No-IMG

حکمتيار: هېواد يوې معتبري شورىٰ؛ اساسي قانون او دارالإفتاء ته ضرورت لري

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 20 جوزا 1401(

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ 5 وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ6  القصص: 5- 6   صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

او غواړو پر هغو پېرزوينه وكړو چي په زمكي كي ئې د بې وزلۍ لټه كېږي؛ پېشوايان ئې كړو، (د ټولو شتمنيو) وارثان ئې كړو، په زمكي كي تمكين او اقتدار ورپه برخه كړو او د دوى په لاس فرعون، هامان او لښكرو ته ئې هغه څه وښېو چي ترې وېرېدل.

يعني دا د الله تعالىٰ نه بدلېدونكى سنت دئ چي بې وزلي ولسونه به له اسارت او محكوميت ژغوري، له دوى به د لويو لويو مستكبرو طاقتونو د پرځولو او نسكورولو لپاره كار اخلي، تر ټولو د ستر مغرور ځواك د نسكورولو لپاره به د نړۍ تر ټولو ضعيف او مستضعف قوم انتخابوي؛ همغسي لكه چي الله تعالىٰ په تېري يوې پېړۍ كي د نړۍ درې زبر ځواكونه؛ بريتانيا، شوروي او ناټو د افغانانو په لاس له ماتي او زوال سره مخامخ كړل.

وروڼو خوېندو!

د هر نظام او هېواد بقاء، امنيت او ثبات په دې پوري تړلى دئ چي فردي او اجتماعي چاري ئې د قانون مطابق تنظيم شي او واك ئې د داسي حكومت په لاس كي وي چي قانون او عدالت ته ژمن وي. له دغو دواړو؛ قانون او عدالت پرته؛ او د هر يوه نشتون؛ د نظام په نسكورېدو منتج كېږي

قرآن موږ ته په همدې اړه د مصر د فرعوني نظام دوه بېلگي انځوروي؛ يو ئې نسكور شوى؛ بل ئې له سختو ستونزو بريالى وتلى.

د موسىٰ عليه السلام د زمانې فرعون په اړه فرمايي:

إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلا فِي الأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ 4  القصص 4

يقيناً چي فرعون په زمكي كي كبر او لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي ئې په ډلو ډلو ووېشل، غوښتل ئې يوه ډله ئې بې وزلې او كمزورې وي، زامن ئې ورحلالول او لوڼي ئې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً چي دى له مفسدينو وو.

دا آيت موږ ته د يوه ظالم او فرعوني نظام اساسي ځانگړتياوي داسي راښيي:

●            واكمن ئې فرعون دئ چي د دغو صفاتو څښتن دئ: مغرور او متكبر دئ، د خپلي لويي د ثابتولو او ساتلو او د خپل قدرت د بقاء په لټه كي دئ او د دې هڅه كوي چي خپله لويي پر نورو تحميل كړي.

●            خلك ئې په بېلو بېلو ډلو وېشلي دي او پر ټولني ئې طبقاتي نظام مسلط كړى.

●            عاصي او مفسد دئ، په ټولني كي د فساد اصلي عامل دئ، كه فقر او لوږه ده، كه خلك د جهل او شرك په ډنډ كي غرق دي، كه ظالمان پرې مسلط دي، كه امنيت او عدالت نشته، د دې ټولو ناخوالو او مفاسدو اصلي عامل فرعون دئ. پر دې ټولني مفسدين حكومت كوي او فرعون د دغو واكمنو مفسدينو له ډلي او د ټولو سالار دئ.

قرآن؛ پيغمبران عليهم السلام او د دوى تگلاره د موسىٰ عليه السلام په څېره كي داسي انځوروي چي هم د ظالم فرعون، هم د ټگمار هامان او هم د شتمن قارون مقابله كوي، يو ئې د ظالمانه اقتدار بېلگه، بل ئې د ټگمارو مذهبي مشرانو بېلگه او درېيم ئې د حريصو شتمنو او بډايانو بېلگه. قرآن وايي چي د تاريخ په اوږدو كي تل دغو دريو طبقو د پيغمبرانو عليهم السلام مقابله كړې. دې ته مو بايد پام وي چي په اسلام كي نه د مسيحيانو او يهودانو په څېر خاصه مذهبي طبقه شته او نه د دوى لپاره ځانگړي امتيازات، اسلام فرعوني نظام په دې خاطر محكوموي چي خلك ئې په ډلو ډلو وېشلي وو، طبقاتي نظام ئې رامنځته كړى وو، چارواكو ځان ټولواك گڼلو او د ولس په شتمنيو كي ئې د هر راز تصرف حق ځان ته وركاوو.

د الله تعالىٰ سنت داسي دئ چي لومړى له دغو بې وزلو او مستضعفينو په فكري او اخلاقي لحاظ امامان جوړ كړي، هاماني ډله د خلكو د فكري او مذهبي قيادت له مقامه خلع كړي او دا قيادت مستضعفينو ته وسپاري، فرعونيان د ولس له سياسي او اجتماعي قيادت عزل كړي او دا قيادت بې وزلو ته وسپاري او په پاى كي د قارون د ډلي شتمنۍ دوى ته په ميراث وركړي. فرعون، هامان او لښكري ئې چي له څه وېرېدل او تل ئې حذر ترې كاوو، رنگ رنگ تدابير ئې نيول چي دا بې وزلي راويښ نه شي، يو بل ته لاس ورنه كړي، د نظام په ضد پاڅون ونه كړي، الله تعالىٰ غواړي چي دوى ته همدا وروښيي، دوى له دې وېرېدل چي بې وزلي او مظلومان قوت ونه مومي، قيام ونه كړي او د خپل حق د لاس ته راوړلو لپاره د واكمنانو په خلاف راولاړ نه شي او د همدې لپاره ئې په استضعاف او ناتوانۍ كي ساتل، خو د الله تعالىٰ سنت دا دئ چي پر مظلومانو او مستضعفانو به پېرزوينه او احسان كوي او فرعونيانو ته به هرو مرو هغه څه ښيي چي ترې وېرېدل.

قرآن د همدې فرعون په اړه فرمايي چي سره له دې ټول ظلم او فساد؛ د موسىٰ عليه السلام د وژلو پرېكړه ئې په خپل سر او فوق العاده فرمان نه ده صادره كړې بلكي خپلي شورىٰ ته ئې وړانديز كړى؛ قرآن فرمايي:

(وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الأَرْضِ الْفَسَادَ 26 غافر 26

او فرعون وويل: ما پرېږدئ چي موسىٰ ووژنم؛ او هغه دي خپل رب (مرستي ته) وروبلي، زه ويرېږم چي ستاسو دين به بدل كړي او يا به په زمكي كي فساد خور كړي!

دا مبارك آيت وايي: فرعون خپلو مشاورينو او ولس ته څلور خبري وكړې: 1- ما پرېږدئ چي موسىٰ ووژنم، 2- موسىٰ دي له خپل رب مرسته وغواړي؛ كه ئې خداى وي او مرسته ئې كولى شي؛ 3- زه ويرېږم چي ستاسو دين به بدل كړي، 4- زه وېرېږم چي په زمكي كي به فساد خور كړي!

گورئ چي هغه په پټه يوه خبره كوي او په څرگنده بله، خپلو درباريانو ته د تړلو دروازو تر شا وايي: ما پرېږدئ چي موسىٰ ووژنم، موسىٰ دي خپل خداى مرستي ته وروبلي، خو كله چي له عام ولس سره مخامخ كېږي وايي: زه وېرېږم چي موسىٰ ستاسو غوره دين بدل نه كړي او په مصر كي بې امني او فساد خور نكړي!! دا دئ گورئ چي هغه ستر مفسد اوس دا دعوىٰ كوى چي موسىٰ عليه السلام فساد خوروي، هغه له الله تعالىٰ باغي او د دين ستر دښمن اوس د دين حامي شوى، قرآن په دې سره موږ ته لارښوونه كوي چي دا د هري ديني مبارزې يوه مرحله ده، د پيغمبرانو عليهم السلام پر خط روانو نهضتونو باندي هرومرو دا مرحله راځي، د مبارزې په يوه خاص پړاو كي به دښمن هم د نهضت شعارونه عنوانوي، د دين په جامه كي به د دين مقابله كوي، موږ د خپلي مبارزې په جريان كي په وار وار دا حقيقت په خپلو سترگو وليد، په وار وار همداسي وشول، د كمونيستانو په ضد د مبارزې په دوران كي هغه پړاو راغى چي له الله تعالىٰ منكر او د دين سرسختو دښمنانو به خپلي ويناوي په بسم الله الرحمن الرحيم شروع كولې او په من الله التوفيق به ئې ختمولې، بې اودسه به په لمانځه ودرېدل، د لمانځه فيلمونه به ئې په تلويزيون كي ښو‏دل كېدل، د شئون اسلامي وزارت ئې جوړ كړ، ويل ئې چي دولت ئې 24000 زره امامانو ته معاش وركوي؛ د مجاهدينو په اړه به ئې ويل چي دوى جوماتونه ورانوي او امامان وژني!! د امريكايانو د اشغال په دوران كي مو وليدل چي په جوماتونو، مدرسو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي ځايونو كي به ئې په خپله چاودني كولې او مجاهدينو ته به ئې منسوبولې. عظيم الشأن قرآن دغه مرحله د نهضت د يوې طبيعي او حتمي راتلونكې مرحلې او د يوه سنت په توگه معرفي كوي، او په دې سره مجاهدينو ته لارښوونه كوي چي له داسي پړاو سره مخامخ كېدو ته ذهناً چمتو وي، هغه ورځ به راځي چي ستاسو د زمانې فرعون به وايي: إني اخاف أن يبدل دينكم: زه وېرېږم چي ستاسي دين بدل نكړي!! ستاسو د غوره پلرني دين په اړه اندېښنه لرم، داسي نه چي موسىٰ په خپل سحر او جادو او په خپلو جادويي ويناوو سره ستاسو پلرنى لرغونى دين او مذهب بدل كړي، وېرېږم چي په هېواد كي بې امني خوره نشي!! دا خبره پرون روسانو تكرار كړه، ورپسې امريكايانو؛ روسانو يو نيم مليون بى گناه افغانان ووژل، ټول هېواد ئې په كنډوالو بدل كړ، كلي او كورونه ئې ويجاړ كړل؛ خو سره له دې به ئې ويل: مجاهدين پلونه ورانوي، مدرسې، جوماتونه او مكتبونه ورانوي؛ ناټو همدغه تبليغات وكړل، په داسي حال كي چي په كليو، ښارونو، مدرسو او جوماتونو ئې بمونه ورول، خو دا تبليغات به ئې كول چي مجاهدين مكتبونه، مدرسې او جوماتونه او عام المنفعه تأسيسات ورانوي، په خپله به ئې په دغو ځايونو كي چاودني كولې؛ د دې لپاره چي مجاهدين پرې تورن كړي، گورئ چي هماغه د فرعون خبره هم د روسانو په خوله تكرار شوه او هم د امريكايانو په خوله.

او دا ښيي چي د قرآن قصې تاريخي بېلگي او مثالونه دي چي تل به تكرارېږي، د تاريخ په هر پړاو او د زمانې په هر موړ كي به يو فرعون وي او په مقابل كي ئې يو موسىٰ، او دا مبارزه به د فرعون په غرقېدا پاى ته رسي.

د قرآن له وينا معلومېږي چي فرعون شورىٰ درلوده او د موسىٰ عليه السلام د وژلو په اړه ئې له خپلي شورىٰ سره مشوره كړې؛

قرآن د يوسف عليه السلام د وخت فرعوني نظام په اړه فرمايي:

(... كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ ...)  يوسف 76

.... همداسي مو يوسف ته تدبير وروښود، خپل ورور ئې د پاچا د دين له مخي نه شو نيولى، مگر دا چي الله غوښتي وى،

دا يو الهي تدبير وو چي يوسف عليه السلام ته ښودل شوى، د مصر د قوانينو له مخي ده خپل ورور نه شو راگرځولى،

له دې دا هم معلومېږي چي دغه مهال او د يوسف عليه السلام د تدبيرونو او مشورو له كبله د مصر ټولنه په يوې مدني ټولني بدله شوې وه، نظم او قانون په كي حاكم شوى وو او اوس نو چارواكو او ځواكمنو واكدارانو هم د قانون خلاف كار نه شو كولى، د يوسف عليه السلام په څېر ځواكمن كس هم نه شو كولى خپل ورور بې دليله بندي كړي او يا ئې له ځان سره تم كړي، دې ته اړ وو چي څه قانوني چاره ورته ولټوي.

كه د يوسف عليه السلام او هغو دوو زلميانو د بندي كېدا قصه په پام كي ولرو نو ويلى شو چي د مصر په نظام كي دغه بدلون هم د يوسف عليه السلام په وجه راغلى وو، مخكي چارواكو كولى شو بې وزلي په نه گناه زندان ته ولېږي خو اوس د يوسف عليه السلام په څېر ځواكمن شخصيت هم داسي كار نشي كولى.

يوسف عليه السلام غواړي خپل سكه ورور له ځان سره وساتي، دا موضوع ورته خاص اهميت لري؛ خو د مصر د حاكم نظام او موجوده قوانينو له مخي نه شي كولى هغه په اسارت ونيسي او له ځان سره ئې وساتي، د ده د وروڼو دې وينا ورته كار آسانه او ستونزه حل كړه چي وئې ويل: له هر چا سره چي پيمانه پيدا شوه؛ د غلا په جرم دي زنداني شي، الٰهي تدبير د ده مرسته وكړه، الٰهي تدبير داسي دئ چي د دښمن خبره په خپله د دښمن د غاړي غړوندى شي، په خپل ايښي دام كي ئې پښه ونښلي، تېشه د بل لپاره پورته كړي خو خپله پښه پرې ووهي او هره تيږه چي پورته كوي پر خپل سر ئې لگېږي.

يعني يوسف عليه السلام نشو كولى خپل ورور په غير قانوني توگه او د مصر د حاكم قانوني نظام خلاف له ځان سره وساتي.

يعني هغه نظام كه څه هم په سر كي ئې فرعون وو خو قانون ئې درلود.

يو فرعوني نظام د ظلم له كبله نسكور شوى او بل د قانون او عدالت له كبله د ستري قحطي له ستونزي بريالى وتلى.

په دغو دواړو كي د نظام لپاره د قانون او شورىٰ ضرورت ته اشاره شوې

وروڼو خوېندو!

قرآن د مؤمنانو په اړه فرمايي:

.... وَٱلَّذِينَ ٱسۡتَجَابُواْ لِرَبِّهِمۡ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَمۡرُهُمۡ شُورَىٰ بَيۡنَهُمۡ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ ٣٨ وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَابَهُمُ ٱلۡبَغۡيُ هُمۡ يَنتَصِرُونَ ٣٩ وَجَزَٰٓؤُاْ سَيِّئَةٖ سَيِّئَةٞ مِّثۡلُهَاۖ ....   الشورى: 38- 40

او هغه چي د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، لمونځ ئې قائم كړى او كار ئې په خپلو كي مشوره وي او له هغه څه انفاق كوي چي موږ ور روزي كړي. او هغه چي كله تېرى پرې وشي غچ اخلي، او د بدو سزا بدو ته ورته بد وي...

يعني الله تعالىٰ چي د غوره او تلپاته نعمتونه كومه وعده كړې؛ هغه څوك ئې تر لاسه كولى شي چي څو ځاگړتياوي او مواصفات ولري: 1- ايمان ئې راوړى وي، 2- پر خپل رب توكل كوي، 3- له كبيره گناهونو او فحش كارونو ډډه كوي، 4- كله چي غصه شي نو بخښنه كوي، 5- د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، 6- لمونځ ئې قائم كړى، 7- كارونه ئې په مشوره وي، 8- له هغه څه انفاق كوي چي الله تعالىٰ ور روزي كړي، 9- كله چي تېرى پرې وشي غچ اخلي، خو د غچ اخيستلو په دوران كي دا په پام كي ساتي چي د بدو سزا بدو ته ورته وي، دومره ورسره كوي چي له دې سره ئې كړي.

يعني چي په اسلامي ټولني كي به ټول گډ أمور د ټولو په مشوره وي؛ او له هر چا سره به د قانون مطابق چلن كېږي؛ چا بد كار او جرم كړى؛ د خپل جرم مطابق به سزا گوري.

وروڼو خوېندو!

زموږ هېواد نن يوې معتبري او درنې شورىٰ؛ اساسي قانون او په څنگ كي ئې يوې درنې دارالإفتاء ته ضرورت لري؛ دا تشه بايد او ژر ډكه شي.

كه دا تشه ډكه نشي نو هر څوك به په هري گوښې كي او د هري ستري او وړې ديني او ملي قضيې په اړه پرېكړي او ويناوي كوي د خپلي خوښي فتوىٰ گاني به وركوي او په دې سره به ستونزي او اختلافات زېږوي. كه منلې او معتبره او متفق عليه دار الإفتاء نه وي نو هر څوك به خپله رأى وړاندي كوي او همدا به اختلافاتو ته لار آواروي.

وروڼو خوېندو!

له وضعيت داسي معلومېږي چي كابل او اسلام آباد له يو بل د لري كېدو په حال كي دي؛ او په مقابل كي ئې ډهلي او كابل سره نږدې كېږي؛

افغانان داسي خارجي سياست ته ضرورت لري او دا د ټولو په گټه دئ چي فعال، متوازن او غير منسلك وي؛ د يوه لپاره له بل سره مخالفت او دشمني ونه پالو او د دوى رقابتونه هېواد ته راانتقال نه كړو؛ د ټولو رقيبو هېوادو په نسبت د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او گټو پر بنسټ متوازن سياست؛ تېر منسلك خارجي سياست په خونړيو جگړو منتج شو؛ نن رغنده نوي سياست ته ضرورت لرو.

وروڼو خوېندو!

په داسي حال كي چي د بريتانيا يوه فرهنگي مركز د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لور فاطمه رضي الله عنها په اړه د جنتي مېرمن تر نامه لاندي فيلم جوړ كړى او غوښتل ئې نندارې ته ئې وړاندي كړي؛ خو د مسلمانانو د غبرگون په نتيجه كي مجبور شو دا كار وځنډوي؛ هدف ئې اهانت او سپكاوى وو؛ هممهاله په هند كي د واکمن ګوند؛ دوو لوړپوړو غړو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شأن كي سپكه او له رذالت ډكه ژبه وكاروله؛ موږ دا رذالتونه په كلكه غندو او عاملينو ته ئې وايو: په دې سره نه يوازي هيڅ څه نشئ تر لاسه كولى؛ بلكي نتيجه به ئې فقط دا وي چي مسلمانان لا زيات راويښ شي او له خپلو مقدساتو دفاع ته چمتو شي

د رسول الله صلى الله عليه و سلم له بعثت تر نن پوري؛ يوازينى شخصيت چي تر ټولو زيات محبوب دئ؛ نوم ئې تر ټولو نومونو زيات كارول شوى؛ او خلكو ځان او أولاد ته غوره كړى؛ يا ئې په نامه كي شامل كړى؛ هغه د محمد عليه السلام نوم دئ؛ محمد، احمد، مصطفىٰ، مجتبىٰ او رسول؛ خو بلي خوا ته د چا خلاف چي تر ټولو زيات تبليغات شوي؛ بيا هم محمد عليه السلام دئ. نن نږدې دوه مليارد مسلمانان هره ورځ په خپلو لمونځونو كي او له لمونځونو بهر پر هغه درود وايي او د ده له شأن او دين د خپلو سرونو په بيه دفاع كوي. د شخصيتونو شأن او منزلت له دې معلومولى شئ چي وگورئ څومره محبان لري او څومره دښمنان، د هر چا چي دوستان او دښمنان تر نورو زيات؛ معنوي او اخلاقي مقام ئې تر نورو لوړ دئ.

برادران و خواهران عزيز!

به كسانى كه متعهد به اسلام اند؛ خواهان خاتمه جنگ و بحران، عدم مداخله نيروهاى خارجي در أمور أفغانستان؛ تأسيس حكومت مورد تأييد اكثريت أفغان ها ..... مى گوييم:

بياييد بر چند اصل مسلم تعهد كنيم:

1.            كشور هاى كه در پنج دهه أخير؛ در جنگ تحميلى و نيابتى كشور ما نقش مؤثر و حضور فعال داشته؛ و بر آغاز و ادامه جنگ در افغانستان سرمايه گذارى كرده اند؛ تا زمانى از برقرارى روابط دوستانه با اين ها حمايت نكنيم كه از دشمنى دست بكشند، تجاوز شان را محكوم كنند، غرامت جنگ هاى خونين را بپردازند و تعهد كنند كه اين اشتباه را بارى ديگر تكرار نخواهند كرد.

2.            هر كشورى كه فعاليت هاى مسلحانه در افغانستان را حمايت مى كند و در كشور هاى خود به مخالفين مسلح تسهيلات فراهم مى نمايد و دفتر و مركز در اختيار شان مى گذارد؛ بايد از سوى تمامى افغان ها دشمن افغانستان و ملت ما پنداشته شود.

3.            هر گروهى سياسى كشور ما كه نيرو هاى خارجى را در جنگ افغانستان كمك كرده و در كنار آنان عليه ملت جنگيده؛ پس از اين هيچ فرد أفغان از آن حمايت نكند؛ به تعصبات قومى، نژادى، لسانى و سمتى مجال ندهيم؛ ما را به همدردى با اين گرو ها بكشاند.

4.            هر شخص و گروهى كه مورد ستايش و حمايت كشور هاى اشغالگر و همراهان و همكاران آن ها اند؛ بايد از سوى تمامى أفغان هاى مؤمن و سربلند؛ به عنوان شخص و گروه مشكوك و غير ملى پنداشته شود و از ملت تجريد و منزوى گردد.

5.            مذاكرات غير مشروط و صادقانه بين الافغانى، بدون وساطت و وصايت اجنبى ها را براى حل بحران؛ چون آخرين و يگانه گزينه بگيريم؛ و تمامى راه هاى غير مشروع رسيدن به قدرت را تحريم كنيم.

6.            در جريان مذاكرات؛ به جستجوى چنان طرح و راه حل باشيم كه منتج به خاتمه دائمى جنگ و تأسيس حكومت مورد تأييد و حمايت اكثريت مردم و منبعث از اراده ملت شود و تكرار تجارب خونين گذشته؛ كودتا ها، سازش ها، استمداد از اجنبى براى رسيدن به قدرت و غرض حذف حريف و رقيب سياسي و قومي؛ و بقيه پديده هايى شوم كه در اين چهار دهه شاهدش بوده ايم؛ تمامى را براى هميش سد كند.

7.            محور مذاكرات بايد تشكيل مقتدر ترين شورىٰ ممثل اراده ملت و نهائى ترين مرجع باصلاحيت تصميم گيرى در رابطه به تمامى مسائل مهم ملى باشد؛ به شمول تسويد و تصويب قانون اساسى، چگونگى نظام و حكومت، خطوط جلى سياست هاى داخلى و خارجى، معيار هاى شناخت دوست و دشمن و نحوه انتقال قدرت از يكى به ديگر.

برادران و خواهران عزيز!

معتقديم كه چاره و راهى ديگر؛ براى حل بحران و منازعات كنونى نداريم؛ همه را دعوت مى كنيم كه بياييد اين را على الاقل به عنوان يك تجربه بيازماييم؛ تجارب گذشته ما پيآمد هاى خوب نداشت

كشور هايى كه براى اشغال دائمى كشور ما چشم طمع داشتند و دارند؛ به اين باور بودند و هستند كه تنها از طريق ايجاد اختلافات و دامن زدن به خصومت ها و جنگ ها ميان افغان ها به اهداف شوم خود مى رسند؛ اين ها اگر از ميان افغان ها دوست و دشمن براى خود انتخاب كرده اند؛ در انتخاب شان به هيچ چيزى ديگر جز منافع گنده شان؛ ارزشى نداده اند. كسى را كه زمانى دوست گرفته اند و حمايت كرده اند؛ زمانى ديگر چون مهره سوخته و پرزه ناكاره و فرسوده دور انداخته اند؛ و حتى در فهرست دشمن ثبت كرده اند؛ و آن زمانى بوده كه مزدورش از او بريده و در پاى رقيبش افتاده

حتماً در تاريخ خوانده ايد كه نيروهاى چنگیز در برابر مقاومت دليرانه مجاهدين مؤمن بخارا از جلو رفتن باز ماندند؛ چنگيز پيامى به مردم بخارا فرستاد و گفت: هر كى از مقاومت دست بكشد؛ در امان خواهد بود و دوست ما!

اهل بخارا دو گروه شدند؛ عده اى بر ادامه مقاومت اصرار ورزيدند و دوام دادند؛ اما گروه ديگر به دام فريب دشمن افتادند، به وعده امان از سوى دشمن باور كردند، نه تنها از مقاومت دست كشيدند بلكى نيرو هاى اجنبى را در برابر هموطنان مجاهد خود همراهى كردند؛ چنگیز به آنان نوشت: با اشرار و مخالفين پيمان دوستى ميان ما و شما؛ بجنگيد؛ هر چه از آنان به ‌دست آوردید؛ از آن شما باشد و حاکمیت شهر را نیز به شما می‌سپاريم!

ایشان پذیرفتند و به جنگ عليه هموطنان مجاهد خود رفتند؛ در نهایت؛ گروه مزدور چنگیز خان پیروز شد؛ اما پيروزى موهومى اى كه ذلت و مرگ به دست دشمن را در پى داشت؛ نيروهاى دشمن بدون مقاومت وارد بخارا شدند و چنگيز خان دستور داد؛ تمامى اين ها خلع سلاح شوند و سپس سر هاى شان بريده شود.

و اين گفته مشهور چنگیز ثبت تاريخ شد: اگر این ها وفا می‌داشتند و شايسته اعتماد مى‌بودند؛ به خاطر ما بیگانگان؛ به برادران و هموطنان شان خیانت نمی‌کردند!

چنين است؛ عاقبت تمامى خود فروشان؛ در هر مقطع تاريخ؛ و در هر سر زمين جهان؛ تجربه چنگيز؛ از سوى انگرېز نيز تكرار شد و از سوى شوروى و امريكا نيز.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک