No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د سیکهانو پر درمسال برید د وسله والو بریدگرو په له منځته وړلو سره پای ته ورسید.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې په دې برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، د کابل په کارته پروان سیمه کې د هندوانو درمسال ته ننوتلي بریدګر وژل شوي دي.

د ټکور په خبره، په دې پېښه کې د ا.ا یو سرتېری او یو اهل هنود وژل شوي او اووه تنه د سیمي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ا.ا په کابل کې د افغان ولس د دښمنانو لخوا د سیکهانو عبادتځای په نښه کول په کلکو ټکو غندي.

‏مجاهد وايي، ا.ا د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د دې جنایت د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو لپاره د جدي اقداماتو ډاډ ورکوي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین عباس ستانکزي، په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا، ټاپي پروژې، رېل پټلۍ، قوشتېپې کانال او ځینو نورو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې کړي.

: ‏په ولسي جرګه کې د اهل هنودو او سکهانو پخواني استازي نریندره سېنګهـ خالصه له کابل نیوز سره په خبرو کې وویل، چې د شنبې په ورځ د کابل په کارته پروان کې د دوی پر درمسال برید سیاسي انګېزه لري.

نوموړی وايي، په دې برید کې که داعش یا بل هر بل څوک ښکېل وي، باید ا.ا یې وڅیړي.

: ‏د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د کابل په کارته پروان سیمه کې د سیکهانو په درمسال برید په کلکه غندلی دی.

عبدالله عبدالله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې سختو حالاتو کې د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.

: ‏د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال سیال کاکړ ومړ.

کاکړ ته نږدې کسانو د ده مړینه تایید کړې.

: ‏پخواني ولسمشر حامدکرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان سکهانو په درمسال برید په کلکو ټکو غندلی دی.

کرزي د دې برید عاملین د هیواد، خلکو ، سولې او ثبات دښمنان بللي.

ښاغلي کرزي ددې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي.

: ‏د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د ننګرهار هوايي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی.

‏د وزارت ویاند امام الدین احمدي زیاتوي، د ننګرهار هوايي ډګر چې په تېرو شلو کلونو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لخوا یوازې د نظامي هدف لپاره کارول کېده او د ملکي الوتنو پر مخ تړلی و، اوسمهال د ملکي الوتنو پر مخ پرانیستل شوی او عملآ ترې الوتنې ترسره کېږي.

‏د نوموړي په خبره، د دغه هوايي ډګر مسلکي کاري ټیم د مخابروي سیسټم، د هوايي ډګر برجونه او د هوايي برجونو کنټرول ټول تجهیزات ترمیم، تنظیم او بیا فعال شوي او د خوندي الوتنو لپاره چمتو شوی دی.

: تېرو لسو میاشتو کې کابو ۵۰ ملي او نړۍوالو بنسټونو کندوز کې بېرته فعالیتونه پیل کړي دي.

د کندوز سیمه ییز مسوولین وایي، دغو بنسټونو د مرستې رسونې، روغتیا، پوهنې او یو شمېر نورو برخو کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي چې له امله یې سلګونو تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

د کندوز د اقتصاد رییس دین غلام اسامه وویل:«کابو ۵۰ موسسې په کندوز کې فعالیت لري او په بېلابېلو برخو کې پرژوې لري د روغتیا، ښوونې او روزنې

د مسوولینو په وینا، په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې تر بل هر څه د مرستو پر رسولو تمرکز زیات شوی او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کموالی راغلی دی.

:  ریاست مهاجرین و عودت کننده‌گان بغلان می‌گوید که نزدیک به دو هزار خانواده در کمتر از یک سال گذشته به گونه‌ اجباری از ایران و پاکستان، اخراج و به این ولایت باز گشته اند.

مسوولان این ریاست می‌افزایند که آنان با نهادهای مدد رسان در ارتباط استند تا زمینه‌های کار را به بیجا‌شده‌گان فراهم کنند.

مولوی محمد ابراهیم عمری، ریس مهاجرین و عودت کننده‌گان بغلان، گفت: «یک کار بنیادی پیدا شود، با یک بوجی آرد و با یک قطی روغن چیزی نمی‌شود، باید برای شان کار ترتیب شود و به آنان سپرده شود

در همین حال، شماری از جوانان که تازه از ایران برگشته اند می‌گویند، اگر زمینه‌ کار برای شان فراهم نشود، ناگزیر اند تا دوباره دست به مهاجرت‌های غیرقانونی بزنند.

: ‏د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کوریلا دوشنبې ته په دوه ورځني سفر کې له تاجکستاني چارواکو سره د افغان ـ تاجکستان د پولو امنیت په اړه بحث کړی.

: ‏د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان:

تېرو لسو میاشتو کې پاکستان ته دوه نیم لکه افغانان مهاجر شوي.

: ‏اصفهان کې د ایران یوه جنګي جیټ ایف ۱۴ الوتکه سقوط شوه.

پیلوټانو یې ځانونه په پراشوټ ژوندي ایستلي.

: ‏امریکا افغان هوایي ځواکونو ته اخیستې ۲۷ باله هلیکوپټرې په اوکراین وسپارلې.

: ‏د پاکستان خارجه وزارت:

کابل کې د سیکانو په درمسال برید غندو او افغانستان کې پر مذهبي ځایونو زیاتو شویو بریدونو اندیښمن کړي یوو.

: ‏پوتین: هیڅ هېواد په اټوم بم نه ګواښو.

وایي، دا شی به یوازې د خپلې دفاع لپاره وکاروو.

: ‏تایوان از حمله بر چین هشدار داده است.

یو سی، عضو ارشد حزب حاکم دیموکراتیک در تایوان می‌گوید کشوراش از موشک‌های پیشرفته برخودار است که می‌تواند بیجینگ را هدف قرار دهد.

یو سی گفته است که اگر چین تلاش حمله بر تایوان را کند، آنان خاموش نخواهند نشست.

: ‏د اوکراین د جګړې له پیله دا دویم ځل دی چې د برېټانیا لومړی وزیر اوکراین ته سفر کوي او ددغه هېواد وګړو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، دوی د اوکرایني وګړو تر څنګ ولاړ دي او تر هغه یې ملاتړ کوي چې بریا ته ورسېږي.

: ‏ورلډ پوليټيکس رېویو په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان پر وضعیت او کنګل شوې شتمنۍ خبرې کړې دي. سرچینه کاږي چې امریکا په ناروا توګه د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او دغه هېواد یې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان کړی دی.

: ‏‏مسکو تحریم‌های وضع شده از سوی غرب را بیهوده خوانده است.

ولادیمیر پوتین، رییس جمهور روسیه می‌گوید تحریم‌های غرب بر کشوراش احمقانه بوده و هیچ سودی ندارد.

پوتین گفته است که این نوع اقدامات غرب جلو نبرد‌اش بر اوکراین را گرفته نمی‌تواند.

: ‏کاناډا وايي، له افغانستانه يې څه باندې ۱۶ زره افغانان لېږدولي دي. د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر په يوه ټويټ کې ويلي چې تازه له پاکستانه ۳۱۳ تنه ونکوور ته لېږدول شوي دي.

: ‏ملگري ملتونه وایي چې مارکس پوتزل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال استازی ټاکل شوی. پوتزل به د اوس لپاره په افغانستان کې د یوناما مشري هم په غاړه ولري.

مارکس پوتزل له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۶ پورې په کابل کې د جرمني سفیر و.

: ‏‏د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د کابل ښار کارته پروان سیمه کې د سیکهانو‌ پر درمسال برید غندلی دی.

جي شنکر پر سیکهانو باندې د برید په اړه اندیښنه څرگنده کړې او ویلي یې دي چې کابل کې وضعیت له نږدې څاري.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په کابل کې د سیکهانو په درمسال برید په کلکه غندلی او وايي، پر ملکي وګړو بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي.

یوناما په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو د ژوند خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک