No-IMG

که د پيرانو تاريخ ولوستل سي ثابته ده چي ريښه يې د انگلستان څخه غځېدلې ده

حبيب الله ابدالي

 

که د پيرانو تاريخ ولوستل سي ثابته ده چي ريښه يې د انگلستان څخه غځېدلې ده. دا ريښه تر اوسه د انگلستان په اوبو خپل ښاخونو ته اوبه او طاقت ورکوي. سلگونه کلونه مخکي کله چي انگلستان د امپرياليزم خوبونه ليدل هغه وخت پوه وه چي په دوه شيانو پردي او اشغال سوي ملتونه مهارولي سي، په ويښو کي تفرقه اچول او ويدو کي د روحاني په نوم  د ويدو و خوب ته دوام ورکول.

دا پيرصاحب په ټول اسلامي نړی کي انگلستان د خپل هستوگن ځاي دپاره ټاکلی دی. مگر کله چي اسلامي نړی، اسلامي امارت افغانستان ته راسي پسه مخلوق، غول مخلوق پدې ندي خبر چي پيرصاحب تېره شپه د خپل مرداري خيټي چټلي چيري خالي کړي وه، دوي داسي قدر او عزت و دې انگريزي سپي ته ورکوي ته به گمان کوې چي د اسمانه يو فرشته را ښکته سوې ده. واړه او زاړه يې د شهوت او قدرت و غوښتنو ته ځانونه دونره ټيټ کړي وي چي سپي هم په شرميږي.

عجايبه لا دا ده چي دوي ځانونه کلک مسلمانان بولي. مگر پيرپرستي شيرک ندی؟

دوي ددې پير دومره پرستش کوي چي د الله ﷻ هم نکوي. په اسلام کي صرف د الله ﷻ پرستش جائز دی، حتی د الله د پيغامبرانو پرستش هم شيرک گڼل کيږي.

حضرت محمد ﷺ خپل پرستش هم منع کړی دی، ويلي يې دي چي هغه د خداي محبوب د الله ج يو پيغام راوړنکی/ رسول وو، او بايد پرستش يې و نسي.

مگر زموږ د ملت جاهله غړي ځان د يو انگريزي نوکر په پرستش ځانونه کفر ته اړوي.

د افغانستان اسلامي امارت هم ويده دی، کله جي ويښ هم سي ټول توجوه يې زموږ پر خويندو او لورگانو وي، هغوي د فرص علم څخه منع کوي، د خويندو او ميندو و بوټانو، نوکانو، پايڅو او چادری ته يې خپل فعاله ذهن ځانگړي کړي وي، مگر ددې شيرک/ پيرپرستی مخنيوی نه کوي.

اخر، که ددې پير پر ځاي يو عالم يا د ملت خادم راغلی واي باوري يم چي په انتحاري، انفجار يا په ډزو او مرميو نازول کېدی، مگر اوس ددې انگريزي تازي پخاطر خلگ ځانونه مشرکين کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک