No-IMG

امریکا د انفلاسیون د کنټرول لپاره د سود نرخ کچه ډیره کړه

اسد مبارز

 

بټکواین له ۲۰۲۰ کال راپدېخوا په لومړي ځل له 19 زره ډالرو ولوېد او زما د معلوماتو له مخې نور هم غورځېږي. دلیل یې ما څو ورځې مخکې یو پوسټ کې هم ویلی وو چې امریکا د انفلاسیون د کنټرول لپاره د سود نرخ کچه ډیره کړله؛ امریکا نږدې 75 پواینټه د سود کچه لوړه کړه.

د سود کچې لوړولو څخه یې هدف دادی چې خلک له بانکونو ډیر پور وانخلي تر څو مارکیټ کې پیسې کمې او د لومړنیو توکو بیې ورسره کنټرول شي. کله چې بانکونه پور نه ورکوي؛ خلک مجبور دي چې کرپټوکرنسۍ کې سرمایه شوي پیسې وباسي او خپلې اړتیا پوره کړي. همدې سره د کرپټو مارکیټ او د اسهامو مارکیټ ولوېد.

د یوه راپور له مخې ددې احتمال شته چې د روان عیسوي کال تر پایه امریکا د سود کچه له 1.75 سلنې څخه تر 3.4 سلنې ته ورسوي؛ که چیرې همدا راپور صدق وکړي نو لرې نده چې د بټکواین بیه له 10 زره ډالرو هم ولويږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک