No-IMG

ورور حکمتيار د جماعت اسلامي له يو لوړپوړي پلاوي سره وکتل

يکشنبه؛ د جوزا ۲۹مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن ماښام د افغانستان په أمورو کې د جماعت اسلامي د مرستيال شبير احمد خان په مشرۍ د ياد ګوند له يو لوړپوړي پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې پر يو لړ مهمو او بېلابېلو سياسي، علمي او إجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

 

په پيل کې ياد پلاوي افغانستان ته د خپل سفر او راتګ پر موخو بحث وکړ، او تر څنګ يې په افغانستان او سيمه کې د وروستیو تحولاتو، پرمختياوو، چیلنجونو او ننګونو په اړه د قدرمن مشر تحليل او نظر اخيستل هم اړين وباله.

ښاغلي حکمتيار ياد پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ خپل نظر په دې توګه څرګند کړ:

دې ورځو کې دلته د پاکستان په رابطه ځينې تشويشونه شته، دا اندیښنې هم دي چې خدای مه‌کړه! پاکستان بيا د افغانستان په اړه د پرويز مشرف پاليسي غوره نه‌کړي چې متأسفانه له ځينو علاماتو هم همداسې برېښي.

 

نوموړي زياته کړه:

امريکايان چې له دې ځايه وتل، تصمیم يې دا وو چې په پاکستان کې به مستقر کېږي، خو د توقع خلاف د عمران خان له جدي مخالفت سره مخ شول، ډېری افغانان داسې انګېري چې عمران خان د همدې مخالفت له ټسه قرباني شو، امريکايان هڅه کوي چې پاکستان يو ځل بيا پر افغانستان د خپلو عملياتو او فشارونو د ورود له پاره د يوې نظامي هډې په توګه استعمال کړي، د امريکايانو له اظهاراتو معلومېږي چې همداسې يو کار شوی.

 

هغه دا هم وويل:

په دې وروستيو کې د افغانستان او هند نږدې کېدل هم يوه بله حساسه مسأله ده، داسې ښکاري چې پر ځينو مسائلو توافق شوی، هند غواړي دلته خپل سفارت پرانېزي، د هندوانو پر معبد بريد د همدې سياسي لانجې پايله کېدای شي، امريکايان غواړي پر فعلي حکومت فشار راوړي او خپل شرائط پرې ومني.

 

نوموړي همدا راز د حزب اسلامي افغانستان  او اإإ تر منځ د سياسي تعامل په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

موږ خوشاله يو او داسې انګېرو چې ټول آرمانونه مو ترسره شوي، يو مفسد نظام نسکور شو، د قدرت جزائر ختم شول، د افغانستان د تجزيې مخه ونېول شوه، که څه هم امريکايانو دا حالت نه‌ غوښت، هڅه يې کوله چې د دوحې له توافق سره سم مخ ته لاړ شي، خو د الله تعالیٰ إراده بېله وه، هغسې ونه‌شول، څه چې دوی غوښتل، بلکې هغه څه الله تعالیٰ وکړل چې زموږ هيله او آرزو وه.

 

له فعلي حکومت سره د اړيکو په رابطه نوموړي وويل:

ډېری مشران يې راځي او ښې اړيکې ورسره لرو، د مسائلو په رابطه خپلې مشورې او تجربې ورسره شريکوو، په خپلو خُطبو او مرکو کې يې هم ستونزو او مشکلاتو ته متوجه کوو او د خير په کار کې يې ملګري او مرستندی يو.

 

دغه راز نوموړي د راتلونکي وضعيت په اړه دا هم وويل:

مسلمان بايد راتلونکي خوشبين او هيله‌من وي، خو فعلي وضعيت داسې برېښي چې په افغانستان د يو بل تريخ وضعيت د تحميل هڅې په چټکۍ سره روانې دي، ګاونډي هېوادونه د ناټو او امريکايانو په خدمت کې دي، هڅه کوي چې پخواني استخدام شوي او لاسپوڅي جنګيالي يو ځل بيا د افغانانو پر ضد وجنګوي.

ناويلي دې پاتې نه‌وي چې په ياده کتنه کې د سياسي مسائلو تر څنګ پر علمي او فرهنګي موضوعاتو هم جالب او په زړه پوری بحث وشو او همدا راز د مجلس په پای کې قدرمن مشر ياد پلاوي ته له خپلو علمي آثارو ګڼ‌شمېر کتابونه هم د هديې او ډالۍ په توګه ورکړل.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک