No-IMG

د حکمتيار صاحب دولسم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د جوزا ۲۹مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

(د قرآن قَسَمُونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار

دولسمه او وروستئ درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

نوموړي

په خپله نننئ درسي حلقه کي د لاندي مُدعیٰ د إثبات لپاره

د العاديات مباركي سورې پر قسمونو استشهاد وکړ او زياته ئې کړه چي

(انسان د خپل رب په وړاندي سخت ناسپاس دئ؛ او د ده تر پښو لاندي زغاستونكي آسونه همدا شهادت وركوي). هلته چي فرمايي:

وَٱلۡعَٰدِيَٰتِ ضَبۡحٗا ١

په ځوږ سره زغاستونكو قسم.

فَٱلۡمُورِيَٰتِ قَدۡحٗا ٢

بيا په سُم سره اور شيندونكو قسم.

فَٱلۡمُغِيرَٰتِ صُبۡحٗا ٣

او په سباوون يرغل كونكو قسم.

فَأَثَرۡنَ بِهِۦ نَقۡعٗا ٤

په كوم سره چي دوړى كړي خورې.

فَوَسَطۡنَ بِهِۦ جَمۡعًا ٥

نو په كوم سره چي ننوځي په منځ د يوه ټولي كي.

د قسمونو ځواب دا دي:

إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لِرَبِّهِۦ لَكَنُودٞ ٦ وَإِنَّهُۥ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٞ ٧ وَإِنَّهُۥ لِحُبِّ ٱلۡخَيۡرِ لَشَدِيدٌ ٨

يقيناً چي انسان خپل مولى (پالونكي) ته ډېر ناشكره دئ؛ او دى په خپله په دې باندي شاهد دئ. او دى خو له خير سره په مينى كي ډېر شديد دئ.

 

قدرمن مشر وويل:

دلته تر ټولو د مخه څو ټكي بايد په پام كي ولرو:

1.            دا پنځه قسمونه د تعقيب (فاء) په توري سره په خپلو كي تړل شوي او ښيي چي دلته د يوه څيز مختلفو حالتونو او صفتونو ته اشاره شوې، يعني همدا زغاستونكي دي چي د خپلي توندي او تېزي منډي له كبله ئې له ټټر شور او ځوږ خېژي او اورېدل كېږي؛ او همدغه زغاستونكي دي چي كله ئې د سُم او پوندي نعل پر تېږو لگېږي نو سپرغۍ ترې اوچتي شي او همدا دي چي په سباوون كي د يرغل لپاره كارول شوي؛ او همدا دي چي په خپلي چټكي زغاستي سره دوړي بادوي؛ او همدا دي چي د مقابل لوري په ليكو كي شق اجراء كوي، صفونه ئې څېري او د دوى په منځ كي ننوځي.

د بيان له الفاظو په ډاگه معلومېږي چي دلته له زغاستونكو؛ مراد آسونه دي نه بل څه، ډېر بې سليقي اديب به هم له دې بل مفهوم وانخلي.

اما دا چي دا قسمونه څنگه په دې خبري شهادت وركوي چي انسان د خپل پالونكي رب په وړاندي سخت ناشكره دئ؛ ځواب ئې دا دئ: آيا نه گورئ چي دا پياوړي آسونه؛ څنگه د خپل سپور د لاس په يوه حركت سره؛ په زغاسته شي، هر يو له بل د مخكي كېدو هڅه كوي، له سخت شور ځوږ ئې پوهېدى شئ چي خپل ټول زور ځواك ئې كارولى؛ چي تر نورو وړاندي خپل آقا مقصد ته ورسوي؛ نه گورئ چي څومره تېز زغلي؛ كله چي ئې نعل له تېږي سره ولگېږي؛ له شدت ئې د اور بڅركي ترې اوچت شي؛ په تياره سباوون كي په دښمن بريد وكړي، له دې بې پروا چي په يوې يا بلي گوښي كي به دښمن ورته په كمين كي وي، ناڅاپي به په كوم غشي سره دى په نښه كړي، دوړو ته ئې پام نه كوئ چي د مستانه او بې باكانه منډي ئې جوته نښه ده، ناڅاپي د دښمن له مجهز صف سره مخامخ شي؛ له ايستلو تورو سره، خو په ټوله بې اعتنائي صف مات كړي او د دښمن په مزدحمو صفوفو كي ننوځي، كله چي د آسونو دې خېل ته؛ خپلو سپرو د زغاستي اشاره نه وه كړې؛ هغه وخت تا ليدل چي هر يو د خپل سپور تر پښو لاندي، په شور شوق سره خوځېدو، پښه ئې په زمكه وهله، د خپل سر او غاړي په حركاتو سره ئې دا ښودله چي خپل آقا ته مطيع دئ او يوازي يوې اشارې ته ئې منتظر!! دا له ده سره خپل خاوند څه كړي چي دومره مطيع دئ؟ له خوراك څښاك پرته ئې څه وركړي؟ په سر غاړە ئې د لاس راكښلو پرته څه ورسره كړي؟ د دومره څه په وړاندي دا وفا او اخلاص د څه شي نښه ده؟ او كه تا اى انسانه! له دغه "حيوان" سره مقايسه كړو، د خپل منعم په وړاندي ستا وفا او اخلاص، ستا اطاعت او مننه؛ د خاوند په وړاندي د ده له چلن سره مقايسه كړو؛ ما ته ووايه: ستا په اړﮦ عادلانه قضاوت به څه وي؟ آيا له دې پرته بل څه كېدى شي چي ته د خپل رب په وړاندي سخت ناشكره يې، بې وفا يې، بې اخلاصه يې!! إِنَّ الانسنَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ * يقيناً چي انسان؛ خپل مولى ته ډېر ناشكر دئ. دا پداسي حال كي چي آس يوازي همدا دوه درې نعمتونه پيژني، له واښو اوبو او په سر غاړە له لاس راكښلو پرته په نور څه نه پوهېږي، خو انسان د خير او نعمت په اړە جامع تصور لري، ټول هغه بې شمېره نعمتونه پيژني چي الله تعالى پرې پېرزو كړي او دى ورسره كلكه مينه لري؛ خو سره له دې ډېر ناشكره دئ او د دغه حيوان په اندازه هم د خپل مولى د پراخو نعمتونو مننه او شكر نه كوي.

 

نوموړي په همدي مورد او د لا وضاحت په پار خپلي يوې پخوانئ خاطرې ته إشاره وکړه او وئې ويل:

نږدې دېرش كاله وړاندي په دې لټه كي وم چي د دې سورې د قسمونو او د قسمونو د ځواب تر منځ په دقيق ارتباط پوه شم، ډېر تفاسير مي وكتل، په تفسيرونو كي مي زيات مختلف آراء تر سترگو شول، نتيجې ته ونه رسېدم، ډېره موده همداسي راباندي تېره شوه، په پېښور كي د اقامت په دوران كي يوه ورځ د جمعې د لمانځه لپاره يوه مسجد ته ولاړم، گورم چي خطيب د دغي سورې په اړه خبري كوي، د قسمونو په اړه د ده توجيه او تفسير مي هومره دقيق وموند چي په هيڅ تفسير كي مي نه وو موندلى، متأسفانه په دې ونه توانېدم چي ترې پوښتنه وكړم؛ دا رأيه ئې له كوم تفسير اخيستې او آيا داسي كوم مشهور مفسر راښودى شي چي له دې رأيي سره موافق وي؟ په هر صورت د ده په زړه پوري وينا زما لپاره ښه لارښوونه شوه او زما د پوښتنو ښه ځواب؛ الله تعالى دي اجر وركړي؛ په تفسير كي زما لپاره يو له ډېر نورو استادانو شو.

 

نوموړي همدا راز د العاديات سورې په اړه پنځه ويشت کاله وړاندي په دری ژبه خپل ليکلی تأثر او أدبي پارچه هم د درسي حلقي گډونوالو ته واوروله؛ چي د علم او ادب مينه‌وال کولای شي (د شعر و عرفان در محک قرآن) په کتاب کي يې تفصيل ولولي.

 

له هغه وروسته قدرمن مشر د

(العصر) سورې د قسمونو په توضیح مفصل بحث وکړ او زياته ئې کړه:

(تاريخ د مؤمنانو د بريا او فتحي زېري وركوي).

هغه زياتوي چي د پورتنئ مُدعیٰ د إثبات لپاره

په دې مباركي سورې كي په "العصر" لوړە شوې. هلته چي فرمايي:

وَٱلۡعَصۡرِ ١

 قسم په زمانه.

د قسم ځواب دا دي:

إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَفِي خُسۡرٍ ٢ إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡحَقِّ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ ٣

يقيناً چى انسان په زيان كى دئ؛ مگر هغه چى ايمان ئې راوړى او صالح عملونه ئې كړى او يوه بل ته د حق سپارښتنه كړې او يوه بل ته د صبر توصيه كړى.

د قرآن د نورو قسمونو په څېر دلته هم په يوه څرگند او د هر مخاطب مخي ته پروت حقيقت باندي لوړە شوې؛ په "العصر" يعني زمانه؛ هره زمانه او د زماني هر پړاو؛ او دا د دغي ادعاء د اثبات لپاره د شاهد په توگه وړاندي شوى چي انسان له ايمان، صالح عمل، په حق سپارښتنه او په صبر له سپارښتني پرته له زيان او خسران سره مخامخ كېږي. كه تاريخ ته رجوع وكړئ، هره پاڼه ئې وڅېړئ او هر پړاو ته ئې ځير شئ؛ په څرگنده به وگورئ چي تل د ايمان هغو خاوندانو بريا تر لاسه كړې او له تباهي ژغورل شوى چي عملونه ئې صالح وو، پر حق ولاړ وو او يوه بل ته د حق سپارښتنه كړې، په دې لار كي ئې صبر كړى او يوه بل ته د صبر توصيه كړې. راشئ وگورئ د هغو خلكو پايله څه وه چي د كفر او له حق د انكار لار ئې غوره كړې، بد اخلاقه او بد عمله وو، ظلم او تېرى ئې كړى، فساد ته ئې لمن وهلي، نه ئې په خپله حق او حقيقت ته سر ټيټ كړى، نه ئې بل حق ته هڅولى، نه ئې په خپل جائز حق قناعت كړى، نه ئې د بل د حق پروا كړې، نه ئې په خپله صبر درلود او نه ئې بل ته د صبر سپارښتنه كړې؟ تاريخ د دغو خلكو په اړﮦ څه وايي؟ د دوى پايله او انجام ئې څنگه معرفي كړى؟ كوم ولسونه چي له تباهي، ذلت او سپكاوي سره مخامخ شوي؛ خصوصيات او ځانگړتياوي ئې څه وي؟ او هغه چي فلاح او بريا ئې په برخه شوې، د شرف او عزت لوړو مدارجو ته رسېدلي، د زمكي خلافت او د ولسونو قيادت او زعامت ئې تر لاسه كړى؛ څوك وو او مواصفات ئې كوم؟ آيا دغه سرلوړي او عزتمن قومونه او دا د تاريخ معروف او مشهور شخصيتونه چي هر څوك ئې په نامه افتخار كوي؛ هغوى ته ځان منسوبوي، د هغوى نومونه پر خپل ځان او اولاد ږدي او د هغوى په لار د تلو هڅه كوي؛ له دغو صفاتو پرته ئې بل څه درلودل؟ ابراهيم عليه السلام، موسى عليه السلام، عيسى عليه السلام او محمد عليه السلام؛ چي نن په ملياردونو پلويان لري؛ له دغو صفاتو او ځانگړتياوو پرته څه درلودل؛ او هغه چي له دغو صفاتو محروم وو او د دغو صفاتو له خاوندانو سره ئې دښمني ته ملا تړلي وه؛ كه څه هم زور ځواك ئې درلود، وسائل او امكانات ئې په واك كي وو، لښكري او فوځونه ئې درلودل او په لويو لويو ملكونو ئې حكومت كاوو، له كوم عاقبت او پايلي سره مخامخ شوي او نن خلك او تاريخ د دوى په اړﮦ څه قضاوت كوي؟ د ابوجهل، فرعون او نمرود په اړﮦ څه وايي؟ د عيسى عليه اسلام د مخالفينو په اړﮦ څه قضاوت كوي؟

 

قدرمن مشر د پورتنيو مطرح شويو پوښتنو د ځواب او وضاحت په اړه وويل:

متأسفانه ځينو دلته هم اشتباه كړې او "العصر" ئې يا د "صلوة العصر: د مازديگر لمونځ" يا "د مازديگر وخت" او يا د پيغمبر عليه السلام د زمانې په معنى نيولى؛ حال دا چي "العصر" عام دئ په هره زمانه ئې اطلاق كېږي او داسي هيڅ دليل نشته چي خاص وخت او زمانه په گوته كړي. دا ضعيفه توجيه د قسم او ځواب تر منځ هيڅ ارتباط نشي ښودلى او په هيڅ تعبير او تأويل سره دا نشي ثابتولى چي "العصر" د انسان په خسران او زيان شهادت وركوي! د "العصر" صيغه عام ده، سمه نه ده چي هغه "خاص" كړو، د قسم او ځواب تر منځ ارتباط يوازي په هغه صورت كي راڅرگندېږي چي صيغه په خپل حال "عام" پرېږدو او د زماني هر پړاو او د تاريخ هره مرحله ئې وگڼو؛ همدا زمانه او ټول لوړ ژور پړاوونه ئې شهادت وركوي چي انسان تل د بې ايماني، بدو كړنو، په حق نه ودرېدو او يوه بل ته د هغه سپارښتنه نه كولو، بې صبري او يوه بل ته د صبر سپارښتني نه كولو له كبله ئې تاوان كړى او له تباهي سره مخامخ شوى.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ دا مباركه سوره موږ ته لارښوونه كوي چي انسان د نجات لپاره څلورو صفتونو ته ضرورت لري: ايمان، صالح عمل، په حق او په صبر سپارښتنه؛ انسان هغه وخت كولى شي خپلي بريا او فلاح ته هيله من وي چي د نجات او بريا دا ټول عوامل او لاملونه په ځان كي تعبيه كړي؛ كه له دې يو ئې هم راكم شي او بې اهميته ئې وگڼي او هر يو په خپل ځاى كي مراعات نكړي؛ نو د نجات كښتۍ ئې د لاري په نيمائي كي پاته كېږي او ساحل ته له رسېدو محرومه كېږي. د دې سفر د پيل نقطه "ايمان" ده؛ نور صفات؛ د ايمان لوازم او مقتضيات دي او له هغه راولاړ شوي صفات دي؛ دا ستا ايمان دئ چي د صالح عمل په بڼه كي راڅرگند شي، له حق دفاع ته دي تيار كړي، تا ته د صبر او ثبات درس دركوي او د مبارزې په لوړو ژورو كي په استواره گامونو مخكي تلو ته دي هڅوي. كه ته غواړې داسي ټولنه جوړە كړې چي فلاح او سعادت ئې په برخه شي؛ د شر، فساد او تباهي عوامل پكي وځپل شي، د انسان د ذلت او سپكاوي لاملونو جرړي وايستل شي او انسان په هغې كي له زيان او خسران خوندي وي، نو دې لوړ او مقدس هدف ته د رسېدو لار دا ده چي په لاندي څلورو خبرو تركيز وشي: "ايمان، د صالح افرادو روزنه، له حق دفاع او له حق د دفاع په لار كي صبر او استقامت".

 

همدا راز نوموړي دا هم وويل:

هغه حزب چي ادعاء كوي د خلكو د ژغورني او نجات لپاره ئې په مبارزې لاس پوري كړى، خو اهداف، شعارونه او تگلاري ئې د "ايمان" په رڼا كي نه وي ټاكل شوي، د غړو تر منځ ئې اړيكي د ايمان او عقيدي اړيكي نه وي، عملونه ئې د ايمان او عقيدي ښكارندويي نه كوي، د ايمان او عمل تر منځ ئې څرگند تناقض وي، نه په خپله په حق ولاړ وي او نه نورو ته د حق بلنه وركوي، نه په خپله د مبارزې په كږلېچونو او لوړو ژورو كي صابر وي او نه نورو ته د صبر او ثبات بلنه وركوي، داسي يو حزب هيڅكله نشي كولى ټولنه د سعادت او نجات په لوري بوځي او د حق د لاري فاتح مبارزينو ته په ډاډمن محور او سنگر بدل شي. تاريخ د همدې خبري په حقانيت شهادت وركوي.

 

دغه راز نوموړي په پای کي د (الحجر) سورې کي پر دي راغلي قسم هم تفصيلي بحث وکړ، هلته چي فرمايي:

لَعَمۡرُكَ إِنَّهُمۡ لَفِي سَكۡرَتِهِمۡ يَعۡمَهُونَ٧٢

ستا په عمر لوړه چي دوى په يقيني توگه په سربدالي او بې سدۍ (بدمستۍ) كي لالهانده دي.

دا د لوط عليه السلام د قوم په اړه ويل شوي؛ دا يو له هغو قسمونو دئ چي ډېره موده ئې د معنى او تفسير په پوهېدو كي لالهانده وم؛ كله چي ما د پلوشې تفسير پيل كړ نو يوه اندېښنه مي دا وه چي له دې قسم سره به څه كوم؛ څنگه به ئې د قسمونو په اړه د قرآن له عامي قاعدې سره سم په تشريح بريالى شم؛ ستونزه له دې كبله راته پيدا شوې وه چي په تفسيرونو كي مي د دې قسم په اړه داسي لوستلي وو چي گواكي دلته مخاطب رسول الله صلى الله عليه و سلم دئ؛ او كه خبره همداسي وي نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ژوند څنگه پر دې شهادت وركوي چي د لوط عليه السلام قوم بې سده او سربداله وو؟ تر هغه مي دې پوښتني ته ځواب نه وو موندلى چي د اړوند سورې او بيا د همدې آيت تفسير ته راورسېدم؛ الله تعالى راباندي پېرزوينه وكړه او متوجه شوم چي دلته مخاطب لوط عليه السلام دئ؛ او دا ده ته د فرشتو د كلام وروستۍ خبره ده؛ نه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د الله تعالى وينا؛ كه آيتونو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي اصلاً د دې لپاره هيڅ مجال نشته چي دا آيت دي د معترضه جملې په توگه او له مخكنيو او وروستنيو آيتونو سره له ارتباط؛ پرته رسول الله صلى الله عليه و سلم ته متوجه وي؛ په داسي تعبير سره خو هم د آيتونو تر منځ نظم او تنسيق صدمه گوري او هم د قسم او ځواب تر منځ تړاو او ارتباط؛ له دې مفسد او بدكار قوم سره؛ د لوط عليه السلام اوږده مبارزه او د عمر ټول هغه كالونه چي دوى ئې له فساد او هغه ناولي كار لاس اخيستو ته بللي؛ خو هغوى منفي ځواب وركړى؛ دا مدعى ثابتوي چي د ده قوم په گناه كي داسي غرق وو چي نه ترې وتلى شو او نه ئې د خپل قبيح عمل بدوالى درك كولى شو؛ د قرآن په وينا (يعمهون) يعني سربداله، متحير او د حقائقو له درك عاجز ول. د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ژوند پوري ئې تړل له هيڅ پلوه د توجيه وړ نه دي.

 

نوموړي د لا وضاحت لپاره د سورة الحجر له ۶۱-۷۷نمبر آيتونو تفسير ته تفصيلاً إشاره وکړه او وئې ويل:

يعني د فرشتو همغه ټولى چي ابراهيم چي ابراهيم ته ورغلى وو؛ د لوط عليه السلام خوا ته ورغى، هغه ته هم پردي او ناآشنا معلوم شول، ورته وئې ويل: تاسو خو ناآشنا وگړي يئ، فرشتو ورته وويل: پردي نه يو، بلكي هغه څه مو درته راوړي چي دوى په كي شك كولو، دوى د الهي عذاب غوښتنه كوله او تا ته ئې ويل: كه ته د الله تعالى رښتينى پيغمبر يې نو پر موږ الهي عذاب نازل كړه؛ موږ د دغه عذاب پرېكړه له ځان سره لرو، همغه حقيقت مو درته راوړى چي دوى نه منلو، موږ رښتيني يو، عذاب راتلونكى دئ، ته د شپې په يوې برخي كي خپل كهول له سيمي وباسه، دوى وړاندي او ته ئې تر شا روان شئ، ستاسو هيڅ يو دي شا ته نه گوري، هيچا ته التفات او اعتناء مه كوئ، همغه لوري ته ولاړ شئ چي پرې گمارل كېږئ؛ او د همدغو فرشتو له لوري لوط عليه السلام ته اطلاع وركړى شوه چي سبا سهار به هغه مهال د دې مجرم قوم جرړي قطع كېږي او ټغر به ئې ټولېږي چي شپه ئې پاى ته رسولې او سباوون پيلوي.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛

دا آيتونه وايي چي د مېلمنو په راتلو سره د ښار اوسېدونكي خبر شول، خوښ او مست د ده كور ته ورغلل، لوط عليه السلام ورته وويل: دا زلميان مي مېلمانه دي؛ ما ته سپكاوى مه رااړوئ، له الله تعالى ووېرېږئ او ما مه شرموئ؛ هغو بدمستو ورته وويل: آيا ته مو له دې نه وې منع كړى چي داسي وگړي به نه مېلمانه كوې؟ دوى له خپل كور وباسه؛ موږ ته ئې تسليم كړه، لوط عليه السلام ورته وويل: كه د نكاح اراده لرئ نو زما د ولس لوڼو ته چي زه ئې خپلي لوڼي گڼم؛ مخه كړئ. يقيناً چي دوى خپلي مستۍ بې سده كړي ول او په تلوار او ټينگار سره ئې مېلمانه ترې غوښتل. نو په سباوون كي هغي لوړي چيغي چي سخته زلزله ورپسې وه ونيول، د ښار لوړي نسكوري او كورونه لاندي باندي شول، زمكه وچاوده، ښار او ښاريان ئې په ستري كندي كي ښخ شول او له پاسه د پخې شوې خټي ډبري پرې وورېدې.

 

هغه د ياد قسم د لا توضیح لپاره لاندي څو موارد د گډونوالو مخ ته کښېښول:

الف•        د دې آيت (لَعَمۡرُكَ إِنَّهُمۡ لَفِي سَكۡرَتِهِمۡ يَعۡمَهُونَ: ستا په عمر لوړه چي دوى په يقيني توگه بې سده او د مستۍ حالت كي لالهانده دي)؛؛ دوه د اعتناء وړ تعبيرونه او تفسيرونه مومو:

1: ځيني وايي چي دلته خطاب رسول الله صلى الله عليه و سلم ته متوجه دئ او الله تعالى د ده پر عمر لوړه كړې.

 

2: ځيني نور وايي چي دلته خطاب د فرشتو له لوري لوط عليه السلام ته متوجه دئ او هغوى د لوط عليه السلام په عمر لوړه كړې. په دې دواړو آراءو كي كومه يوه په كوم دليل غوره كولى شو؟ په دې اړه بايد ووايو: دوه دلائل داسي دي چي ښيي دوهمه توجيه صحيح ده:

1- د كلام تسلسل او نظم دا ايجابوي چي دا به د فرشتو د مخكيني كلام تتمه وي او دوى به لوط عليه السلام ته د خپلو خبرو په پاى كي دا وينا كړې وي. د كلام الفاظ داسي دي چي ښيي خطاب لوط عليه السلام ته متوجه دئ او ده ته د فرشتو له لوري ويل شوي چي ستا قوم په خپلي بدمستۍ او سربدالي كي لالهانده دي. كه دا خطاب رسول الله صلى الله عليه و سلم ته متوجه وى نو بايد د ماضي په صيغه او داسي ويل شوي وى چي هغوى د بې سدۍ په حالت كي وو.

 

2- د قرآن ټول قسمونه د استشهاد لپاره دي؛ دا قسمونه د دې لپاره نه دي چي گواكي الله تعالى د خپل مخاطب د قانع كولو او د ده د تشويش رفع كولو لپاره په كوم ستر او با عظمته شي لوړه كړې!! دا نه د قسم د مفهوم او معنى په اړه صحيح تعبير دئ او نه د قرآن د قسمونو سم تفسير، هر قسم د استشهاد لپاره وي، دلته كه په (عمرك) كي اشاره د رسول الله صلى الله عليه و سلم عمر ته راجع وگڼو نو د قسم له ځواب سره ئې هيڅ تړاو نه تر سترگو كېږي؛ خو كه ئې د لوط عليه السلام عمر ته راجع وگڼو نو تړاو ئې ډېر څرگند او واضح دئ او هغه دا چي د لوط عليه السلام ټول عمر شهادت وركوي چي د ده مخاطب قوم په بدمستۍ كي غرق وو، د ده دعوت ته ئې اعتناء ونه كړه او له فساد او گناه ئې لاس وانخيست.

 

نوموړي زياته کړه

په دې اړه درانه لوستونکي او گډونوال کولای شي چي (د قرآن پلوشې) تفسير کي د هود سورې له (77-83) نمبر آيتونو شرحي او تفسير ته مراجعه وکړي.

 

په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک