No-IMG

محمد (ص) ته فېسبوکي پوسټ‌ کې تر سپکاوی وروسته هند کې احتجاجونه روان دي

د هند په بنګلور ښار کې له هغه وروسته درې کسان وژل شوي، چې د یوه فېسبوکي پیغام لیکوال پر ضد احتجاج کوونکو پولیسو ډزې وکړې. احتجاج کوونکي د یوه ځايي سیاستوال کور مخې ته د احتجاج لپاره یو ځايي شوي وو او ادعا یې کوله چې د دغه سیاستوال یوه خپلوان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی کړی دی، پولیسو هغه سړی نیولی چې فېسبوک پوسټ یې کړی و او دغه راز یې د احتجاج کوونکو له ډلې یې هم ۱۱۰ کسان نیولي دي، د بنګلور کمشنر کمال پانټ وايي، د لوړ پوړو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ پولیس د سې شنبې شپې په دغه تاو تریخوالي کې ټپیان شوي دي، نوموړی زیاتوي د ښار دوو امنیتي حوزو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی، د ځايي پولیسو له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، اوس 'وضعیت کنټرول 'دی او پولیسو د خلکو ګڼې ګوڼې خپرولو لپاره د اوښکې بهوونکي ګاز او کوتکو له کاروولو وروسته ډزې کړې دي، د کرناټکا ایالت، چې بنګلور یې مرکزي ښار دی، د کورنیو چارو ایالتي وزیر د وژل شویو کسانو مړینه تایید کړې ده، د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي د دغه فېسبوکي پیغام له خپرېدو وروسته چې بیا وروسته لېرې شوی، ځايي خلک د احتجاج لپاره د سیاستوال کور او پولیسو یوه مرکز مخې ته یو ځای شول، د پارلمان غړي اکهنډا سرینیواس مورتي په یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو د ارامۍ غوښتنه کړې او د انصاف ژمنه یې کړې ده. نوموړی وايي: ''زه له خپلو مسلمانو وروڼو غواړم چې د یوه داسې چا پر سره شخړه و نه کړي، چې قانون یې تر پښو لاندې کړی. هر څه چې وي، موږ ټول وروڼه یو. هر څوک چې وي، موږ باید دا ډاډ ومومو چې د خپل عمل سزا به ویني. زه درسره څنګ په څنګ یم. ''

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟