No-IMG

جومات د مسلمانانو د يووالي رمز او د ترقۍ او عزت د ژوند کولو الهام ورکوونکی مقام دی

رښتيا همدا دي چې جومات د مسلمانانو د يووالي رمز او د ترقۍ او عزت د ژوند کولو الهام ورکوونکی مقام دی، مګر له بده مرغه نن سبا زمونږ د مسلمانانو په ټولنه کې جومات خپل ارزښت بايللی دی، دليل يې هم خپله مونږ مسلمانان يو، نن سبا جومات څه چې حتی ملا هم د يوې ډلې، فرقې او حتی ځينې وخت د يو مَلَک، قومي مشر او شتمن شخص د سليقې د پياده کولو آله ګرځېدلی دی او جومات د دغو کارونو مرکز!! چېرې چې د مسلمانانو د يووالي پر ځای يو پر بل د تفاخر او تکابر خبرې له منبره اورو!

بيا ګيلې هم له خدای تعالی کوو چې زمونږ د ذلت حالت ولې نه رابدلوي؟ دعاګانې مو ولې نه قبلېږي؟!

حال دا چې الله تعالی خپل سنت او خپله نه بدلېدونکي پرېکړه مونږ ته اورولې چې تاسو خپل حال تغيير کړئ، هر څه مو خپله سمېږي!

مګر مونږ د حال په ژبه بېرته الله تعالی ته وايو چې لويه ربه! مونږ په خپل حال پاتې ښه يو، مونږ تغيير نه شو کولی، مونږ تعصب او ضد نيولي يو، که بدل شو او تغيير وکړو بيا خپلو سياسي او مذهبي رقيبانو ته کم راځو، موږ پرېږده؛ ته خپله پرېکړه بدله کړه!

والعياذ بالله

مونږ

جومات

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک