No-IMG

د افغانستان روغتونونه او بعضې داکتران اوس هم د مسلمانانو قتلګاه دی

۱. داکتران باید مجبور کړل شی چې نخسې ښکاره ولیکي

۲. معاینات د مرض یا علایمو مطابق وي

۳. معاینات باید ښکاره ولیکل شی، مریض نباید اړ ووسي چې معاینات دې حتما د داکتر په روغتون کې وکړي.

۴. د ټولو داکترانو اسناد باید وارځول شي.

۵. دواوې باید ټولې چک او کنترول شی

۶. عامه روغتیا باید د تفتیش ټیم ولري تر څو درملتونونه، روغتونونه د څار لاندې ونیسی.

تخلف صورت کې جریمه حتی جواز ترې سلب شی.

۷. که کوم داکتر اضافه معاینات ورکوي باید پوښتنه ترې وشی، مثلا د اچ پایلوری معاینات اکثر داکتران مریض ته لیکی خاص د پیسو په خاطر.

۸. غیر ضروری دوا که ورکوی باید جریمه شي، مثلا داکتر مریض ته وایي درد لرې؟ هغه وایي نه.

بیا هم چې ګورې د درد دوا یې ورته لیکلې وي.

اخ څه وکړم بې وسه یم،  خالي یو کال مسوولیت زما وي نو.

دوهم پړوا

۱. د معایناتو مواد باید وکتل شی چې معیاری دی کنه.

۲. لابراتوار وال څخه باید آزموینه واخستل شی

۳. قېمتونه باید وزارت ورته وټاکي، یو عکس،  یوه روغتون کې دری سوه اخلي بل روغتون کې ۵۰۰.

۴. کوښښ دې وشی تر ډېره درملتون د روغتون مربوط نوي، یا دې نخسه واضح وي تر څو مریض یې بل ځای واخلي.

دریم پړاو!

که زما واک وي، ټول روغتونه، شخصي معاینې خانې مې اړ ایستلې چې د یوه مریض ټول ریکار ( معاینات، نخسه، ټول مواد)  ریکارد او یوې معتبرې مرجع چې وزارت یې ورته ټاکي وسپاري، البته آنلاین یې ور ولېږي.

لومړی دې وزارت ګې مسوول کسان دا هر څه وڅېړې.

دوهم که مریض عارض کېده چې ما سره زیاتی شوی.

یا مریض ښه نشو، تشخیص یې ناسم وو.

هر څه به یې موجود وي،  هغه به کتل کیږی بیا به اقدام کیږي چې داکتر یا هم روغتون سره څه وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک