No-IMG

د بيروت انفجار

فضل الله رشتين

 

 د لبنان د بيروت په مرفا کې چې کوم ستر انفجاروشو، ددې انفجار په نتيجه کې له دوو سوو نه ډير خلک له مينځه لاړل او له شپږو زرو څخه ډير زخميان شول، په سل هاو کورونو او موسساتو ته تاوانونه ورسيدل ،  ماکرون، د  فرانسې ولسمشر  بيروت ته سفر وکړ او بيا يې له لبنان سره د عاجلو مرستو د کولو يو کمپاين پيل کړ چې دا دى د نړۍ بيلابيل هيوادونه له لبنان سره په مليونو ډالرې مرستې کوي ، خو دا مرستې د لبنان حکومت ته په لاس کې نه ورکوي ځکه چې د لبنان حکومت په فساد کې غرق دى او دغه فساد ډيرې ريشې کړي دي او هيڅ ډول اعتماد ورباندې نه شي کيداى ، پرون د حسن دياب تر مشرۍ لاندې متزلزل حکومت د لبنان د خلکو،د غوښتنې او تظاهراتو په نتيجه کې استعفى وړاندې کړه .

کومې مرستې چې له لبنان سره کيږي دا مرستې به د ملگرو ملتونو د سازمان ، د فرانسې او امريکې د مسولينو له خواتوزيع کيږي او دبيروت د بيا رغونې په کار به لکيږي ، ملگري ملتونونه ، امريکا ، اروپايي ټولنه د خليج هيوادونه نور د لبنان په حکومت اعتماد او باور نه کوي

څومره به ښه وې چې داسې يو کار په افغانستان کې هم شوې وې او ټولې بهرنۍ مرستې د کابل  د مفسد و حکومتونو لا س ته نه وې ورغلې ، او دا مرستې چې ملياردونو ډالرو ته رسيږي د ملگرو ملتونو له خوا او د مرسته کوونکو هيوادونو له خوا په مستقيم ډول په افغانستان کې په مصرف رسيدلې وې او ستر عمراني کارونه په سم ډول شوې وې .

د افغانستان او لبنان د خلکو تر منځ تفاوت دادى چې د لبنان خلک خپل آواز اوچتوي سړکونو ته راوځي او د خپل حق د غوښتنې لپاره مبارزه کوي او قرباني ورکوي ، خو د افغانستان خلک متاسفانه چې دا خاصيت نه لري  دا ځکه چې لبنانيان پوه مشران لري او د تعليم خاوندان دي  اما افغانستان پوه او تعليم يافته  مشران نه لري

ډير تفاوت دى په انسان کې د معنى په لحاظ

واړه لکيا دي څوک ځان او څوک جهان جوړوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟