No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه کابل نیوز ته وویل، چې د تېرې شپې د زلزلې له کبله یوازې په ګیان او برمل ولسوالیو کې ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او ۱۵ سوه نور ټپيان دي.

: مطبوعاتي اعلامیه: د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلی انجینیر گلبدين حکمتيار د پکتيکا او خوست ولايتونو په ځينو ولسواليو کې د شديدې زلزلې له کبله چې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته يې درنه مرگ ژوبله اړولې؛ د هغوی دردېدليو کورنيو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او د يادې غمجنې پېښې شهيدانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعیٰ کوي.

د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

: ‏د ورکړل شوو راپورونو په اساس، د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د زلزله ځپلو سیمو ته تللی څو د مرستو او ژغورنې بهیر له نیږدې وڅاري.

: د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار پرون سه شنبه له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کندهار، هلمند او غزني ولايتونو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو، د خيبر پښتونخوا له پخواني صوبايي وزير ښاغلي کاشف اعظم خليل، د AMC له ډايريکټر ښاغلي شاه‌جهان افريدي، د جماعت اسلامي د خيبر ضلعې له أمير ښاغلي شاه فيصل افريدي، د خيبر ميډيکل کالج له رئيس ښاغلي ډاکټر لعل محمد، ښاغلي عالمګير افريدي، ښاغلي ډاکټر مشتاق احمد او همدا راز د جماعت اسلامي د يو لوړپوړي ۱۶کسيز پلاوي سره وکتل.

په دغو کتنو پر يو لړ مهمو او بېلابېلو سياسي، اجتماعي، اقتصادي او تعليمي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

قدرمن مشر ياد پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ وويل: ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

له شوروي اتحاد جګړه ناټو او امريکا ته په ميراث پاته شوه، الحمدلله ح‌ا د هغوی پر وړاندې هم تر ټولو لومړی جهاد اعلان کړ، هغه وخت چې چا د امريکا او ناټو له ډاره رپ وهلی نه‌شو، موږ همغه وخت له تهرانه خپل جهاد اعلان کړ، په تش لاس افغانستان ته راغلو، همغه مهال يو پاکستاني جنرال د يو چا په لاس احوال راولېږه چې پاکستان ته را نه‌شې، که راغلې، نو امريکايانو ته دې سپارو، هېڅ‌چا هم د امريکايانو له ډاره سپوڼ نه‌شو وهلی، خو لله الحمد همغه مغرورې ناټو او بدمستې امريکا د مجاهدينو په لاس ماته وخوړه او د افغانستان پرېښودلو ته مجبور شول.

نوموړي د لويې جرګې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

د لويې جرګې تر نامه لاندې انتصابي شوریٰ نه‌شي کولای چې زموږ ستونزې مهار کړې، تجربو ښودلې چې د يو آدرس له لورې د انتصابي جرګو جوړول نورې ستونزې هم زياتوي، يوازې انتخابي او د ولس استازې شوریٰ کولای شي زمونږه ستونزې حل کړي، داسې چې د هرې ولسوالۍ استوګن دې شوریٰ ته خپل منتخب نماينده وړاندې کړي او له همغه لارې د يو ټول‌منلي نظام په جوړښت او تشکيل کې ونډه واخلي.

نوموړي دا هم وويل:

طالبانو ته وايو چې د بهرني مشروعيت پر ځای داخلي مشروعيت لاس‌ته راوړئ، په دې سره بهرنيان خپله مجبورېږي چې تاسې په رسميت وپېژني.

د ح‌اا د أمير پر وينا؛ دا مهمه نه‌ده چې حزب په انتخاباتو کې څه شی او څومره لاس ته راوړي، مهمه داده چې افغانان له دې بُحران ووځي او د قدرت له‌پاره نور د هېڅ‌چا وينه تويه نه‌شي، او افغانان په ذهني لحاظ دې‌ته آماده شي چې د اقتدار له‌پاره به نور د خپل ورور وينه نه تويوي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتیکا، خوست او د هیواد ځینو نورو برخو کې د تېرې شپې زلزلې او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سیلابونو را وتلو له کبله پر رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو ژوره خواشیني څرگنده کړې.

‏پخواني جمهور رییس ددې پېښو له امله د خپلې ډاډگیرنې او غمشریکۍ مراتب د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کړي دي.

: ‏د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزلې ځپلو سره د هر اړخیزې مرستې په هدف بېړنۍ غونډه وشوه.

‏د ا.ا ویاند وايي، په دې غونډه کې ټولو اړونده ارګانونوته دنده وسپارل شوه چې له  زلزله ځپلو سره د مرستو په هدف عاجل ټیمونه سیمې ته ولیږي او د غذایي موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او زخمیانو سره د انتقال لپاره دې د هوایي او زمیني ترانسپورت څخه کار واخیستل شي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له یو شمېر هغو سوداګرو او صنعت کارانو سره، چې په وروستیو کې يې له شیخ هبة الله اخندزاده سره لیدلي غونډه کړې.

‏په دې لیدنه کې سوداګرو او صنعت کارانو سره د شیخ هبة الله اخندزاده د لارښوونو عملي کېدو، د تسهیلاتو او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره په مرستو خبرې شوي دي.

ټولو سوداګرو او صنعت کارانو ژمنه کړې، چې د خپل وس په اندازه مرستې به زلزله ځپلو کورنیو ته لېږي.

: ‏اسلامي امارت په یوه تازه اعلامیه کې وايي، چې د رئیس الوزراء د مقام لخوا وروستیو زلزله ځپلو سره د (سل میلیونه) افغانیو نغدي مرسته منظور شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې درې ساعته وړاندې په یوه اعلامیه کې له زلزله ځپلو سره د مرسته شوو پيسو اندازه ( یو میلیارد) افغانۍ ښودل شوې وه.

: ‏شیخ هبة الله اخندزاده له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو غوښتي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره مرستو ته راودانګي.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له کبله ۹۲۰ کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ تنو پورې ټپیان دي.

‏چارواکي وايي، دا ارقام وروستي نه دی او د تلفاتو د زیاتېدو امکان شته.

: ‏د بهرنیو چارو وزات سیاسي معیین شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو او ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

: ‏بهرنیو چارو وزارت د ا.ا د ۱۲ جګپوړو چارواکو د سفرونو د معافیت له پریکړې هرکلی کړی.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دوه نورو طالب چارواکو پرسفرونو هم باید بندیزونه لرې شي ځکه ددې وزارت په وینا دا اقدام د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی.

: ‏د مصالحې شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشینی ښودلې.

نوموړي له کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو غوښتنه کړې څو له زیانمنو شویو کورنیو سره عاجلې مرستې وکړي.

: ‏‏پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل د تېرې شپې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو له کورنۍ سره د ۱۰۰ زره او ټپیانو سره د ۵۰ زره افغانیو نغدي مرستې اعلان وکړ. نوموړي همداراز له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې قربانیانو ستونزو ته د رسېدنه وکړي.

: ‏د نیمروز ـ زرنج له سلمانانو سره د امربالمعروف غونډه:

خپل روز ګار مو له شریعت سره برابر کړئ.

: ‏حاجي ظاهر قدیر طلوع نیوز ته:

اشرف غني هیڅ شی نه و، چې زه د ولسي جرګې لومړی معاون وم، حتی د هغه د کور د بورې او چایو ډبي هم زما په پیسو ډکېدل.

وایي، غني ته مې وویل چې انډیوالي ختمه شوه، ته وطن بربادوې او موږ یې که جوړولی نه شو، نو ورانوو یې هم نه.

: ‏غور:

د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ابتدایه محکمې یو ځوان د یوې نجلۍ د ځورونې په جرم په ۳۵ دورو او یوه میاشت زندان محکوم کړی.

دغه کس د تعزیري سزا د حکم له تطبیق وروسته زندان ته انتقال شو.

: ‏یک دختر افغان در ولسوالی دهدادی ولایت بلخ به هزینه شخصی خود مکتب ابتدایی دخترانه و پسرانه را در خانه خود افتتاح کرده است.

زهرا صدیقی، فارغ پوهنځی ژورنالیزم میگوید، که این مکتب را برای آموزش کودکان منطقه خود فعال نموده است.

‏وی همچنان گفته است، که هرچند ریاست معارف بلخ با گشایش این مکتب مخالفت نشان نداده است اما به گفته وی، تاکنون هیچ کمکی نیز با آنان نکرده است.

: ‏خوست او پکتیکا ولایتونو سره مرسته:

د نغدي مرستو تر څنګ د افغاني سرې میاشتې لۀ ګودامو 15 موټرو کې 4000 کمپلې، 800 خیمې، 4000 ترپالونه، 800 د پخلنځي د لوښو بستې، درمل، د اوبو سلګونه بوشکې او ګڼ نور توکي یادو زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تازه څرګندونو کې ویلي د افغانستان په ځينو سیمو کې سخته زلزله شوې چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

: ‏امریکاپه هېواد کې پر وروستۍ زلزله او مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي له افغانستان یې د زلزلې او مرګ ژوبلې راپورونه ترلاسه کړي چې خورا خواشینوونکي دي. سرچینه کاږي چې دوی د پېښې له قربانیانو او زیانمنو شوو سره ځان په دې خپګان او غم کې شریک بولي.

: ‏زلمي خلیلزاد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ديپلومات زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې پر وروستۍ زلزله او مرګ ژوبله خواشینی دی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي شریکوي.

: ‏د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي شورا له کمېشنرۍ مېشل باشله سره په لېدنه کې غوښتنه کړې چې د افغان ښځو او لږکیو وضعیت ته پاملرنه وکړي او په‌دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

: ‏رامز الاکبروف، معاون نماینده ویژه دبیرکل سازمان ملل برای افغانستان، در تویتی گفته است که "دفتر هماهنگی کمک‌های بشری سازمان ملل" و "یوناما" نیازها برای رسیده‌گی به آسیب دیده‌گان زمین‌لرزه شب گذشته در برخی از ولایت‌های افغانستان، را بررسی می‌کند.

: ‏د پاکستان صدراعظم شهباز شریف افغانستان کې د زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې اړوند چارواکي له افغانستان سره د مرستې هڅې کوي.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشنیي ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چین چمتو دی، چې افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستو وکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانگړی استازی توماس نیکولاسن وایي چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او له بیگانۍ زلزلې څخه اغیزمنو کسانو ته د اروپایي اتحادیې د بیړنیو مرستو د چمتووالي خبر ورکوي.

: ‏د ایران د حکومت ویاند علی بهادري جهرمي ویلي چې ایران په زلزله کې د نورو بشري مسایلو په څېر به د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږي او لازمې مرستې به وکړي.

له دې سره هممهال له ایران څخه پر لومړنیو مرستندویه توکو بار دوې الوتکې کابل ته رسیدلي دي.

: ‏کابل کې د ترکیې سفارت د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د زلزلې له امله د ځاني و مالي زیانونو په اړه خواشیني څرگنده کړې او ویلي یې دي چې د دې هیواد سرې میاشتې چې په افغانستان کې فعالیت کوي سیمې ته بیړنۍ مرستې لیږلي دي.

: ‏د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته دعا کړې او د ټپيانو او اغیزمنو شویو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

: ‏د حرمین شریفین پر فېسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې د افغانستان  پر وروستۍ زلزلې خواشیني څرګنده شوې ده.

حرمین شریفین لیکلي، چې « افغانستان کې د نننۍ ویجاړونکې زلزلې شهیدانو ته دې الله پاک جنت او ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا ورکړي

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د زلزلې په پایله کې د ټپیانو د درملنې په هدف یې ۹.۸ ټنه روغتیايي توکي افغانستان ته استولي دي.

:‏په افغانستان کې د روسیې فدراسیون سفارت د وروستۍ زلزلې له کبله پر اوښتو تلفاتو خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

: ‏چین وايي، په افغانستان کې د امریکا د جګړو له امله ۱۱ میلیونه افغانان بې ځایه شوي او په میلیونونو نور زیانمن شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا په افغانستان کې په ستر بشر ضد جنایتونو تورنه کړې ‏او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې د امریکا جګړو شاوخوا ۱۱ میلیونه کسان کډوالۍ ته اړ کړي، اقتصادي وضعیت یې ترېنګلی کړی او په میلیونونو خلک یې زیانمن کړي دي.

‏د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د عاملینو د نیولو په پلمه امریکا په ګڼو سیمو کې جګړې او نښتې پيل کړې دي چې له امله یې میلیونونه وګړي بېځایه شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک