
له هغې ورځې وېره پکار ده چې دا وطن خدای مکړه له انسانانو تش او په سپېره ډاګ بدل شي
دا خبره به تاسې ته هم نوې او جالبه وي چې د برازيلي لبنانيانو شمېر د لبنان تر اصلي اوسېدونکو ډېر دی. برازيل کې اووه ميليونه لبنانيان اوسي خو د لبنان د خپلو اوسېدونکو شمېر څه کم اووه ميليونه دی. وايي په ۱۹مه ميلادي پېړۍ کې پرېمانه لبنانيان په مختلفو دلايلو برازيل ته کډوال شوي وو، ورو ورو د برازيلي ټولنې برخه وګرځېدل او اوس د برازيل پر اجتماعي جوړښت، کلتور، رواجونو او عادتونو د لبنانيانو اغېز له ورايه ښکاري.
پر افغان وطن څو وارې د کډوالۍ لوی توپانونه راغلي، ميليونونه افغانان يې د وطن له غېږې ورسره اخيستي او د نړۍ ګوټ-ګوټ ته يې ويشتي. لومړی ځل شوروي يرغل ميليونونه افغانان ګاونډيو او د نړۍ نورو هېوادونو ته تيت پرک کړل. د نويمو لسيزو د کورني اخ و ډب له امله هم زرګونه کورنۍ وطن پرېښودو ته مجبوره شوې. تر امريکايي يرغل وروسته هم لوی شمېر افغانان هاخوا دېخوا کډوال شول او اوس دا دی بيا وطن د کډوالۍ په ګرداب کې راګير دی. په هر ممکن او معقول شکل د کډوالۍ د روان سېلاب مخنيوی پکار دی، دا د وطن د سرنوشت خبره ده. له هغې ورځې وېره پکار ده چې دا وطن خدای مکړه له انسانانو تش او په سپېره ډاګ بدل شي.