No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول قاضي عبید وايي، چې تېره شپه په شمالي سالنګ کې واوره ورېدلې ده.

په ورته مهال د بامیانو ولایت په یو شمېر سیمو کې د واورې د ورېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

: ‏په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست د چین د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا هېوادونو د څانګې مشر سره د نورو مسایلو تر څنګ، چین ته د اریانا هوايي شرکت د الوتنو په بیا پیل، په کابل کې افغان تجارانو ته د ویزو په صدور او د چین په پوهنتونونو کې د افغان محصلینو په حضوري درسونو خبرې کړې.

‏دوی هیله ښودلې، چې په نیږدې راتلونکې کې به په دغو برخو کې مثبت پرمختګونه رامنځ ته شي.

: ‏د شیخ هبة الله د تازه حکم په اساس مولوي رحمت الحق فضیل د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري معیین په توګه، مولوي احمد طه د کونړ ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي.

‏ددې حکم له مخې د موسی کلا  ولسوالۍ مخکینی ولسوال ملا عبدالاحد فضلي د هلمند ولایت د امنیه قومندان په حیث او مولوي نصرت الله خادم د غزني ولایت د امنیت د آمر په توګه ټاکل شوي دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل کاري دفتر کې د ملي محور گوند له یوشمیر غړو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې کار ته د ښځو پر ستنېدلو او د نجونو ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینگار شوی او ویل شوي چې د هیواد پیشرفت د یوې ټولنې د ښځو او نارینه وو په گډ کار پورې تړاو لري.

: ‏قاری فصیح الدین فطرت لوی درستیز قوای مسلح به ولایت بلخ رفته و در انجا با مقامات قول اردوی 209 الفتح دیدار کرده است.

وزارت دفاع می گوید، که وی با مقام های محلی در رابطه به امنیت ولایات شمال و محافظت از سرحدات صحبت های همه جانبه نموده است.

: ‏فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د ا.ا  د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت معیین سعید احمد شهیدخېل ممنوع السفر اعلان کړي خو د اسلامي امارت د ۱۳ مشرانو د سفر د بندیز معافیت یې د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی.

‏د پوهنې وزارت پر معیین شهیدخېل له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو او پر حقاني بیا، په تحصیلي سیستم کې د محدودیتونو وضع کولو له کبله دا بندیزونه وضع شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالباقي حقاني د ترکیې په سفر بوخت دی.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏امیرخان متقی سرپرست وزارت امور خارجه در دیدار با شماری از شخصیت های افغان که به کشور برگشته اند گفته است جای خرسندیست که افغانان دارای حکومت خودمختار در کشور خود هستند و هر کس حق دارد که به گونه آزاد و زندگی با عزت کنند.

‏متقی دراین دیدار افزوده است که اکنون زمانی فرارسیده است که همه افغانان برای تحکیم نظام و آبادی کشور خود متحد شوند.

امیرخان متقی گفته است که رهبری امارت اسلامی به کمیسیون تماس هدایت داده است تا به امنیت افرادی که به کشور برگشته اند توجه کند و تعهدات خود را عملی نماید.

: ‏له  درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست،  په پاسپورټ ریاست کې  درې کسان د رشوت په جرم، له شواهدو او اسنادو سره یوځای ونیول.

: ‏وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث می‌گوید که ۱۰ تن در نتیجه سرازیر شدن سیلاب‌ها در هشت ولایت جان باخته و ۲ تن دیگر زخمی شده‌اند ‏بر اساس گزارش‌های ابتدایی، ۵۰۰ منزل تخریب، فراورده‌های ۳۵۰۰ جریب زمین نابود و ۱۰۰۰ راس مواشی تلف گردیده است. وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث از آغاز روند بررسی و کمک رسانی به آسیب دیدگان خبر داده است.

: ‏افغان حکومت وایي تېر کال د ۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت پنبه صادره شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي برخې ویلي چې تېر کال د ۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت افغان پنبه صادره شوې ده او تمه ده چې روان کال دا شمېره نوره هم لوړه شي.

: ‏له حربي ښوونځي ۱۸۳ کسان فارغ شوي دي. ملي دفاع وزارت وايي چې ددغه وزارت اړوند له حربي ښوونځي ۱۸۳ کسان د نظامي، مسلکي او فکري تعلیماتو د دورې تر بشپړولو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.

: ‏د چمن-سپین بولدک پر لار تلونکي مسافر وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي. د راپورونو له مخې په وروستیو کې د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني لوري خنډونه ډېر کړي دي او له امله یې افغان وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي.

: ‏د هرات ولایت د قصابانو ټولنه وایي چې له دغه ولایت څخه د ورځې تر شپږ زره راس پورې څاروي ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي. د دغې ټولنې په خبره، سږکال د تېرو کلونو په پرتله بهر ته د څارویو د قاچاق کچه دوه برابره ډېره شوې ده.

: ‏د ابونصر فراهي بندر له لارې، له څلور میاشتني ځنډ وروسته د ایران او افغانستان تر منځ سوداګري بېرته پیل شوه.

د فراه ولایت ترانسپورټ رياست مسوولین وايي، چې د ابونصر فراهي بندر له لارې؛ ايران سره د سوداګریزو توکو صادرات او واردات یوځل بیا پیل شول.

: ‏اداره امور مهاجرین سازمان ملل (یو. ان. ایچ. سی. آر) می‌گوید، پس از حاکمیت ا.ا بر افغانستان ۲۵۰ هزار افغان به پاکستان مهاجر شده اند.

یو. ان. ایچ. سی. آر گفته است که اکثر افغان‌های مهاجر در اسلام‌آباد، خیبر پشتونخوا و بلوچستان سکونت اختیار کردند.

: ‏انفجاری در سوریه ۱۶ کشته و زخمی برجا گذاشته است.

وزارت دفاع سوریه در یک اعلامیه‌ی نگاشته است، از اثر انفجار بر یک موتر ملکی در مناطق شمالی دست کم دو ملکی و ۱۱ نظامی کشته شده و سه سرباز دیگر زخم برداشته است.

: ‏روسي خبریال له اوکرایني ماشومانو سره د مرستې لپاره خپله جایزه پلورلې.

د نوبل سولې جایزې ګتونکي دیمېتري مراتوف خپله جایزه په ۱۰۳،۵ میلیون ډالره پلورلې ده.

مراتوف ویلي، یادې پيسې به له بېځایه شویو اوکرایني ماشومانو سره د مرستې لپاره له ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ته ورکړي.

: ‏نن د جون ۲۱ مه د ځمکې په شمالي غاړه کې چې افغانستان او نیمه نړۍ په کې راځي، د کال تر ټولو اوږده ورځ او لنډه شپه ده.

خو په جنوبي غاړه کې بیا د کال اوږده شپه او لنډه ورځ ده.

: ‏له سقوط وروسته هرات کې د ښځو بازار بیرته فعالیت پیل کړ.

د خدیجة الکبرای بازار له ۳۴ دوکانونو یې ۱۰ دوکانونه زړه نازړه پرانیستل شوي.

: ‏د سعودي شهزاده د مصر په دوه ورځني سفر کې دغه هېواد سره د همکاریو ۱۴ هوکړه لیکونه لاسلیکوي.

دواړه هېوادونه په خپلمنځ کې سره اته میلیارده پانګونه باندې سلا شوي.

: ‏تېر کال امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره افغانانو ته هم د ګډون چانس ورکړ چې په دې لړ کې شاوخوا ۴۶ زره کسانو د امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره غوښتنې سپارلې وې. اوس امریکايي رسنۍ وايي چې په دې موده کې د ۹۰ سلنه افغانانو غوښتنې رد شوې دي.

: ‏د اسراییلو ددفاع وزیر ویلي چې له تېر کال راهیسې یې په ازمویښتي توګه د منځني ختيځ هوایي دفاع په نامه یو دفاعي پلان پيل کړی دی چې په دې لړ کې یې پر منځني ختيځ د ایران د ګڼو بریدونو مخنیوی کړی دی.

: ‏د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې تر لېدنې وروسته د ده د بې باورۍ لپاره اقدامات پیل کړي دي.

‏خان زیاتوي د پاکستان رهبران له څلویښتو کالو راهیسې څه چې امریکا وایي، همغه کوي.

وایي، امریکا زما واکمني وګواښله او که زه په څوکۍ ټینګ پاتې کېدای ناوړه پایلې به یې لرلې وای.

: ‏ویلادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین پر وړاندې له خپل دريځ نه په شا کېږي. نوموړي همدا راز د اوکراین په جګړه کې د نیول شوو امریکايي پوځیانو په اړه ویلي چې د ژوند ضمانت یې نه شي کولی او ددې امکان شته چې محکمه پر دوی د اعدام حکم صادر کړي.

: ‏د اوکراین مرستیال لومړي وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیې د ملکي اوکرایني وګړو ځورولو ته ادامه ورکړې ده. دده په خبره دمګړی روسیې شاوخوا ۱۵۰۰ ملکي اوکرایني وګړي نیولي او له دوی سره زنداني دي.

: ‏حکومت ناروی در یک اعلامیه گفته است که فوروم اسلو امروز در این کشور افتتاح می شود و در ان علاوه بر بحران های جاری جهان بر وضعیت افغانستان نیز صحبت خواهد شد.

در این اعلامیه امده است، که اننیکین هویتفیلدت وزیر خارجه ناروی رهبری این فوروم را به عهده دارد و دو روز ادامه خواهد داشت.

: ‏د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د مصر پلازمینې قاهرې ته تللی دی.

د راپورونو له مخې محمد سلمان به د امریکا د ولسمشر جو بایډن سره تر لیدنې مخکې مصر، اردن او ترکیې ته سفرونه وکړي.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په وروستیو ورځو کې د امریکا د پوځ لوړپوړي پلاوي له تاجکستاني چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان پوځ پر ځینو الوتکو خبرې کړي.

‏رویټرز د امریکايي جنرال مایکل کوریلا له قوله ویلي، چې امریکا تاجکستان ته د دې الوتکو د یوې برخې یا ټولو پر سپارلو غور کوي.

کوریلا رویټرز ته زیاته کړې، چې دا الوتکې به هېڅکله بېرته افغانستان ته ورنه کړي، بلکې تاجکستان ته به اجازه ورکړي، څو ګټه ترې پورته کړي.

: ‏د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دې هیواد د صدراعظمې استعفا و نه منله او ورته ویې وویل چې خپل کار ته دوام ورکړي.

الیزابت بورن په پارلماني انتخاباتو کې د حکومتي گوند د کمو رایو گټلو له امله استعفا ورکوله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک