No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار پرون د یکشنبې په ورځ ماښام د افغانستان په أمورو کې د جماعت اسلامي د مرستيال شبير احمد خان په مشرۍ د ياد ګوند له يو لوړپوړي پلاوي سره وکتل.

په پیل کي ښاغلي حکمتيار ياد پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ خپل نظر په دې توګه څرګند کړ:

دې ورځو کې دلته د پاکستان په رابطه ځينې تشويشونه شته، دا اندیښنې هم دي چې خدای مه‌کړه! پاکستان بيا د افغانستان په اړه د پرويز مشرف پاليسي غوره نه‌کړي چې متأسفانه له ځينو علاماتو هم همداسې برېښي، نوموړي زياته کړه:

امريکايان چې له دې ځايه وتل، تصمیم يې دا وو چې په پاکستان کې به مستقر کېږي، خو د توقع خلاف د عمران خان له جدي مخالفت سره مخ شول، ډېری افغانان داسې انګېري چې عمران خان د همدې مخالفت له ټسه قرباني شو، امريکايان هڅه کوي چې پاکستان يو ځل بيا پر افغانستان د خپلو عملياتو او فشارونو د ورود له پاره د يوې نظامي هډې په توګه استعمال کړي، د امريکايانو له اظهاراتو معلومېږي چې همداسې يو کار شوی. هغه دا هم وويل:

په دې وروستيو کې د افغانستان او هند نږدې کېدل هم يوه بله حساسه مسأله ده، داسې ښکاري چې پر ځينو مسائلو توافق شوی، هند غواړي دلته خپل سفارت پرانېزي، د هندوانو پر معبد بريد د همدې سياسي لانجې پايله کېدای شي، امريکايان غواړي پر فعلي حکومت فشار راوړي او خپل شرائط پرې ومني.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د ح‌اا قدرمن أمير نن دوشنبه له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له لندن مېشتي مشهور فرهنګي شخصيت ښاغلي وحيدالله عصمتي، د پروان ولايت له جهادي شخصیت استاد عبدالغفار رشیدي، د پکتيکا ولايت له قومي مشر حاجي علي‌جان، د پکتيا ولايت له قومي مشر حاجي موسیٰ رحیم، د ښاغلي رفیع الحق په مشرۍ له پاکستان هېواد د ځوانانو له يو راغلي وفد، د ح‌اا د مشهور جهادي شخصیت ډاکټر نور الدین زاهد، د ح‌اا د مشهور او مطرح سياسي شخصيت انجينير محمد امين کريم په ملتيا له مشهور سياسي کارپوه ښاغلي ډاکټر اکرم خپلواک، د بغلان ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي ميرويس جهاد‌يار او دغه راز په ګاونډي هېواد پاکستان کې د مشهورو کورنيو او نړيوالو غږيزو او تصويري رسنيو له ژورنالستانو سره وکتل.

ښاغلي حکمتيار د ژورنالستانو راغلي پلاوي ته تر هرکلي او ښه راغلاست وروسته وويل:

تاسو ته معلومه ده چې موږ ته يو وران-ويجاړ افغانستان په ميراث پاتې شوی، نږدې څلور لسيزې زموږ هېواد د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د لاسپوڅو له خوا اشغال وو، د هغوی له وتو وروسته موږ ته يو داسې افغانستان په ميراث پاتې شوی چې د هرې برخې نهادونه يې نړېدلي، ناټو+امريکايان هم همداسې لاړل، افغانستان يې وران او ويجاړ پرېښود، هغوی غوښتل داسې ووځي چې د دوحې د توافق پر اساس يې دلته ګټې تضمين پاتې شي، خو بريالي نه‌شول، اوس يو ځل بيا غواړي دلته د خپلو نامشروع ګټو د تأمين له‌پاره ستونزې او مشکلات پيدا کړي، او ګواښونه هم کوي.

نوموړي د ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو په رابطه زياته کړه:

متأسفانه؛ له ګاونډيو هېوادونو سره مو هم اړيکې ښې او د حساب وړ نه‌دي، زموږ دوه ګاونډيو خو يو مهال زموږ پر ضد داسې څه وکړل چې؛ که کړي يې نه‌وای، نو امريکايان به هېڅ‌کله په اسانۍ نه‌وو توانېدلي چې افغانستان اشغال کړي، ايران هم دا کار وکړ او پاکستان هم، فعلاً هم دا اندېښنه شته چې خدای مه‌کړه! پاکستان يو ځل بيا د پرويز مشرف ناوړه سياست تکرار نه‌کړي، چې دا به واقعاً يوه نه‌جبرانېدونکي اشتباه وي.

: ‏اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د څو تنو بریتانوي وګړو د خوشي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې یاد بریتانویان شپږ میاشتې وړاندې په افغانستان کې د افغاني عنعناتو خلاف کړنو له کبله نیول شوي وو.

‏په اعلامیه کې ویل شوي، چې یاد کسان د بریتانیا هېواد او د ا.ا د چارواکو د پرلپسې ناستو وروسته د یوه تفاهم پر اساس تېره ورځ خوشي شوي او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیې حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي امارت له دې اقدام هرکلی کړی دی.

:د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: موږ په مجموع کې ځينو مطالبو او مسائلو ته په پام سره له فعلي وضعيت راضي يو، ح‌اا په دې هېواد کې د خپلې سياسي او جهادي مبارزې اوږده او اغېزمنه سابقه لري، فعلاً يې هم فعاليت او ونډه په ټولو قضاياءو کې فعاله او ځلانده ده، له حکومت سره ښې اړيکې لرو، د ستونزو پر وړاندې ګډ دريځ لرو، که څه هم په حکومت کې ونډه نه‌لرو، خو په ټولو مهمو قضاياءو کې د يو بل مرسته کوو.

د نوموړي پر وينا؛ هر هغه کار چې ګټه يې دښمن ته رسي، له هغې ډډه کوو، خپلو افرادو او عام ولس ته هم وايو او ويلي مو هم دي چې هېڅ داسې کار ونه‌کړي چې ګټه يې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي.

:د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: طالبانو ته مو ويلي چې د ټولو مهمو قضاياءو په رابطه ملت ته رجوع وکړئ، د بهرني مشروعيت پر ځای هڅه وکړئ، څو داخلي مشروعيت لاس‌ته راوړئ، کله چې بهرنيان وګوري چې دلته يو مشروع او د ولس له ملاتړه برخه‌من استازی نظام شته، هغوی خپله مجبوريږي چې په رسميت مو وپېژني.

:د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د پاکستان او افغانستان د اړيکو په اړه د ح.ا.ا د امیر ښاغلي حکمتیار حفظه الله موقف: افغانان له دې ناحيې سخت ځورېږي چې د ډېورنډ پر فرضي کرښو يې سپکاوی کېږي، سره له دې چې وېزه يې هم له ډېر سپکاوي او ځور وروسته په 1000ډالر ترلاسه کړي وي، خو بيا هم پر پوله له سپکاوي ډک چلن ورسره کېږي، که پاکستان له طالبانو سره مشکل لري، نو له هغوی سره دې حل کړي، له عامو افغانانو يې غچ اخيستل ظلم او بې‌انصافي ده. نوموړی زياتوي چې: ما له عمران خان سره دا مسأله په جدي ډول مطرح کړه او هغه راسره ومنله چې د پولې دواړو خواوو ته به تګ-راتګ له پاسپورټ او وېزې پرته کېږي، خو متأسفانه چې عملي نه‌شوه.

د هغه پر وينا؛ پاکستان که غواړي د افغانستان له لارې له مرکزي آسيا سره راکړه ورکړه ولري، نو دلته بايد د يو قوي مرکزي حکومت منلو ته قانع شي، که دلته ستونزې وي، نو پاکستان يې هم له اغېزو خوندي پاتېدای نه‌شي. د ښاغلي حکمتيار له انده؛ د جهاد او هجرت له دورې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د ورورۍ فضا رامنځ‌ته شوې وه، خو متأسفانه په تېرو شلو کلونو کې هغه مهال چې پاکستان د کابل پر ضد د امريکا او ناټو مرسته وکړه، د ورورۍ دې صميمانه اړيکو هم ډېره صدمه وليده، اسلام آباد ته په‌کار دي چې د افغانستان په اړه له داسې سياست او اقداماتو ډډه وکړي چې د افغانانو عزت او حيثيت ته صدمه رسوي او د هغوی افغاني غرور او احساسات ژوبلوي.

: ‏د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل، هرات، کندهار او مزارشریف نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر روان دی.

‏د وزارت په خبره، تر دې مهاله ۵۱۰۱ افغان حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو په هدف د یادو هوايي ډګرونو له لارې په څو الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي او پاتې نور به هم په ټاکلي وخت ولېږل شي.

‏د یادونې ده، چې سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۳۵۸۲ افغان حاجیان برخه اخلي، چې د لېږد لپاره يې ټول لازم چمتووالی نیولی دی.

:‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره د افغان کډوالو، مخدره توکو، معتادینو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي.

‏په دې لیدنه کې د ایران سفیر زیاته کړې، حکومت يې چمتو دی، چې د افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

ستانکزي له ایران سره پر مثبتو اړیکو او پرمختګونو خوښي ښودلې او ترې غوښتي، چې ایران کې مېشتو افغان کډوالو سره رویه نرمه او بشردوستانه تسهیلات ورته برابر کړي.

‏نوموړي هیله څرګنده کړې، چې ایران حکومت دې افغانانو ته د وېزو د ورکړې بهیر لا ګړندی کړي او تلونکو افغانانو ته د تګ قانوني اسانچارې برابرې کړي.

: ‏یوناما د ننګرهار په غني خېلو کې د دوشنبې ورځې چاودنه چې له کبله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته، غندلې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې په سملاسي توګه پر ملکي وګړو د بریدونو د درولو غوښتنه کړې ده.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې شوې او همداراز پخواني ولسمشر په افغانستان کې د سولې، ثبات او سوکالۍ په اړه په مختلفو ناستو کې د ایران له دریځ هرکلی کړی دی.

: ‏د اوبو او انرژي وزارت وايي، د هېواد په شمالي، ختیځ او شمال ختیځو ۱۴ ولایتونو کې د غبرګولي له ۲۹ تر ۳۱ مې ڼېټې پورې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

: ‏د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ اړوند شيرګړ بازار کې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او د ا.ا د ۵ سرتېرو په ګډون یې ۲۸ تنه ټپیان کړي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، چې چاودنه نن غرمه مهال د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون د رئیس شاه محمود هجرت پر موټر شوې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت وايي، د انګلستان د هغه دریځ هرکلی کوي، چي د افغان حکومت د وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي او له ا.ا سره تعامل ته ترجیح ورکوي.

یاد وزارت زیاتوي، د دې حقیقت درک کول د قدر وړ دي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات او ا.ا سره مثبت تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

: ‏د استخباراتو عمومي ریاست وايي، د سرپل ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو تېره شپه د دې ولایت دویمه حوزه کې د وسلو او نظامي مهماتو یوه ستره ډیپو کشف کړې ده.

یاد ریاست زیاته کړې، چې له دغه ډیپو څخه زرګونه مرمۍ، سلګونه میله وسلې، لسګونه د راکټ مرمۍ، مخابرې او زرګونه نور تجهیزات او مهمات ترلاسه شوي دي.

: باختر آژانس: ‏له امیرالمؤمنین سره نن د ټول هېواد د سوداګرو په استازیتوب ۳۰ تاجرانو  څلور ساعته مجلس کړی.

په دې کتنه کې سوداګرو له امیرالمؤمنین سره خپلې ستونزې شریکې کړي او هغه یې د حل ژمنه ورسره کړې،  په پای کې امیرالمؤمنین هر یوه ته یوه یوه لونګۍ د اعزاز په ډول ورکړې او په خوښي یې رخصت کړي.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني کابل کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د کډوالۍ علتونه دې په ګوته شي، څو له کډوالۍ مخه ونیول شي. نوموړی زیاتوي: «له ټولو هېوادونو غواړو چې له کډوالو سره د کډوالۍ نړیوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس لیونارد زورلو په کابل کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وویل، دې سازمان له ۲۰۰۲ کال څخه تر اوسه پورې ۵٫۳ مېلیون افغانانو ته چې له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي، بشرپاله مرستې برابرې کړي.

‏د نوموړي په وینا، اوس‌مهال له شپږ مېلیونو ډېر افغانان له هېواده بهر د کډوالۍ ژوند کوي او له ۲۰۱۲ څخه تر اوسه پورې ۳٫۵ مېلیونه افغانان د جګړو له کبله په کور دننه بې‌ځایه شوې دي.

: ‏پس از وضع قوانین از سوی وزارت امر بالمعروف، زنان در کابل از برخورد نادرست کارمندان این وزارت شکایت دارند.

زنان همچنان از نبود خدمات ترانسپورت شهری و افزایش کرایه موترهای لینی شخصی ابراز نگرانی می کنند و می افزایند که ساعت ها انتظار می کشند تا موتری را بیابند و به منزل خود برسند.

: ‏د مالي هېواد په شمالي ښار ګایو کې پر ځینې کلیو د وسله والو کسانو په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي دي. فرانسې خبري اژانس د یادې سیمې د چارواکو له قوله ویلي چې د پېښې له ځایه یې ۲۴ مړي او ۱۲ ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.

: ‏د ايتوپيا په اروميا سيمه کې د امهارا په نوم قبيلې باندې بريد شوی چې د لومړنيو راپورونو له مخې پکې ۲۳۰ تنه وژل شوي دي. اسوشيېټېډ پرېس اژانس د عيني شاهدانو په حواله ويلي چې بريد پرون شوی او د سيمې خلک وژل شوي کسان په ډله ييزو قبرونو کې ښخوي.

: ‏ايران په مشهد کې د دوو اخوندانو پر وژنې تورن نن سهار اعدام کړی دی. ايراني رسنيو ويلي، ازبيک توکمی عبدالطيف مرادي چې د مشهد په امام رضا زيارت کې يې پر دريو اخوندانو د چړې بريد کړی و نن سهار د دغه ښار په وکيل اباد زندان کې په دار ځړول شوی دی.

: ‏د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ویلي چې ښايي پر هېواد يې د روسيې بريدونه لا شديد شي. هغه د روسيې د بريدونو د شدت وړاندوينه په داسې حال کې کړې چې اروپايي ټولنه د روانې اونۍ په پای کې د غړيتوب لپاره د اوکراين د نوماندۍ په تړاو پرېکړه کوي.

: ‏امریکا د افغان پوځ ځينې الوتکې تاجکستان ته ورکوي. رویټرز په یوه راپور کې وایي په وروستیو ورځو کې د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي پلاوي تاجکستان ته سفر کړی و او هلته یې له تاجکستاني چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

: ‏افغاني‌الاصله اسټرالیايي فاطمه پیمان د کارګر ګوند له لارې د اسټرالیا پارلمان سنا مجلس ته بریالۍ شوه. نوموړې په اسټرالیا کې لومړنۍ افغان کډواله ده چې یاد پارلمان ته لار پیدا کوي.

: ‏د داعش خراسان ډلې په خپلې تازه خپره شوې مجله کې د چین او ایران پر ښارونو د بریدونو خبرداری ورکړی دی.

داعش د خراسان غږ په مجلې کې پر طالبانو او له نړۍ سره د دوی پر اړیکو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې ډیر ژر به په چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان کې بریدونه ترسره کړي.

‏دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې داعش ډلې په کابل کې د سیکهانو پر درمسال برید وکړ.

: ‏د امریکا پلازمینې واشنگټن کې سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه کنسرټ کې د ډزو له امله یو تن وژل شوی او د یوه پولیس په گډون ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

: ‏بریتانیا د افغان حکومت له لوري له بند څخه د خپلو ۵ بندي اتباعو له خوشي کولو هرکلی کړی دی.

‏د بریتانیا حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ددغو بریتانوي وګړو حضور په افغانستان کې د بریتانیا  حکومت له کار سره تړاو نه درلود او افغانستان ته یې سفر د خپل حکومت د سفر مربوط مشورو خلاف ترسره کړی و.

‏په اعلامیه کې د دغو بریتانوي اتباعو د کورنیو لخوا د افغانستان د کلتور او قوانینو د نقض په خاطر بښنه غوښتل شوې او د بریتاینا حکومت هم په دې پیښې خپله خواشیني څرگنده کړې‌ ده.

د راپورونو له مخې د خوشې شویو کسانو نه یو هم پیټر جوونل دی چې په افغانستان کې له ۶ میاشتو راهیسې بندي و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک