدګر، ساتونکی او زغمناک و

کله چې به جګړه ګرمه شوه، نو مرګ ته به ورننوت

نیزې به یې سرې کړې

له سترګو مې تر هغې اوښکې نه وچيږي

څو چې زمانه وي او کوتره سندرې وايي

او شپه روڼ سهار شړي.

جسد تیار شو، ابوبکر پرې په ډېره خشوع د جنازې لمونځ وکړ، له زړه يې وینې څڅېدلې، نفس يې دردمن و، او سترګې يې اوښلنې وې، بیا يې رابار کړ چې خښ يې کړي، خلکو جنازه بقیع ته یوړه، قبر ته یې عمر او طلحه ورکوز شول، عبدالله په خاورو کې خښ شو، داسې خاموش شو لکه یو خوږ ترنم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک