د پکتيکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو کورنيو سره د ورور حکمتيار د خواشينۍ او تسليت پيغام
مطبوعاتي اعلامیه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلی انجینیر گلبدين حکمتيار د پکتيکا او خوست ولايتونو په ځينو ولسواليو کې د شديدې زلزلې له کبله چې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته يې درنه مرگ ژوبله اړولې؛ د هغوی دردېدليو کورنيو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او د يادې غمجنې پېښې شهيدانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعیٰ کوي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.