No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند: ‏د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د پل خواجه بغرای سره نیږدې د یوه کرولا ډوله موټر په منځ کې انفجار شوی، چې له امله یې متأسفانه په موټر کې ناست دوو نفرو ژوند له لاسه ورکړی.

سیمې ته د بر راسي ټیم رسیدلی د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

: ‏د افغانستان ا.ا نن په کابل کې د افغان انوېسټ په نوم يو لوی محدودالمسووليت شرکت پرانيست. دا پرانيسته د ا.ا د رييس الوزرا د لومړي مرستيال او د کابينې د اقتصادي کمېسيون مشر ملا برادر وکړه. برادر ویلي چې سوداګري د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.

: ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي سره لیدلي دي.

‏د ملابرادر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې پرردوه اړخیزو اړیکو، د لویو اقتصادي پروژو پر ژر پيل او ګډو همکاریو خبرې شوې او کاملوف ویلي، چې تاشکند د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی او د ا.ا استازي ته به هم بلنه ورکړل شي.

: ‏په بلخاب کې د پوځي عملیاتو د پیلیدو امکانات زیات شوي. هممهاله ځینې لویدیځ هیوادونه هڅه کوي د بلخاب لانجې ته قومي بڼه ورکړي.

دا پداسې حال کې چې پدې وروستیو کې طالبان د سیمې هیوادونو لکه روسیې، چین او ایران ته ډیر نږدې شوي.

‏په طالبانو کې د قومي اختلاف پروژه د ولسمشر غني د حکومت پرمهال د ده او د ده د لومړي مرستیال امرالله صالح په ملاتړ د «مایکل سمپل» لخوا په شمالي ولایتونو خصوصاً په فاریاب کې پیل شوه.

‏مایکل سمپل د برتانیې استخباراتو ته کار کوي او په تیرو کلونو کې یې د یوناما او اروپایي اتحادیې په چوکاټ کې په افغانستان کې دندې ترسره کړي دي.

‏یادو لویدیځو هیوادونو څو میاشتې مخکې د فاریاب په ناکراریو کې چې د مخدوم عالِم په بندی کیدو پای ته ورسیدې هم لاس درلود.

ویل کیږي د بلخاب مولوی مهدي له مرکز سره د ډبرو د سکرو او دولتي امتیازاتو پر سر ستونزه لري خو هڅه کیږي دې اختلاف ته قومي بڼه ورکړل شي.

‏په طالبانو کې که قومي ستونزې او اختلافات را پیدا شي گټه یې یوازې داعش ته رسیږي.

: ‏د راتلونکې جولای میاشتې په وروستیو کې د ازبکستان په کوربتوب د سیمې او نړۍ د هېوادونو او ادارو د لوړپوړو استازو سیاسي او اقتصادي کنفرانس جوړیږي.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د اسلامي امارت پلاوي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر خاص استازي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سره لیدلي دي.

‏د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی او همداراز پتېیل شوې چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ د پراختیا په هدف به یو افغان پلاوی دغه هېواد ته سفر وکړي.

: ‏عباس ستانکزی د افغان انوېسټ شرکت پرانیستغونډه کې: هغه نظام چې ولسي ملاتړ ونه لري، ډېر ژر له منځه ځي.

دا د اسلامي امارت مسوولیت دی، چې نجونو او نارینه وو ته د درس زمینه مساعده کړي. دا شرعي امر دی، چې علم په نارینه او ښځینه وو فرض دی، د تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.

لس کاله مخکې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو اوسېدونکو په اسانۍ تګ راتګ کاوه، خو اوس نشي کولای، چې په اسانۍ سره راشه درشه ولري، موږ له پاکستان او ایران غواړو چې د تګ راتګ پر مهال د افغانانو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او په همدې توګه له ګاونډيو هېوادونو غواړي چې د ګاونډیتوب حق ادا کړي.

ا.ا به هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د هېوادونو پر ضد افغان خاوره وکاروي او پر وړاندې يې ګواښ پېښ کړي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین شیر محمد عباس ستانکزي کابل کې د «افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راتلونکي» تر عنوان لاندې غونډې ته خبرو کې وویل، د افغانستان د ابادۍ او ثبات لپاره د ګاونډيو هېوادونو مرستې ته اړتیا ده.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د ازبیکستان د امنیت شورا له سلاکار عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت یوې اعلامیه کې وايي چې په دغې لیدنه کې، ښاغلي حقاني ازبیکستاني پلاوي ته افغانستان کې د دغه هېواد د اقتصادي پروژو د امنیت د ټينګښت په هکله ډاډ ورکړی دی.

: ‏د جوزجان ځايي چارواکي په فاریاب او جوزجان ولایت کې له دوړو او خاورو سره مله شدیدو بادونو خبر ورکوي.

د جوزجان ښار ډېری برخې د باد او خاورو له شدته تړل شوي دي او ځايي چارواکي د سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

: ‏د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، په بهرني سیاست کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ملي امنیت سلاکار سره لیدلي دي.

دواړو خواوو، د ازبکستان لخوا پر شویو بشري مرستو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر تطبیق خبرې کړي دي.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد نصرت:

غواړو د بریښنا د تولید په ۱۶ پروژو کار پیل کړو.

وایي، په دې اړه مو له روسي، چینایي، ترکي او امریکایي پانګه والو سره بحثونه کړي، خو لا یې نتیجه نه ده ورکړې.

: ‏حمید خراسانی: بغاوت در برابر حکومت اسلامی کفر است؛ مقاومت‌گران سرکوب می‌شوند.

عبدالحمید خراسانی، آمر امنیت پیشین پنجشیر در پیامی می‌گوید که برنامه عملیات تصفیه ترتیب شده و مقاومت‌گران در پنجشیر سرکوب می‌شوند. این سخنان در حالی گفته می‌شود که حکومت می‌گوید مقاومتی وجود ندارد.

: ‏د هند د معبدونو کمېټه:

د هند دولت دې افغانستان نه ټول هندوان او سیکان راوباسي.

: ‏تایوان ـ ټایپي:

ولسي خلکو ته پوځي ټریننګونه ورکول پیل شول.

ځکه دې ورځو کې چین تایوان ته زیات غور و پرش کوي.

: ‏طبي جریده (دي نېچر):

امریکایي ساینسپوهانو د سرطان یا کینسر واکسین جوړ کړي چې پر موږکانو او بیزوګانو یې تجربه مثبته وه.

: ‏د عمران خان ګوندي غړی فیاض چوهان:

د عمران خان د وژلو په اړه افغانستان کې له یو ترهګر قومندان سره اړیکې نیول شوي.

وایي، دا ترهګر قومندان کوچی نومېږي.

: ‏امریکا له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته کورونا واکسین تطبیقوي.

هلته د ناروغیو کنترول او مخنیوي اداره وايي، راتلونکې اوونۍ به هغه ماشومان واکسین کړي، چې له شپږو میاشتو لوړ او پنځو کلونو کم عمر ولري.

: ‏نړیوال مالي اقدام ویلي پاکستان کې لاهم د مالي حسابونو کافي شفافیت نشته، اداري فساد پکې پراخ دی، مالي مسایل یې معیاري نه دي او لا هم ددغه هېواد له شتمنۍ په ورانکاره فعالیتونو کې استفاده کېږي نو دوی پرېکړه کړې چې دغه هېواد به په خړ لیست کې پاتې کېږي.

: ‏هند او بنګله ديش کې موسمي اورښتونو او سیلابونو ۴۱ تنه وژلي او په ميليونونو نور يې زيانمن کړي دي. راپورونه وايي چې دا اورښتونه له تېرې پنجشنبې راهيسې پيل شوي چې له کبله يې راوتو سيلابونو په ځينو سيمو کې مکمل کلي لاندې کړې دي.

: ‏د پاکستان په بلوچستان ايالت کې نامالومو وسله والو د سړک جوړونې د يوه شرکت پر کارکوونکو بريد کړی او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. بريد د بلوچستان د هرنايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شرکت پر کمپ شوی چې له کبله يې درې کارګران مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

: ‏د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند سره سره پر پاکستاني ځواکونو باندې بریدونه دوام لري. د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ نښته کې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

: ‏د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي، د اوکراين جګړه ښايي څو کاله دوام وکړي. ده له همدې کبله پر لويديځو هيوادونو غږ کړی چې د کيېف ملاتړ ته چمتووالی ولري.

: ‏د انگلستان حکومت وایي چې له هر هغه چا څخه ملاتړ نه کوي چې غواړي په افغانستان کې د جنگ او تشدد له لارې نظام ته تغییر ورکړي.

‏په افغانستان کې تر وروستي تاوتریخوالي وروسته په دوحه کې د افغانستان لپاره د انگلستان د سفارت شارژدافیر «هوگو شارتر» ویلي چې هیواد یې د افغانانو په گډون له هیڅ هغه چا ملاتړ نه کوي چې په افغانستان کې د خشونت او جگړې له لارې د نظام بدلون غواړي.

‏نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی نه د دې هیواد او نه هم د نړۍ په گټه دی.

: ‏د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکاییف په تهران له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په رامنځته کیدو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک