No-IMG

د افغانستان د پلار اعليحضرت احمدشاه بابا لنډه پېژندنه

حبيب الله ابدالي

 

احمد خان يې اصلي نوم وو. احمدخان د شاه زمان او زرغونې انا زوي او سدو خان لمسی وو. امحدخان په وړکتوب کي هم د رهبری نښي درلودې، نه/ ۹ کلن د خپل ورور سره د صفويانو په اخرو کي د قندهار په زندان کي بندي وو چي د پارس نوي پادشاه نادر افشار د زندانه خوشي او ځان سره پارس ته بوتلی، هلته د نادرخان څنگ ته لوي سو او نادرخان پکي د رهبری نښي ليدلې.

اخمدخان د نادرخان د اردو د افغاني لښکر چي په ۴۰۰۰ افغان جنگيالي سمبال وه مشر/ جنرال  وو. نادر خان اخر د خپلو د خوا ووژل سو، کله چي احمدخان خبر سو ژر تر ژره يې ځان ور ورساوه، نادرخان وژل سوی وو مگر د هغه کورنی يې د خطره خلاصه کړل، او د نادرخان لمسي شاه روخ په کوهنور الماس و نازاوه.

احمد خان لږ موده وروسته خپل لښکر د افغانستان په لور روان کړ، د افغانستان په قندهار کي يې د قومونو مشران راټول کړل، د پښتني قومونو مشر، د حاجي جمال خان بارکزي په ملاتړ يې يو لويه ملي غونډه جوړه کړل، ددې غونډي مطلب دا وو چي د افغانستان د پاره يو وړ مشر وټاکل سي او افغانستان د يو خپلواک مملکت په صفت اعلان سي.

د مشرانو غونډي د مشر په ټاکلو کي څو ورځي بحث وکړ، اخر اته ورځي وروسته د احمد خان پر سر تاج کېښودل او احمدخان د احمدشاه په نوم و نومول، افغانستان په ۱۷۴۷ کي د يو خپلواک مملکت په نوم اعلان سو.

احمدشاه لمړی د غلجيانو او ابداليانو بيا د ملت په يووالي بريالی سو. احمدشاه د قندهار ښار نقشه او بيا يې يو نوی عصري ښار جوړ کړ.

احمدشاه يو دينپاله او وطنپاله مشر وو، د هندي براعظم مسلمانانو د مرهټيانو د ظلم څخه د نجات غوښتنه ترې وکړل، احمدشاه خپل مگر هم نور لښکرونه منسجم کړل او د لوي هند سره يې غزا اعلان کړل، لوي هند يې فتح کړ او هلته يې خپل گډاگي ته قدرت وسپاره او دی خپله واپس و خپل جانان وطن افغانستان ته را ستون سو. احمدشاه يو لويه افغاني امپراطوري جوړه کړل او ملت ورته د بابا لقب ورکړ.

  د احمدشاه بابا د لويو جنگونو څخه تر ټولو مشهور د پاڼي پت جنگ دی، چي خپل په مشری يې و هندی لښکر ته چي د احمدشاه بابا تر لښکر څو چنده ستر وو ماتي ورکړل.

احمدشاه بابا په ۵۷ کلنی کي ۲۵۰ کاله پخوا د سرطان د ناروغی له امله وفات او د قندهار په مرکز کي چي هغه وخت د افغانستان پايتخت وو ښخ کړل سو.

د احمدشاه بابا د مرگ وروسته يې مشر زوي تيمور پادشاه سو. تيمورشاه  چي يو شهوتدوسته پادشاه وو، د افغانستان پايتخت يې د احمدشاه ښار/ قندهار څخه کابل ته انتقال کړ.

د احمدشاه بابا روح دي ښاده، جنت دې ځاي او لاره دې واپس ژوندی سي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک