No-IMG

عمري قوانين

اسلامپاله ليکواله

 

د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه په تندخويي او جديت مشهور ؤ, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان خوراوه.

يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري. پرې غږ يې کړ, چې په ښي لاس خوراک وکړه!

سړي ځواب ورکړ: هغه مصروف دی!

عمر دوه ځله خپله غوښتنه تکرار کړه او سړي همدا ځواب ورکاوه.

نو عمر رضي الله عنه په قهرجنه لهجه ورته وويل: په څه شي مصروف دی؟

سړي ځواب ورکړ: د موته په غزا کې زخمي شو او له حرکت څخه ولويده.

عمر رضي الله عنه ځای پر ځای کېناست, اوښکې يې له سترګو روانې شوې او همدا پوښتنې يې کولې:

اودس څنګه کوې؟

جامې دې څوک درته وینځي؟

سر او ځان دې څوک در وینځي؟

او څوک او څوک او څنګه...؟

او له هرې پوښتنې سره يې اوښکو پر مخ لارې جوړولې.

او بيا يې امر وکړ چې هغه ته يو خادم, يوه سورلۍ او خواړه ورکړي او له هغه يې د بښنې غوښتنه وکړه چې له حاله يې امیرالمؤمنين ناخبره ؤ.

او په دې توګه په جګړو کې د معيوبو د قانون بنسټ کېښودل شو.

قوانین داسې جوړېږي...

1:او همدې عمر رضي الله عنه یو بوډا ولېده چې د ده په خلافت کې خیرات غواړي. پوښتنه يې ځنې وکړه, چې ولې دا کار کوې؟

سپینږيري ځواب ورکړ: زه يهودي يم او بايد جزيه ورکړم!

عمر ورته وويل: چې کله زلمی وې مونږ ته دې جزیه راکوله او اوس زمونږ دنده ده چې ستا کفالت وکړو! او يهودي بوډا ته يې میاشتنی معاش وټاکه.

فاروق رضي الله عنه کورته راځي او په دې اړه يو فرمان ليکي چې له هيڅ بوډا او بېوسه يهودي څخه به جزیه نه اخیستل کېږي, بلکې هغه ته به میاشتنی معاش ورکول کېږي او دخلافت اجرايه قوه د عمر دا فرمان پلی کوي.

2:او همداسې د کورنۍ ساتنې ټولنيز قوانين جوړېږي:

او پخپله اميرالمؤمنين رضي الله عنه د شپې له لوري د مدينې په لارو او کوڅو کې ګرځي, د جاسوسي لپاره نه, بلکې د خلکو له ستونزو نه د خبرېدو په موخه,  چې په دې کې د يوه واړه ماشوم بېدرېغه کريکې اوري, کورته نږدې کېږي او پوښته کوي چې په ماشوم څه شوي؟

د ماشوم مور ځواب ورکوي: غواړم دا ماشوم له شېدو بیل کړم.

دا خو يوه عامه خبره ده چې هره مور ماشوم د رضاعت له مودې وروست له شېدو بېلوي, خو اميرالمؤمنين په خپله لاره نه ځي, بلکې د ماشوم له مور سره تر هغې خبرې کوي, ترڅو چې دا ورته په ډاګه کېږي چې دا ماشوم له وخت نه وړاندې د مور له شېدو بېلېژي او سبب يې دا دی چې دا کورنۍ سل درهمو ته عاجله اړتيا لري او بیت‌المال له رضاعت نه ورورسته هر ماشوم ته سل درهمه ورکوي.

عمر خپل کور ته راځي, خو د ماشوم ژړا يې په غوږو کې انګازې کوي او خوب ته يې نه پرېږدي.

له ځای څخه پاڅېږي او فرمان ليکي چې له دې وروسته به د ماشوم له زېږېدو سره د هغه کورنۍ ته سل درهم ورکول کېږي.

او له دې فرمان نه قانون جوړېږي ترڅو په ټولنه کې د ماشوم حقوق خوندي شي او مخکې له وخته د مور له شېدو محروم نه شي.

که چېرې عمر رضي الله عنه له دې مور سره بحث نه وی کړی نو دا قانون به نه ؤ جوړ شوی.

3: او فاروق رضي الله عنه له خپل ورور (زید) سره ډېره مينه لرله, چې د رده په جګړو کې شهید شو.

يو سهار د مدينې په بازار کې امیرالمؤمنين عمر د خپل ورور له قاتل سره مخامخ کېږي, د زید قاتل مسلمان شوی او د عمر رضي الله د رعیت يو غړی دی.

عمر په قهرجنه لهجه ورته وايي:

په الله مې دې قسم وي چې ډېر بد مې درنه راځي!

اعرابي په بې پروايي ترې پوښتنه کوي: اې اميرالمؤمنينه! ايا ستا دا کار ستا په حکومت کې زما له حقوقو څه کمولای شي؟

عمر رضي الله عنه ځواب ورکوي, چې نه!

اعرابي چې د اميرالمؤمنين د ورور قاتل دی, بې خياله د عمر له څنګه تېرېږي او وايي:

ستا مينه څه د پېغلو مينه نه ده چې زه به پرې وزورېږم! يعنې زما او ستا ترمنځ پرته له حقوقو او مسؤوليتونو نور څه نه شته.

عمر رضي الله عنه نه په غوصه کېږي او نه یې زندان ته لېږي, بلکې د اعرابي د ملنډيز برخورد او جرأت پر وړاندې غلی پاتې کېږي او په خپله لاره روانېږي, ځکه چې پر دې باوري دی چې الله جل جلاله انسان ته د خبرو د آزادۍ حق ورکړي او د قهر او غصې پر کنټرول يې امر کړی دی..!!

او د همدې اعرابي د جرأت په سبب په ټولنه کې د بيان د آزادۍ قانون رامنځ ته کېږي!

4: او بله هغه مؤمنه ښځه چې د جمعې په يوه ورځ يې د امیرالمؤمنين د لقب له يادولو پرته په لويه لار خليفة المسلمين ودراوه او ورته يې وويل: اې عمره! په خپله رايه کې خطا شوی يې! (عمر رضي الله عنه د خپل خلافت پر مهال د مهر يو معين حد وټاکه چې قانوني بڼه يې غوره کړه) خو دا ښځه د خپلو او نورو ښځو د حقوقو څخه په دفاع د عمر رضي الله عنه نظر او قانون ردوي, اميرالمؤمنين خاموشه اودرېږي, نه امر کوي چې ښځه په درو ووهئ او نه يې زندان ته لېږي, بلکې په لوړ غږ په خپله ښوېيدنه اعتراف کوي (أخطأ عمر وأصابت إمرأة) او د مهر په اړه خپل قانون بدلوي او ټولنې ته واک ورکوي چې د خپلو دودونو او توان سره سم مهرونه وټاکي.

د الله تعالی د حکم په رڼا کې قوانين داسې جوړېږي!

چې د ټولنې ستونزې, دودونه, غوښتنې او حالت په نظر کې نيول کېږي او دا کار هغه مهال کېدای شي, د چارو واکداران د ټولنې په تل کې وي او له خلکو سره ګډ ژوند ولري.

هو!

نه انسانان نور شوي او نه ژوند بدل شوی, خو بدلون په دې کې دی چې په ټولنه کې امیرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله تعالی عنه نه شته دې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک