No-IMG

ميککانل ته؛ ستا ګټه دا نه ده چې افغانان آرام ژوند وکړي

پرون راهیسې ډیوه، امریکا غږ، بي بي سي او نورې رسنۍ د امریکا د سنا د غړي مېچ میککانل دغه خبرې بار بار له خپلو صفحو نشروي او کوشش کوي د دوی روایت د میککانل په شان د یو لوی مجرم په خوله تقویه کړي.

زه دغو رسنیو ته وایم چې د ژورنالېزم د اصولو له مخې دې مېککانل څخه دا پوښتنه هم وکړي چې؛

هغه وخت چې ته د سنا غړی وې په افغانستان بمباري کېدله، عام انسانان وژل کېدل، خلک له کورو ویستل کېدل، ګوانتنامو او باګرام کې د انسانیت جنازه ویستل کېده ته چېرې وې؟

هغه وخت چې د عراق پر عام ولس امریکايي جېټونو بمباریانې کولې، د عراق تېل یې غلا کول، خلک یې تښتول، په ابو غریب

کې یې د انسانیت جنازه ویستله ته چېرې وې؟

هغه مهال چې په لیبیا، سوریې، یمن او فلسطین کې د مسلمانانو په وجود او حقوقو لوبې کېدلې، تا کومه ورځ ځان تکلیف کړ؟ د امریکا په سنا کې دې د خپل دولت پر وړاندې دغسې څرګندونې وکړې؟

هغه ورځ چې په امریکا کې د فلویډ په شان سلګونه تور پوستي ستا د امنیتي ادارو د زنګانو لاندې ساه ورکوله، ته خپه شوې؟ ضمېر دې څه ونه ویل؟

هغه مهال چې د افغانانو پر سر د بمونو مور او د دنیا له ټولو لوی بم پریوت، تا څه وویل؟

اسرائیلو چې د غزې په ماشومانو، وړو، لویانو، ښځو او سړو بمباري کوله ته چېرې وې؟‌ کوم بل دې د اسرائیلو پر وړاندې سنا ته یووړ؟

نه، ته هغه وخت چپ وې ځکه د وسلو له هغوی لابیانو او آیپک له هغو لویو سرمایه دارانو چې کومې پیسې تا تر لاسه کولې، ستا سترګې یې تړلې وې، ستا ضمیر مړ‌ ؤ، اوس نو ستا وسلې نه خرڅېږي. ته مجبور یې دا کیسې وکړې، ستا ګټه دا نه ده چې افغانان آرام ژوند وکړي.

د دې هیوادنو په پښتو، دري ژبو رسنیو دې هم آفرین وي چې د انسانیت په تعریف کې یې دوی ته دونې تقدس ورکړی چې د دوی د هغو ظلمونو، قتلونو او انسان دښمنه کړنو پوښته نه شي کولی چې د دوی د تاریخ پر هره صفحه تور داغ دی.

تاسي میککانل ولولئ، د هغه د بهرنۍ پالیسۍ فلسفه او د سیاست طرز ووینئ، پوهېږئ چې انسان تښتونکي او تروریستان په سمه مانا څوک دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک