No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: د مخكني حكومت ځيني څېرې رارواني دي؛ دا ښه انكشاف دئ؛ خداى دي وكړي چي د دوى راتگ د عمومي عفوي له مخي او د دې لپاره وي چي د جنگ او مخالفتونو دوام د هېواد او ولس په گټه نه گڼي؛ له ماضي پښيمان او د مخكني نظام او وضعيت بيا راستنېدا نه غواړي، د خپلو اشتباهاتو د جبران په لټه كي دي؛ نه دا چي د پرديو په تشويق او تضمين سره راځي؛ يا د تورو دوسيو د حفظ په شرط او د تالان او لوټ له لاري د تر لاسه شوو شتمنيو د خونديتوب په موخه.

هيله ده دې لوري ته د دوى منل هم د اسلامي لارښوونو مطابق وي؛ پر خپلو ژمنو له ودرېدا سره؛ او د هېواد علياء مصالحو لپاره؛ نه د بهرنيانو د فشارونو راكمولو په موخه.

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: دا چي په پر له پسې توگه ځنگلونو ته هغه هم په شرق او جنوب كي اور اچول كېږي؛ له نورستان ئې پيل كړه؛ ننگرهار، خيبر پښتونخواه او د پكتيا موسىٰ خېلو ته ئې وغزوله؛ دا هسي تصادفي اورونه مه گڼئ؛ دا عمدي كار دئ نه تصادفي؛ يقيناً چي دا هم د دښمنانو يوه بله پروژه او منصوبه ده؛ د همغو كار دئ چي د برق ستني ورانوي، په جوماتونو كي چاودني كوي، تحريمونه ئې پر افغانستان تحميل كړي؛ د افغانستان بانكي شتمنۍ ئې كنگل كړې؛ مسلح مخالفين پالي او د بل نيابتي جنگ لپاره ئې چمتو كوي.

: امیر ح.ا.ا محترم حکمتیار حفظه الله: چرا بارى ديگر از چند آدرس شرور؛  همزمان فريادها و فرمان هاى ضد اسلام و در حمايت از دسته هاى جنگ افروز و تجزيه طلب شنيده مى شود؛ از شرق و غرب دنيا و از سوى شبكه هاى استخباراتي بريتانيا، فرانسه و امريكا؟ همان هايى كي جنگ نيابتى بيست ساله را بر افغانستان تحميل كردند؛ آيا اين نشانه ترس و بيم دشمنان اسلام از بيدارى امت است؛ و يا وضعيت بد و درد آور ما افغان ها؟ جان بولتن مشاور امنيت رئيس جمهور قبلى امريكا؛ ټرامپ؛ از واشنگتن به جنگجويانى در افغانستان به نام مقاومت دستور مى دهد؛ تا مناطقى را تصرف كنند و از اين طريق راه را براى سرازير شدن كمك هاى مالى و نظامى ايالات متحده باز نمايند؛ او ادعاء مى كند كه در انتخابات بعدى امريكا؛ جمهورى خواهان پيروز خواهند شد و حتماً از مقاومت در افغانستان حمايت خواهند كرد!!

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: له ځينو ادرسونو اورېدل كېږي چي له عصري علومو سره حساسيت ښيي او دا د اسلام خلاف گڼي!! متأسف يو چي ځيني دا اسلام ته منسوبوي؛ په داسي حال كي چي نه يوازي هيڅ علم نه د اسلام خلاف دئ او نه اسلام د هغه خلاف؛ اسلام علم ته دومره ارزښت وركړى چي  پر رسول الله صلى الله عليه و سلم نازل شوې وحي كي لومړى لفظ (اقرأ: ولوله ده)؛ دوهمه لارښوونه ئې د رب په نامه لوستل؛ درېيمه لارښوونه ئې د انسان د پيدايښت څرنگوالى؛ يعني د دې پيدايښت د څرنگوالي علم؛ ورپسې په مكرره توگه د لوستلو امر كوي؛ او بيا دا د كريم رب ستره پېرزوينه گڼي چي انسان ته ئې په قلم زده كول ورښودلي او همدا قلم ئې د علم د زده كړي اغېزمنه وسيله گرځولى

له دې معلومولى شو چي الله تعالىٰ علم ته څومره لوړ مقام او ارزښت وركړى؛ او كوم علم ئې د لومړي مهم علم په توگه معرفي كړى؛ د انسان د پيدايښت د څرنگوالي علم؛ نه منطق او فلسفه؛ نه صرف او نحو؛ علم په زوړ او نوي او په ديني او دنيوي ئې وېشل؛ بې بنسټه وېشل دي؛ نه په قرآن كي دا وېش مومو او نه په اسلامي فرهنگ كي؛ علم علم دئ؛ هره برخه ئې ارزښتمنه؛ علم او دين توأمان او يو له بل سره تړلي دي؛ علم د دين په خدمت كي دئ او دين د علم حامي او مشوق.

قرآن موږ ته دا هم ويلي چي الله تعالىٰ ځكه آدم عليه السلام د زمكي د خلافت لپاره غوره كړ او تر فرشتو ئې نه يوازي هغه ته ترجيح وركړه؛ بلكي هغوى ئې پر دې وگمارلې چي د ده لپاره سجده وكړي او ورته منقاد اوسي؛ امتياز ئې علم وو؛ يعني د اشياء په پېژندو كي تر دوى وړاندي او اعلم وو. دا ځكه چي د زمكي خلافت لپاره همداسي څوك ښايسته او وړ دئ چي اشياء ئې پېژندى شي.

ډېر علوم (د عصري علومو په شمول) پر مسلمانانو فرض عين دي؛ ځيني فرض كفائي او ځيني ئې مستحب؛ هر څه چي پر مسلمان فرض وي؛ علم ئې پر مسلمان فرض دئ؛ پر مسلمانانو دا فرض دئ چي د نظامي تجهيزاتو له پلوه به نه يوازي له دښمنانو سره سيالي او برابري كولى شي بلكه دومره به ترې وړاندي وي چي هغوى پرې ووېروي؛ او دا كار يوازي هغه مهال كولى شي چي د دې تجهيزاتو د جوړولو په عصري علومو مجهز او تر دښمن وړاندي وي.

تعجب كوو چي نن له مسئولو آدرسونو د عصري علومو، او پوهنتونونو د مخالفت ويناوي او اظهارات اورو؛ او د عملي اقداماتو شاهد يو؛ هغه هم داسي چي دې ته اسلامي رنگ وركول كېږي!!

دا له شخصي سليقو راولاړ شوي اظهارات هم اسلام ته صدمه رسوي او هم اوسني حكومت ته. آيا د دې لپاره څه توجيه موندلى شو چي په إسلامي امارت كي اسلامي پوهنتون بند شي او د كمونستانو او سيكولرانو پوهنتونونه آزاد وي؛ او دا هم ځكه چي هغوى بهرني حاميان لري!!

: ‏د سټنډرډ ملي اداره وایي، چې پرون یې د هرات په اسلام قلعه بندر کې ١٦ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته مسترد کړي دي.

: ‏د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند پښتونستان واټ کې امنیتي ځواکونو دوه بمونه کشف کړي چې یو یې خنثی کړی او بل ته یې چاودنه ورکړې ده.

په سیمه کې د کابل نیوز خبریال وایي، چې ساحه د امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده ده.

: ‏د پنجشېر ولایت سیمه ییزو چارواکو ددې ولایت په ارزو کوتل کې د یوې هلیکوپټرې د نسکورېدو خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې دغه هلیکوپټرې پرون پنجشنبه په یاده سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې او هیچا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

بل پلو د مقاومت جبهې په نوم ځینې کسانو د یادې هلیکوپټرې تصویرونه خپاري کړي او ادعا کوي چي ګواکې دا چورلکه د دوی د عملیاتو په ترڅه کي ناستې ته مجبوره شوې.

: نن له غرمې وروسته د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ په الف بېردي جومات کې چادونه رامنځ‌ته شوې ده.

د کندوز امنیې قومندانۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، د دې چاودنې پر مهال یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوې دي.

اعلامیه زیاتوي، دا چاودنه نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه په‌دې جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

: ‏تیم ملی کرکت افغانستان پس از یک سفر پر دست‌آورد و پایان سلسله بازی‌های یک روزه و بیست آوره دربرابر تیم زیمبابوی، صبح امروز (جمعه) به کابل برگشت.

: ‏په کابل کې د ایران سفیر وايي هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي. د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي رییس ملا محمد عیسی ثاني پرون په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.

: ‏د ا.ا استخباراتو په نیمروز کې د امریکايي ځواکونو د بوټانو د قاچاق مخنيوی کړی دی. ويل شوي، دغه نظامي بوټان ۲۲۲ جوړې وې او پاکستان ته قاچاق کېدل. ا.ا په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې مشر عبدالله الدرداري د ابوظبۍ د سوداګرۍ خونې مشر محمد هلال المهیري او مرستیال هلال محمد ال حمیلي سره لیدلي. دواړو لوریو افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو او په دې برخه کې پر نویو اړیکو جوړولو خبرې کړې دي.

: ‏د چين استازي ويلي، چې د افغانستان حالاتو کې د سترو بدلونونو له رامنځته کېدو راهيسې لس مياشتې تېرې شوي دي. د دغه هېواد لنډ مهالي حکومت د حکومتوالۍ په برخه کې ځيني پرمختګونه تر لاسه کړي، خو بيا هم د بشري، اقتصادي او امنيتي چارو کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی.

: ‏د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې د مخنوي لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه کړې. په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی، چې میلیونونه وګړي ګواښي.

: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ناوړه کېدو په اړه خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، په افغانستان کې به د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خپل بشپړ راپور د روان زېږدیز کال تر ډېسمبر میاشتې پورې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ  وايي: «تاسو د بشري حقونو په تړاو پوښتئ؟ په دې تړاو مې ډېر څه د خپل ماموریت په پای کې په لنډه بیانیه کې ویلي او د دې راپور بشپړولو ته به په نږدې اوونیو کې د څارنې د دوام په ګډون سره ادامه ورکړم. یو اوږد راپور به جوړ کړم. په ډېسمبر میاشت کې به یې د بشري حقونو شورا او دغه راز په اکټوبر میاشت کې به یې عمومي اسمبلۍ ته وړاندې کړم

: ‏باقر قالیباف رئیس پارلمان ایران در دیدار با سردار قربان قلی بردی محمدوف رئیس جمهور ترکمنستان در تهران خواهان ایجاد حکومت همه شمول در افغانستان شده است.

دراین دیدار دوطرف بر تحکیم امنیت و ثبات در افغانستان و مبارزه بر ضد تروریزم تاکید نموده اند.

: ‏سازمان عفو بین الملل در افغانستان خواهان بازگشایی مکاتب بالاتر از صنوف ششم دخترانه در افغانستان شده است.

این سازمان از جامعه جهانی خواسته است که مسله حق تعلیم دختران را در گفتگوهای خود با رهبران طالبان خط سرخ قرار دهد.

: ‏د بریتانیا محکمې پریکړه وکړه چې د ویکي لیکس بنسټگر ژولیان اسانژ امریکا ته مسترد کړي. د راپورونو له مخې اسانژ به په امریکا کې په ۱۷۵ کاله بند محکوم شي.

ژولیان اسانژ په افغانستان او عراق کې د امریکا د جنگي جرمونو څخه د پردې پورته کولو په جُرم په بند محکوم کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک