No-IMG

د اردو ژبې نوموتی شاعر راحت اندوري د کرونا له کبله وفات شو

د اردو ژبې نوموتی شاعر او د شعر ویلو د یو خاص انداز خاوند راحت اندوري  هغه چې په اوس وخت کې یې میلوني مینه وال درلودل د کرونا ناروغي له کبله وفات شو، راحت اندورى يوازې د هندوستان نه بلکې د نړۍ په کچه د اردو ژبې ستر شاعر وو؛ شعر ليکلو او ويلو ځانگړى سبک او انداز ئې درلود.؛ دوه ځله کپل شرما شو کي مېلمه شوې وو او دواړه ځله ئې يادگاري شوگانې ثبت کړى وي؛ چي هره يوه به ئې ما څو څو ځله کتلي وي او لا ارزي، راحت اندوري اصلاً په قوم عرب (قريش) وو او د اردو ژبې يوازې شاعر نه وو بلکې( اردو ژبې مشاعرو) باندې ئې دوکتورا هم کړى وه، يو د هغه ډيرو محدود او کمو خلکو څخه وو چي د هند مغلوي دربار مشاعرو او مغلوي حکومت پر مهال د اردو ادبي مجلسونو په اړه ئې ډير زياته او دقيقه پوه لرله. پنځه شپږ کتابونه ئې هم ليکلي وو او اسيا نه علاوه امريکا او اروپا کي ئې هم ډيرو مشاعرو کي برخه اخيستې وه.
د ناروغی او د ژوند وروستی وخت کې يې دا بيتونه ليکلي

افواہ تھی کہ میری طبیعت خراب ہے

لوگوں نے پوچھ پوچھ کے بیمار کردیا

دو گز سہی مگر یہ مِری ملکیت تو ہے

اے موت تو نے مجھ کو زمیندار کردیا

راحت اندوری

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟