No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏کندهار له تېرو څو ورځو راهیسې د ا.ا د یو شمېر لوړپوړو غړو کوربه دی.  د ځینو معلوماتو له مخې دا خپلمنځي مجلس اوس پای ته رسېدلی دی.

‏د نا تایید شویو راپورونو له مخې نړیوال مشروعیت، لویه جرگه، د نجونو ښوونځي، په حکومت کې بدلونونه او د هېواد روان وضعیت ددې خپلمنځي مجلس د بحث اصلي محور تشکیلاوه. اسلامي امارت تر دې دمه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر ديميتري زاروف سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د روسیې سفیر ویلي چې هیواد یې غواړي افغانستان ته ځانگړې توجه وکړي او دې هیواد کې خپل ډیپلوماتیکي ماموریت پیاوړی کړي.

‏بل خوا امیر خان متقي بیا په مسکو کې د افغان دیپلوماتانو سره د روسیې د همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې روسیه کولای شي د خپلو صادراتو او وارداتو‌ د ترانزیت لپاره د افغانستان له لارې څخه کار واخلي.

: ‏پروژه های تعلیمی شاگردان مکتب امید افغان ترک در کابل به نمایش گذاشته شد.

مسوولان لیسهٔ افغان-ترک گفته اند، که بیشتر از ۷۰ پروژهٔ تحصیلی شاگردان با کمک معلمان در این نمایشگاه ارائه شده اند. آنان می گویند، هدف از این نمایشگاه، بلند بردن ظرفیت شاگردان این مکتب است.

: ‏د  لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو په برخه کې د مرستو جلبولو په هدف د یو پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی دی.

یاد پلاوی به له ترکي چارواکو سره د تحصیلي نظام د ځواکمنتیا، تحصیلي بورسونو او اکاډمیکو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

: ‏د روسیې د « سېنټ پيټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فوروم» کې د ګډون په هدف د اسلامي امارت پلاوی سېنټ پیټرزبورګ ښار ته رسېدلی دی.

: ‏مسعود اندرابی، وزیر داخله حکومت پیشین می‌گوید که تمرکز قدرت و حاکمیت به دست تنها یک قوم، هر نظامی در افغانستان را سرنگون می‌کند.

او قوم‌گرایی و انحصار قدرت را از علت‌های سقوط نظام پیشین می‌داند و می‌گوید که گروه طالبان نیز با روپوش دین، سعی دارد «حاکمیت قومی» خود را حفظ کند.

: ‏د کابل امنیه قوماندان ولي جان حمزه د کابل ښار د ټولو امنیتي حوزو له مسوولانو سره په لیدنه کې د پولیسو لپاره د غوره شوي یونیفورم پر جدي تطبیق ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، هېڅ پولیس حق نه لري چې په ښار کې پر چېک پاینټ په شخصي جامو کې ودریږي.

: ‏د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۳۴ ولایتونو د مدني ټولنو له ښځینه او نارینه استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د دوی هر ډول اصلاحي نیوکې ته په ورین تندي ګوري او ورباندې عمل کوي.

: ‏مقام‌های محلی کندهار می‌گویند که ۳۰ تن در پی خوردن غذای نامناسب در ولسوالی خاک‌ریز این ولایت مسموم شده اند.

به گفته آنان، در میان مسموم شده‌گان کودکان و زنان نیز شامل اند.

 این رویداد چاشت روز گذشته در منطقه خوشی ولسوالی خاک‌ریز رخ داده است.

: نصیراحمد اندیشه، نماینده افغانستان در ژنو در نشست شورای حقوق بشر سازمان ملل گفته است که تلاش‌های جامعه جهانی در ده ماه پسین از بهر تعامل با طالبان به بن‌بست رسیده است.

به باور آقای اندیشه، نقض حقوق بشر، به دور ماندن بانوان از کار و آموزش و وضع محدودیت‌ها بر زنان سبب ناامیدی جامعه جهانی از امارت اسلامی شده اند.

آقای اندیشه گفته است: «جامعه جهانی بیش از ده ماه می‌شود که از هر راه ممکن از بهر تعامل با طالبان تلاش کرده است، اما آنچه دیده می‌شود این همه تلاش‌ها به علت ناامیدی جهان از عملکرد آنان به بن بست رفته است

او این اظهارات را روز چهارشنبه در نشست شورای حقوق بشر مطرح کرده است.

: ‏د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې په افغانستان کې بشري حقونه ضایع کېږي. مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت مسوولیت هم ملګرو ملتونو ته ورګرځي.

: ‏د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ، اقتصادي کمیسیون ۲۴ مه غونډه وکړه.

په دغه ناسته کې، د ابونصر فراهي بندر ته په رسمي ډول د فعالیت اجازه ورکړل شوه، چې څه موده مخکې د بې کیفیته او قاچاقي توکو واردولو له امله تړل شوی وه.

‏دغه راز، د ځنګلونو وهلو او لرګیو قاچاق د مخنیوي په موخه،

د کرنې وزارت لخوا جوړه شوې طرحه هم د تطبیق وړ وبلل شوه.

: ‏د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني وايي، چې اوس د نظام د استحکام مرحله ده.

نوموړي د پروان ولایت غوربند ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادې سیمې د خلکو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې اوس وخت کې د ټولو لپاره په کار ده چې ددې نظام استحکام ته مټې رابډوهي.

: ‏د سرچینو په حواله د پاکستان حکومت لخوا د پاکستاني علماوو یو پلاوی د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته راځي.

ویل کیږي د دې پلاوي مشري به مفتي تقي عثماني کوي چې د پاکستاني او افغان طالبانو لپاره د احترام وړ کس بلل کیږي.

‏څو ورځې مخکې هم کابل ته د پاکستاني چارواکو او قبایلی مخورو یوه جرگه د ټي ټي پي سره د خبرو لپاره راغلې وه خو خبرو یې پرته له اوربند څخه بله نتیجه ورنکړه.

: ‏افغانستان کې د وزګارتیا کچه تر ۹۰۰ زرو پورته شوې.

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) وايي، د اټکل له مخې د ا.ا له راتګ وروسته د وزګارتیا کچه ۹۰۰ زرو ته لوړه شوې ده.

‏سیګار پر ټویټرپاڼه کاږلي، ښځې د نارینه‌وو په پرتله ډېرې بېکاره شوې چې د روان کال تر نیمايي پورې به ۲۱ سلنه نورې ښځې هم وزګارې شي.

: ‏تېر کال سل میلیونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ستره کمېشنري وايي، ۲۰۲۱ کال کې نړۍ کې سل میلیونه وګړي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

‏یادې کمېشنرۍ په یوه راپور کې کاږلي، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بې ځایه شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده چې لویه برخه يې اوکراین او افغانستان تشکیلوي.

: ‏واشنگتن نگران نزدیکی روابط میان بیجینگ و مسکو است.

وزارت امور خارجه امریکا طی اعلامیه‌ی نگاشته است، کشورهای حامی روسیه در موضوع اوکراین در مسیر اشتباهی تاریخ حرکت می‌کنند.

‏وزارت مذکور در حالی واکنش نشان می‌دهد که شی جین پینگ، رییس جمهور چین در گفتگوی تلیفونی با ولادیمیر پوتین، رییس جمهور روسیه، حمایت خود از استقلال و امنیت روسیه را اعلام کرده است.

: ‏په نړیواله کچه د ډيجیټل کرنسۍ بیه ټيټه شوې ده. نړیوالې رسنۍ وایي چې د اقتصادي وضعیت او ونډو بازارونو د خرابېدو له امله د ډيجیټل کرنسیو بیې هم په بې ساري توګه رالوېدلې دي. یو بیټ کواین تېر کال په ۶۸ زره ډالر پلورل کېده خو سږ کال په ۲۱ زره ډالر پلورل کېږي.

: ‏په ټولګي کې د دمې او خوب اسانتیا

د چین د هو بې ولایت د هان دان ښار په یوه ښوونځي کې ماشومان کولای شي د تفریح پر مهال په ټولګي کې دمه او خوب وکړي. د دوی درسي میزونه داسې جوړ شوي، چې د خوب د کټ کار هم ترې اخیستل کېږي او په اسانۍ سره د خوب پر ځای بدلېدای شي.

: ‏سي ان ان په یوه راپور کې د یوې سروې ارقام خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ۵۵ سلنه ډيموکراټان او ۵۳ سلنه جمهوري غوښتونکي پر دې باور دي چې په راتلونکې کې امریکا کې ډیموکراسي له منځه تللې ښکاري.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز افغانانو ته د خپلې مخه ښې په وینا کې ویلي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې لپاره له ځانګړې اهمیته برخمن دی او هیڅکله نه شي کولی چې دا هېواد هېر کړي.

: ‏یورو نیوز راپور ورکړی دی چې امریکا له اوکراین سره د بېسارې نظامي تجهیزاتو ورکړې ژمنه کړې ده او ډېر ژر به یې د اوکراین په واک کې ورکړي.

: ‏وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د نظامي تجهیزاتو مرسته تصویب کړه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له اوکراین سره نظامي مرستې ټولې اروپا ته خطر پېښولی شي.

: د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ وايي، اوسنی حکومت په افغانستان کې د نجونو ښوونځینو د برخلیک په اړه هېڅ روښانه ځواب نه‌لري.

ریچاډ بېنېټ له طلوع نیوز سره په مرکه کې له زده‌کړو څخه د نجونو لېرې والی خواشینوونکی ګڼي او زیاتوي چې دا وضعیت به له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل منفي اغېزې وکړي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ وايي: «دا خواشینوونکې ده چې د منځنیو ښوونځيو نجونې نږدې یو کال کېږي چې ښوونځي ته له تګ نه لېرې پاتې دي. دا یو مهم نسل دی. یو نسل چې اړتیا ده باید وروزل شي څو هغوی افغانستان جوړ کړي او د بشري حقونو د معیارونو پر بنسټ، ښځې باید د افغانستان په ټولنه کې ټولنیز رول ولوبوي. دا زما شخصي نظر نه‌دی. دا هغه څه دي چې د بشري حقونو نړیوال قوانین یې وایي

: ‏میشل باشله، کمیشنر بخش حقوق بشر سازمان ملل در نشست سالانه شورای حقوق بشر این سازمان، از رفتار کشورهای مهاجرپذیر در برابر مهاجرین افغان ابراز نگرانی کرده و از کشورهای همسایه افغانستان و بقیه کشورهای میزبان خواسته است که از مهاجرین افغان حمایت کنند.

: ‏روسیې په مسکو کې د اسرائیل سفیر احضار کړی دی.

د روسیې حکومت د دمشق پر هوایي میدان د اسرائیلو د هوایي برید په غبرگون کې په مسکو کې د اسرائیل سفیر احضار کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک