No-IMG

حکمتيار: تشكيل حكومت موقت؛ آن هم ائتلافى؛ تكرار تجربه ناكام قبلى است

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب ( جمعه 13 جوزا 1401(

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

لا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 56 البقرة 256  صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

په دين كي اكراه (او په زور منل) نشته، (په دين) سره هدايت له ضلالت او بې لاريتوب څرگند شوى؛ نو څوك چي له طاغوت (طغيان كوونكي) انكار وكړي او بيا په الله ايمان راوړي هغه په داسي كلكي كړۍ منگولي ټينگي كړې چي شلېدل ئې نشته او الله خو ډېر پوه اورېدونكى دئ.

وروڼو خوېندو!

په دې آيت كي ويل شوي: د الله تعالى سنت دا نه دئ چي خلك د دين په منلو مجبور كړي، د ده په دين كي څوك په زور سره دين ته اړ كول نشته، جهاد ئې د دې لپاره نه دئ فرض كړى چي دا دين د توري په زور په نورو تحميل كړي، جهاد د دې لپاره فرض شوى چي د مظلومو انسانانو هغه زنځېرونه او زولنې ماتي كړى شي چي ظالمانو د دوى په لاس پښو كي اچولې، ټول هغه خنډونه چي د انسان د آزادۍ مخه نيسي او هغه د بل غلامۍ ته اړ كوي؛ له منځه ولاړ شي، پر مظلومو او مستضعفو انسانانو د ظالمانو جابرانه او ظالمانه واكمني ختمه شي، د جبر او زور سلطه پاى ته ورسېږي، د انسان سر له خپل رب پرته هيچا ته ټيټ نشي، هيڅوك ئې حقير او ذليل ونه گڼي، هيڅوك ئې پر سر، مال او عزت د تېري كولو جرأت ونكړي، دا جهاد انسانانو ته دا موقع برابروي چي په پوره آزادۍ سره او د هر انسان له گواښ او وېري پرته د حق او باطل په اړه قضاوت وكړي، هيڅوك حق نه لري چي تا د دغه يا هغه څه منلو ته مجبور كړي، الله تعالى ته همداسي پيدا كړى يې چي د ښه او بد، حق او باطل، مفيد او مضر له منځه چي كوم غواړې هغه غوره كولى شې، آدم او حواء عليهما السلام ئې په جنت كي داسي پرېښودل چي ممنوعه او مضره ونه او مېوه ئې ورښودله او لارښوونه ئې ورته وكړه چي مه ورنږدې كېږئ؛ دوى په خپله خوښه او د شيطان په وسوسه؛ هغه وخوړله او په نتيجه كي ئې له جنت وايستل شول. الله تعالى دي نه د حق په منلو مجبوروي او نه دي له باطل په زور راگرځوي، ستا د لارښووني لپاره پيغمبر رالېږي، د هغه په لاس خپل كتاب ستا مخي ته ږدي، حق او باطل درښيي، دلائل ئې درته بيانوي او له هغه وروسته دا اختيار تا ته سپاري چي كوم يو غوره كوې او په كومي لاري د تلو اراده كوې؛ د ښه تصميم پايله به دي ښه او بد بده وي.

په دې آيت كي موږ ته ويل شوي: كه څوك له طاغوت انكار وكړي او بيا پر الله ايمان راوړي؛ په داسي كړۍ منگولي لگوي چي شلېدل ئې نشته، دا داسي رابطه ده چي هيڅ څه او هيڅوك ئې نشي قطع كولى، دا ځكه چي له طاغوت په انكار او پر الله تعالى ايمان سره تا ټول هغه خنډونه او موانع له خپلي مخي لري كړي چي د انسان او د ده د رب تر منځ خنډ كېږي او دا ځكه چي اوس تا له هغه چا سره خپلي اړيكي ټينگي كړې چي تل ستا غږ اوري، دعاء دي قبلوي، له حال دي خبر او په اړتياوو دي پوه دئ، له داسي (سميع: ښه اورېدونكي او عليم: ښه پوه) ذات سره اړيكي تل ټينگي وي او هيڅكله نه شلېږي.

وروڼو خوېندو!

افغانانو هم اسلام په خپله خوښه غوره كړى او هم حنفي مذهب؛ نه دېن په زور پرې تحميل شوى او نه مذهب.

په زور تحميل شوى دين او مذهب تر هغه وي چي زور ئې تر شا وي؛ خو چي زور پاى ته ورسېږي؛ نو خلك هم دا تحميلي دين شا ته وغورځوي او هم مذهب او پر هغه عمل.

دا څو پېړۍ؛ لږ تر لږه د عثماني خلافت له ړنگېدو وروسته؛ تر نن پوري إسلامي نړۍ له واقعي إسلامي حكومت محرومه وه؛ نه يوازي دا چي حكومتونه ئې دين او مذهب ته تمكين او التزام نه درلود؛ بلكي د دين د جرړو قطع كولو په لټه كي ول؛ پر افغانانو هم د انگرېزانو لاس پوڅو حكومت كړى، هم د روسانو او هم د اروپا او أمريكا؛ هر يوه ئې هم د دين ځپلو هڅه كړې او هم د دينپالو او اسلام ته ژمنو افغانانو؛ خو نه يوازي ونه توانېدل خپلو شومو او ناولو موخو ته ورسېږي؛ أفغان ولس له دين واړوي او كمونست او سيكولر ترې جوړ كړي؛ بلكي د دوى همدا هڅي په دې منتج شوې چي افغانان پر خپل دين او مذهب لا زيات ټينگ شي او د خپلو سرونو نذرانه كولو ته چمتو شي.

يعني د دين د پلي كولو لار دا ده چي د ظالمانو، مفسدينو او دين دښمنو ځواكونو ظالمانه سلطه پاى ته ورسوئ، اقتدار صالح او دينپالو ته وسپارئ؛ عدالت تأمين كړئ، خلكو ته عملاً وښيئ چي دين هغوى د بنده له بندگي ژغوري، په ټولني كي امنيت تأمينوي او د خلكو تر منځ عدالت راولي؛ داسي چا ته اقتدار سپاري چي ستا خادم وي؛ نه آقا او بادار؛ ستا د سر، عزت او مال ساتونكى وي؛ نه د اقتدار پر كرسۍ ناست او د رڼا ورځي غل؛ وروښيئ چي دين تا له تيارو رڼا ته بيايي؛ كه داسي وكړئ نو خلك به نه يوازي په خپله خوښه دين غوره كوي؛ بلكي تل به له خپل دين؛ د خپل سر او وينو په بيع دفاع كوي؛ همغسي لكه چي افغانانو د انگرېزانو، روسانو او غربيانو په وړاندي له خپل دين دفاع وكړه.

وروڼو خوېندو!

د إمارت إسلامي مسئولينو ته سپارښتنه كوو چي مه داسي خاص ډول جامه پر افغانانو مخصوصاً مېرمنو او نجونو؛ تحميلوئ چي نه په قرآن او سنت كي د هغه په اړه صريح نص شته او نه ئې د وجوب او تحريم په اړه كوم امر او نهي؛ او نه د احنافو د ائمه وو، فقهاءو، علماءو او مفسرينو په آراء او اقوالو كي كومه سپارښتنه او وينا؛ د احنافو په وړاندينيو ټولو علماءو كي پر دې شبه اجماع ده چي د مېرمنو مخ، لاسونه او  پښې په عوراتو كي شامل نه دي؛ او پر دې هم اجماع ده چي په حج كي به محرمي مېرمني نه مخ پټوي او نه لاسونه؛ يوازي د گوتو په شمېر متأخرينو؛ د سلف او متقدمينو د مسلمي رأى او فتوى په خلاف ويلي چي د فتنې د احتمال له كبله مخ پټول افضل او حتى واجب دي؛ ولي د داسي شاذ رأى له كبله نجوني له خپل مسلم حق؛ تعليم محرومي كړى شي؟!!

لطفاً دا ستونزه حل كړئ؛ د أفغان ولس نږدې نيمايي نفوس په داسي څه مه گمارئ چي نه الله تعالى پرې گمارلې، نه رسول الله  او نه د احنافو د مذهب ائمه او فقهاءو د هغه د وجوب او لزوم خبره كړې!!

برادران و خواهران عزيز!

مخالفين نظام؛ اخيراً و شايد به دليل بى نتيجه و غير مؤثر بودن عمليات مزعوم بهارى شان؛ طرحى براى حل بحران ارائه كرده اند؛ با آن كه نه روشن است، نه مى توان آن را موضع رسمي، واحد و نهائي خواند، به گونه اى كه تمامى مخالفين مسلح و غير مسلح بر آن متحد و متفق باشند؛ اما با وجود آن؛ يك انكشاف تازه تلقى مى شود. طرح شامل سه خواسته در سه ماده است:

مشاركت در قدرت و تشكيل حكومت موقت.

حضور نيروهاى خارجى؛ تحت پوشش ملل متحد و به منظور تأمين و تضمين امنيت مخالفين!!

برگزارى انتخابات.

هر چند خواست نخستين و اصلى شان؛ مشاركت در قدرت؛ چيزى است كه در دوران اشغال كشور؛ از سوى نيروهاى شوروى و متعاقب آن ناتو؛ و زمانى كه همين گروه ها؛ در رأس حكومت هاى دست نشانده اجنبى بودند؛ رئيس جمهور، وزير، والى و وكيل بودند؛ با هر طرح صلح با مخالفين مسلح و مشاركت شان در قدرت؛ به شدت مخالفت كرده اند و مانع اصلى در برابر تلاش هاى صلح بوده اند؛ هم با مصالحه ميان حزب اسلامى و دولت وقت؛ به مخالفت پرداخته اند و هم مصالحه با حركت طالبان؛ و اين نخستين بار است كه از مشاركت و انتخابات صحبت مى كنند؛ اما با آن هم؛ از نظر ما اين يك انكشاف مثبت است، ولى اين طرح چند عيب اساسى دارد:

•             راه را براى حضور مجدد نيروهاى خارجى باز مى كند؛ ملل متحد چيزى جز پوشش فريبنده براى حضور نظامى اجنبى تحت فرمان قدرت هاى بزرگ نيست؛ همين ملل متحد و شورىٰ امنيتش بود كه تهاجم ناتو و در رأسش أمريكا را بر افغانستان تأييد كرد و تمامى افراد و گروه هاى كه در فهرست سياه سى آى اى بودند؛ همه را در فهرست سياه گرفت و تحريم ها و محدوديت هاى ظالمانه را بر آنان وضع كرد. و كار را به آن جا كشاند كه تمامى فعاليت هاى ناتو در پوشش يوناما صورت مى گرفت.

•             تشكيل حكومت موقت؛ آن هم ائتلافى؛ تكرار تجربه ناكام قبلى است؛ هيچ أفغان مؤمن، وطن‌خواه و هوشيار با اعاده نظام قبلى و شبيه آن و اشتراك چهره هاى بدنام و مسئول سالهاى خونين اشغال و زمان اقتدار اين ها؛ موافقه نخواهد كرد؛ إصرار بر چنين شرائط نامعقول و غير قابل قبول معنى و نتيجه اى جز ادامه جنگ ندارد؛ متأسفانه برخى از اين چهره ها؛ فقط همين را مى خواهند؛ همه چيز اين ها با جنگ گره خورده.

•             اگر حكومت غير ائتلافى و بدون شرط مشاركت؛ و فقط براى برگزارى انتخابات شفاف و عادلانه را مطرح مى كردند؛ اين شرط و خواست؛ قابل بحث است؛ هر چند ما آن را نه ضرورى مى شماريم و نه عملى؛ ولى اگر إمارت اسلامى با آن توافق كند؛ از نظر ما مفيد است.

به اعتقاد ما؛ راه حل عملى و پذيرفتنى براى أفغان ها فقط اين است كه:

•             إصرار بر جنگ و تكرار تجارب ناكام قبلى؛ تحريم شود؛ راه صلح آميز، عملى و معقول بحران يگانه بديل جنگ گرفته شود.

•             همه جناح ها با انتخابات؛ مراجعه به آراء مردم و تمكين به إراده ملت توافق كنند.

•             نخست از طريق انتخابات شفاف و عادلانه و تحت مديريت كامل كميسيون مستقل انتخابات؛ شورىٰ ممثل ملت تشكيل شود؛ اين شورىٰ هم در رابطه به حكومت جديد و هم در رابطه به تمامى مسائل حاد و مهم ملى؛ چون تسويد و تصويب قانون اساسى جديد؛ نظام آينده كشور، نام نظام، بيرق و نشان، نقش أحزاب سياسى و بقيه أمور مهم تصميم نهائى اتخاذ كند.

•             حكومت آينده؛ طبق رهنمود هاى قانون اساسى جديد؛ تشكيل گرديده و قدرت به گونه مسالم آميز و بدون تأخير به آن انتقال يابد.

•             أحزاب سياسى تعهد كنند كه راه هاى نامشروع رسيدن به قدرت را براى هميش تحريم مى كنند و همواره به رأى ملت احترام و تمكين مى كنند.

وروڼو خوېندو!

كله كله څوك د دوست په جامه كي خپل ملگري او خپلي ډلي او گوند ته دومره تاوان رسوي چي د دښمنۍ په جامه كي ئې نشي رسولى؛ د يوه گوند او حكومت لپاره تر ټولو خطرناك دښمن هغه دئ چي په خپلو ناسمو كړنو، غلطو تصرفاتو، ناسمو تصميمونو، فساد، خيانت، له زور ځواك غلطي استفادې او خپلي شخصي دښمنيو پاللو سره له يوې خوا خلك ناراض كوي او له بلي خوا الله تعالى.

هغه ډله حتماً د الله تعالى له شديدي مواخذې سره مخامخ كېږي چي هم خلك ترې ناراض شي او هم الله تعالى.

د هر نظام بقاء او دوام په دې پوري تړلى دئ چي ملت ئې تر شا ولاړ وي؛ له تصرفاتو، پرېكړو او اجراءاتو ئې راضي وي، حكام داسي مومي چي د دوى وروڼه، خادمان، د سر، عزت او مال ساتونكي او د عدالت او امنيت پلي كوونكي دي، حكام تر دې وړاندي چي له ولس وغواړي شريعت او قانون ته منقاد وي؛ په خپله تر نورو زيات شريعت او قانون ته تمكين او التزام ولري او له هر راز خپل سري او قانون ماتوني په كلكه ډډه وكړي.

او د يوه نظام د نسكورېدو لړۍ هغه مهال پيل شي چي واكمن ئې مغرور شي، خداى هېر كړي، ولس ته شا كړي، خپل شعارونه او آرمانونه پرېږدي، د شتمنيو په راغونډولو بوخت شي، د واكمنو او ولس تر منځ حجابونه، واټنونه، توپيرونه او نارضايتي رامنځته شي؛ ولس داسي وانگېري چي واكمن ورسره د ورور په څېر نه بلكي د مفتوحه هېواد د اسيرانو په څېر چلن كوي، قانون ته تر پښو لاندي كوي، خپلسري ته مخه كړي، وړوكى افسر او مأمور به ئې په خپلي سيمي او ادارې كي داسي وي لكه چي هم امير وي، هم صدراعظم، هم مفتي، قاضي، څارنوال، جلاد او د زندان مدير؛ په خپل سر تړل، نيول، وهل او وژل كولى شي او ملت إحساس كړي چي په تصميمونو كي شريك نه دئ او هر څه د واكمنو له لوري پرې تحميل كېږي

وروڼو خوېندو!

إمارت إسلامي ته په داسي حال كي سپارښتني لرو او مشورې وركوو چي د دوى بريا خپله بريا او ناكامي او بدنامي ئې د ځان او ټولو اسلامپالو ناكامي او بدنامي گڼو، په حكومت كي د مشاركت طمع او غوښتنه نه ترې لرو، د گواښونو په وړاندي ئې مرستي او ملگرتيا ته چمتو يو؛ ولس ته وايو پر ناخوالو صبر وكړئ؛ د داسي څه له ويلو او كولو ډډه وكړئ چي گټه ئې ډېر خطرناك كورني او بهرني دښمن ته رسېږي.

مشورې مو دا دي:

1.            له بحران د وتلو لپاره جامع، د أفغان ولس اكثريت ته د منلو وړ، معقوله، عملي او رغنده طرح وړاندي كړئ.

2.            ملت د ملي مسائلو په ارتباط هر تصميم كي شريك كړئ.

3.            خپل صفوف له هغو تصفيه كړئ چي:

•             مؤيد په مخالف؛ دوست په دښمن بدلوي او اغيارو ته پر يارانو ترجيح وركوي.

•             د حكومت او ولس تر منځ واټن او حتى دشمني او مخالفت رامنځته كوي.

•             او هغه چي له حكومتي واك غلطه استفاده كوي او خپل شخصي، قومي، فكري او مذهبي رقابتونه پالي.

4-           حساسو سيمو ته د زياتو جنگياليو لېږل اكثراً د گټي پر ځاى تاوان لري كه څه هم كله كله مثبت نتائج پرې مرتب كېږي؛ په جنگي سيمه كي زيات جنگيالي اداره كول گران كار وي؛

5-           د دې پر ځاى د سيمي له مخلصينو كار واخلئ؛ اعتماد پرې وكړئ؛ د سيمي امنيتي چاري هغوى ته وسپارئ. د داسي مؤمنو افغانانو شمېر په هري سيمي كي ډېر زيات دئ چي اسلام ته ژمن دي؛ د اشغالگرانو په خلاف جنگېدلي؛ په جنگي سيمو كي هم او په شاوخوا سيمو كي ئې هم.

6-           د هغو د راضي كولو ډېره هڅه مه كوئ چي پرون په واك كي وو او د فسادونو پرېړي دوسيې لري، د كور دننه عام ولس راضي كړئ؛ كه ئې راولئ نو له دې شرط سره ئې راولئ چي د ملي او شخصي شتمنيو د غصب، تالان او د قتلونو دوسيې به ئې د شريعت په رڼا كي څېړل كېږي

7-           دا بحران ژوري رېښې لري؛ ډېر كورني او بحرني لوري په كي دخيل دي؛ ډېرو ځواكمنو او شتمنو سيمه ايزو او نړۍ والو ځواكونو خپلي گټي په افغانستان كي له ناامنيو، شخړو او جگړو سره غوټه كړې؛ نه غواړي افغانستان كي ثبات او امنيت راشي او افغانان يو ځواكمن مركزي حكومت ولري؛ د افغانستان وېش، تجزيه او بې ثباتي خوښوي او په همدې كي خپلي گټي لټوي.

8-           موږ نږدې لس مليون مهاجر لرو؛ دا بحران په دې نه حل كېږي چي پنځوس سل هغه فراريان راضي او هېواد ته راستانه كړى شي چي پرون د اشغالگرانو د مټو په زور پر افغانانو تحميل شوي وو؛ د دوى په راوستو سره غربي هېوادونه هم نشئ راضي كولى او له دښمنيو ئې لاس اخيستو ته نشي تيارولى؛ هغوى نور شرائط او عزائم لري؛ دوى ته خپل مزدوران داسي برېښي لكه په گندگيو ناست مچان؛ نن داسي معامله ورسره كوي چي امريكايي ورځپاڼه ئې د أمريكا لپاره ستر پېغور او شرم گڼي.

راشئ ژور فكر وكړو او د بحران ډاډمنه حل لار ولټوو؛ سينه پراخه كړئ؛ ملت په تصميم كي شريك كړئ، دې ملت د اسلام او آزادۍ لپاره ډېري قربانۍ وركړې؛ د هېواد اصلي وارثان دوى دي؛ د دوى له ملگرتيا پرته هيچا د څه كولو توان نه درلود؛ چا چي څه كړي نو د ملت په مرسته او ملگرتيا ئې كړي؛ اصلي فاتحان دوى دي، مه پرېږدئ څوك داسي وانگېري چي دا هېواد دوى فتح كړى او د دې هېواد ولس د هغوى اسيران دي؛ بې ځايه غرور نظامونه نسكوروي.

دعاء كوو چي الله تعالى پر مظلومو افغانانو رحم وكړي، آزاد، خپلواك، له جگړو فارغ او د كورنيو او بهرنيو دښمنانو له شرارتونو ژغورل شوى خوندي افغانستان ورپه برخه كړي. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک