No-IMG

د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د سرطان لومړۍ نېټه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار لومړنۍ درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

په پيل کي نوموړي د يادې موضوع په اړه د

تمهيد په ډول وويل:

الله تعالى موږ ته د ژوند په ټولو فردي او اجتماعي برخو كي داسي جامع لارښووني كړې چي زموږ فطرت ئې تقاضى كوي او د دنيا او آخرت سعادت مو ورپوري تړلى؛ د لباس په اړه ئې هم موږ ته ټولي لازمي لارښووني كړې دي.

 

هغه زياتوي چي

لباس د انساني ژوند يوه مهمه قضيه ده؛ هم له طبيعي او اجتماعي پلوه او هم له ديني او مذهبي پلوه؛ هر دين او مذهب به حتماً دې اړخ ته توجه كوي او په دې ارتباط به د انسان پوښتنو ته ځواب وايي. په همدې اړه نوموړي د لا وضاحت لپاره څو اساسي پوښتني او مسائل په لاندي ډول مطرح کړل:

1: د انسان او نورو ژويو تر منځ د لباس په ارتباط دا اوسنى توپير څنگه او ولي راپيدا شوى؟ ولي له انسان پرته بل هر ژوى د پيدايښت له لومړيو ورځو د ښكلې او مناسبي فطري جامې خاوند شي؛ هم ئې له تودوخي ساتي او هم له يخني؛ نه شړېږي او نه زړېږي او نه ئې بدلولو ته اړ كېږي؛ اما انسان د پيدايښت له لومړۍ ورځي چي بربنډ پيدا كېږي؛ تر پايه له فطري او طبيعي جامې بربنډ او مصنوعي جامې ته اړ وي؟ د دې توپير عامل او سبب څه دئ؟   

 

2: انسان ځانته د خپلي خوښي جامه جوړوي؛ دا اختيار به څنگه كاروي؟ محدوديتونه ئې كوم دي او د اختيار دائره ئې څومره پراخه او تنگه ده؟ آيا فقط همدومره ده چي په يخني كي به بېله او په تودوخي كي بېله جامه اغوندي؟ آيا د نارينه او ښځينه په لباس كي توپير ضروري دئ؟ په نورو ژوو كي دا توپير په څرگنده توگه گورو؛ داسي چي په ټولو كي نارينه تر ښځينه ډېر او په بارزه توگه ښايسته وي؛ توپير ئې هم ډېر څرگند؛ نارينه رنگين او ښځينه ساده؛ آيا انسانان هم دې فطري توپير ته اړ دي او دا ئې د فطرت مقتضىٰ ده؟ 

 

3: د نورو ژوو او انسان تر منځ د جامې په ارتباط دا توپير هم گورو چي د نورو ژوو جامه ثابته وي؛ له خپل فطري جوړښت سره ئې متناسبه؛ اما انسان خپله جامه بدلولى شي؛ څوك له جامې پسه برېښي خو په سينه كي به ئې د لېوه زړه وي؛ څوك زمرى برېښي خو په حقيقت كي به د گېدړ په څېر ډارن وي، ښځه كولى شي د نارينه جامه واغوندي او نارينه د ښځي؛ په جامې سره خلك غولولى شي. د پوليس په جامه كي به غله گورو او د قاضي په جامه كي ظالمان. دا ټول د دې غوښتنه كوي چي جامه او څرنگوالى ئې جدي وگڼل شي او په اړه ئې سطحي او عادي چلن ونه شي.

 

4: دا هم د قرآن يو ستر علمي إعجاز دئ چي وايي: إنسان له خپلي فطري جامې؛ د يوې ممنوعه وني د مېوې په خوړلو سره محروم شوى؛ او د دې غلطي عامل شيطان او د هغه وسوسه وه؛ هغه پوهېدو چي له طبيعي جامې د انسان محرومېدا او په دوى كي د مصنوعي جامې رائجېدا؛ له شيطان سره د خپلو خطرناكو منصوبو په پلي كېدا كي څومره مرسته كوي. نن ئې موږ بدي پايلي په خپلو سترگو گورو.    

 

5: غربي سيكولر افكار بربنډتوب خوښوي؛ مخصوصاً د مېرمنو لپاره؛ هيڅ محدوديت هم نه مني؛ حتى په دوبي كي بشپړه كورنۍ كولى شي لمر ته د كوم پارك چمن كي يا د ساحل شگو كي په بشپړه توگه لوڅ او بربنډ څملي؛ نه څوك د اعتراض حق پرې لري او نه ئې بد او كركجن عمل گڼي!! اما ټول الهي دينونه او په سر كي ئې اسلام؛ دې ته د شيطاني عمل په سترگه گوري او د لباس په اړه داسي لارښووني او احكام لري چي هم به نارينه هغه مراعاتوي او هم ښځينه

 

6: پر دې پوښتنو سربېره؛ له هر هغه مسلمان سره چي غواړي د ژوند په ټولو برخو كي د شريعت له حكم او غوښتنو سره سم عمل وكړي؛ دا پوښتنه راولاړېږي چي د نارينه او ښځينه شرعي او ضروري لباس په اړہ د اسلام حكم څه دئ؟ د نارينه لباس به څنگه او د ښځو جامه به څنگه وي؟ آيا هغه جامه چي ښځي او سړي ئې د حج په دوران كي پر اغوستو مكلف شوي؛ نارينه يو څادر او لونگ؛ چي نه به په وَرْس او زعفران رنگ او معطر كړى شوي وي، نه به گنډل شوي وي، سر به ئې لوڅ وي، په پښو به ئې پڼې يا پڼو ته ورته څپلۍ چي د پښو بېډۍ په كي پټي نشي؛ او ښځي به نه مخ پټوي او نه لاسونه؛ يعني نه به نقاب پر مخ اچوي او نه لاس پوښي (دستكش)؛ دا د حج جامه داسي ده چي نه به څه ترې كموي او نه به څه پرې زياتوي. آيا په نورو حالاتو كي همدومره جامه كافي ده؟

 

د پورتنيو مطرح شويو پوښتنو او مسائلو د ځواب په اړه ښاغلي حکمتيار وويل:

متأسفانه د نارينه او ښځينه شرعي لباس او د حجاب په اړہ هم په امت كي د اختلاف شاهد يو؛ او د دې اختلاف منشأ او عامل هم متضاد او متعارض روايت دي. ځيني خاص لباس ته د سنت په سترگه گوري، د نارينه لپاره سر لوڅول او د ښځو لپاره مخ لوڅول هم گناه گڼي، د نارينه او ښځينه فرضي لباس په اړہ بېل بېل حدود لري او بېل بېل معيارونه كاروي. ځيني بيا داسي دي چي خپل كليوال لباس ته د سپېڅلي او شرعي لباس په سترگه گوري؛ واسكټ به جائز او د ثواب وړ جامه گڼي؛ خو كرتۍ او كوټ به انگرېزى او غير اسلامي بولي؛ په داسي حال كي چي واسكټ نه يوازي انگرېزى لباس دئ بلكي نوم ئې هم انگرېزى (waist coat) دئ چي موږ ترې واسكټ جوړ كړى!! څوك به افغاني كميس او پرتوگ غوره او د مذهب له معيارونو سره سمه جامه گڼي او څوك به اروپايي دريشي، شپو، نيكټايي او مفلر خوښوي او د مېرمنو لپاره ميني ژوپ!! د جامې په اړه به مو انتخاب د كوم معيار له مخي وي؟! طبيعي ده چي د هر مسلمان ځواب به دا وي چي همغه جامه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او صحابه وو او د دوى مېرمنو اغوستې وې. خو كه ورته وويل شي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شمول ټولو صحابه وو او د حجاز اكثر خلكو داسي جامه درلوده چي نن ئې حاجيان په احرام كي اغوندي: يو څادر او لونگ؛ ډېرو ئې د فقر او مسكنت له كبله يوازي يو لونگ درلود؛ آيا چمتو يې خپله اوسنۍ او كليواله جامه په څادر او لونگ بدله كړې؟ جواب كه ئې په خوله هر څه وي خو عملاً تغيير ته چمتو نه دئ!! 

دې ته په پام سره چي رسول الله صلى الله عليه و سلم خپله جامه بدله كړې، له يمن او نورو سيمو راغلې جامه ئې اغوستې؛ صحابه وو خپلي جامې بدلي كړې او كله چي نورو سيمو ته تللي؛ تر خپلو جامو ئې غوره او ښايسته جامې موندلې؛ نو هغه ئې غوره كړې؛ له دې معلومېږي چي د جامو په اړه اسلام خاص اهداف او اصول وضع كړي؛ څه چي د اسلام له نظره اهميت لري همدا اهداف؛ حدود او اصول دي؛ اما د جامو ډول، جوړښت، رنگ، د ټوكر څرنگوالى (دا چي د وړۍ وي، يا مالوچ، سنډ او نيلون)؛ دا ئې د مسلمان خوښي او د هغه ظروفو او شرائطو ته پرېښي؛ ويلي ئې دي: نارينه دي ورېښمني جامه او د سرو زرو گوتې او لوښي نه كاروي او مېرمني دي نازكي او داسي تنگي جامې نه اغوندي چي بدن يا د خاصو غړو لوړي ترې جوتي شي.

 

قدرمن مشر د خپل وضاحت پر دوام وايي:

نن موږ له دې جدي پوښتني سره مخامخ يو او دې ته اړ چي ووايو؛ د افغان نارينه او ښځينه جامه به څنگه وي؟ له بېلو بېلو آدرسونو بېل بېل ځوابونه او فتوى گاني اورو؛ كومه به غوره كوو او د كومو دلائلو له مخي؟ ما دا رساله د همدې پوښتني په ځواب كي ليكلې؛ د هغو لپاره ئې خلاصه په همدې تمهيد كي وړاندي كوم چي د ټولي رسالې د ويلو فرصت نه لري.

 

هغه د خپلي مطرح کړې پوښتني د ځواب په اړه زياته کړه:

د قرآن له لارښوونو، د رسول الله صلى الله عليه و سلم له احاديثو، د صحابه وو له ويناوو او منهج، د ائمه وو، فقهاءو، مفسرينو او محققينو؛ او په ځانگړي توگه د احنافو د متقدمينو فقهاءو او ائمه وو له آراءو په څرگنده توگه معلومېږي چي په حج كي د نارينه او ښځينه حاجيانو د احرام جامه معياري ده؛ او مسلمان په همدومره جامه مكلف شوى؛ په احرام كي د نارينه لپاره يو لونگ او څادر كافي دئ، نه به سر پټوي او نه پښې تر ښنگريو پوري؛ دا جامه به ئې نه گنډل شوې وي او نه په وَرْس او زعفران معطره او رنگينه شوې؛ او مېرمني به نه پر مخ نقاب اچوي او نه به لاس پوښي (دستكش) اغوندي؛ له احرام بهر او له دې لازمي حد آخوا، د نارينه او ښځينه جامې هر څه په فضائلو او مستحباتو كي راځي او د انسان خوښي، ظروفو او شرائطو ته پرېښودل شوي؛ هغه چي له دې پرته بله رأى لري؛ د خپلي رأى د اثبات لپاره هيڅ دروند او د منلو وړ دليل نه لري؛ نه په قرآن كي كوم شاهد؛ نه كوم موثق او معتبر صحيح حديث؛ نه د مشهورو صحابه وو كومه وينا او منهج، نه د ائمه وو، فقهاءو، مفسرينو او محققينو له آراءو او اقوالو كوم مضبوط قول او سند.

چي اړوند تفصيل به ئې په رسالې كي وگورئ.

 

نوموړی وايي:

زموږ دا ځواب فقط يوه رأى وگڼئ؛ دا او دې ته ورته هره رأى او فتوى له هغه وروسته ومنئ چي كافي او قانع كوونكي دلائل ولري؛ مشوره مو دا ده چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم پرته د هيچا رأى او فتوى له دلائلو پرته؛ مه منئ، مه عمل پرې كوئ او مه ئې بل ته وايئ؛ كه اهل تحقيق نه يئ يا د تحقيق لپاره كافي فرصت او امكانات نه لرئ؛ نو په هغه صورت كي ئې ومنئ چي د مفتي او رأى وركوونكي د ايمان، علم او تقوى په اړه ډاډه وئ؛ كه داسي ونه كړئ نو اشتباه مو كړې او د قرآني لارښوونو خلاف مو عمل كړى. ځكه قرآن فرمايي:

وَلا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولا 36   الإسراء 36

او په هغه څه پسي مه ځه چي پرې نه پوهېږې؛ دا ځكه چي غوږ، سترگي او زړه داسي دي چي د هر يوه پوښتنه كېږي.

په دې آيت سره موږ ته ويل شوي چي له غور او دقت پرته هيڅ خبره ونه منو، د غوږ دړه د هري خبري اورېدو ته داسي پرانيستې پرېنږدو چي د زړه تل ته مو لار ومومي؛ پرته له دې چي زموږ عقل ئې وڅېړي او د صحت او سموالى پرېكړه ئې وكړي. يوازي هغه مهال بايد يوې خبري ته په خپل زړه كي ځاى وركړو چي پرې پوه شوي يو، كه د كوم شي په اړه څه اورو نو هغه مهال ئې ومنو چي يا ئې په خپلو سترگو وگورو او يا زموږ عقل او زړه گواهي وركړي چي دا خبره رښتيا ده. الله تعالى موږ ته غوږونه، سترگي او زړه د دې لپاره راكړي چي د سم او ناسم په پېژندو كي ترې استفاده وكړو، د قيامت په ورځ پوښتل كېږو چي دا د معرفت او پېژندو استعدادونه مو څنگه كارولي، مهمل او بې استفادې مو پرېښي وو او كه مو سمه استفاده ترې كړې وه. الله تعالى به پوښتنه كوي چي ولي مو غلطي خبري ته غوږ كښېښود، له تحقيق پرته مو ومنله، عمل مو پرې وكړ او بل ته مو وكړه.

 

دغه راز ښاغلی مشر د پورتني آيت په استناد سپارښتنه کوي او وايي؛ چي يوازې هغه خبره ومنئ چي په حقانيت ئې پوه شوي يئ، له تحقيق وروسته په يوې خبري باور كوئ، او په پټو سترگو په هري خبري پسي مه درومئ. او زياتوي چي:

د ستر او حجاب په اړه بحث؛ او اړوند اختلافات ئې اوږده سابقه لري؛ هم په امت كي په عامه توگه او هم په افغانانو كي په خاصه توگه؛ موږ د مبارزې له پيل بيا تر نن پوري د شرعي لباس د څرنگوالي په اړه له پوښتنو سره مخامخ وو؛ د پلوشې په تفسير كي؛ د النور او الاحزاب سورتونو په ضمن كي هم تفصيلي بحث پرې شوى؛ او د (مېرمني او حقوق ئې) او (سلفي شم كه مذهبي پاته شم) كتابونو كي هم؛ كه نن پرې بحث كوو نو هدف مو د اختلافاتو ختمول او د افغانانو يو والى دئ؛ نه بل څه. موږ په تېرو 53 كلونو كي د هر تېري په وړاندي له اسلام دفاع كړې؛ قربانۍ مو وركړې؛ په لسگونو زره شهيدان مو وړاندي كړي؛ زندانونه پر موږ ډك شوي؛ د ژوند تر پاى به له اسلامي ارزښتونو دفاع كوو؛ د اسلام په اړه هر تور او تېرى او هر غلط او ناسم تعبير به حتماً زموږ له غبرگون سره مخامخ كېږي؛ د پايلو پروا ئې هم نه لرو؛ حتماً به او په هره بيع به د اسلام له حريم دفاع كوو

 

دا چي د لباس په اړه د قرآن لارښووني څه دي؟ قدرمن مشر همدي پوښتني ته د ځواب په توگه وويل:

د لباس د څرنگوالي، فضيلت، وجوب او حرمت معلومولو لپاره بايد تر هر څه وړاندي قرآن ته مراجعه وكړو او وگورو چي الله تعالى موږ ته څه لارښووني او سپارښتني كړې

د قرآن له لارښوونو په څرگنده توگه معلومېږي چي انسان په لومړي سر كي داسي ښكلې او فطري جامه درلوده چي دى ئې هم له يخني ساتلو او هم له تودوخي، نه ئې اوبدل غوښتل او نه گنډل، نه زړېده او نه شړېده؛ د نورو ژوو په څېر فطري الهي جامه؛ خو انسان له دې الهي جامې د يوې اشتباه له كبله محروم او مصنوعي جامې ته اړ شو؛ د لومړنۍ مصنوعي جامې په اړه ئې د قرآن وينا دا ده: كله چي انسان له فطري الهي جامې محروم شو نو لومړى ئې د ونو په پاڼو ځان پټول پيل كړل؛ يعني د ده لومړنۍ مصنوعي جامه د ونو پاڼي وې؛ نوري جامې ئې وروسته وروسته جوړي كړې. هلته چي فرمايي:

فَدَلَّىٰهُمَا بِغُرُورٖۚ فَلَمَّا ذَاقَا ٱلشَّجَرَةَ بَدَتۡ لَهُمَا سَوۡءَٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخۡصِفَانِ عَلَيۡهِمَا مِن وَرَقِ ٱلۡجَنَّةِۖ وَنَادَىٰهُمَا رَبُّهُمَآ أَلَمۡ أَنۡهَكُمَا عَن تِلۡكُمَا ٱلشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَآ إِنَّ ٱلشَّيۡطَٰنَ لَكُمَا عَدُوّٞ مُّبِينٞ٢٢ الأعراف: 22

نو (شيطان) په دوكې سره دواړه وغولول، كله چي ئې د هغي وني (مېوه) وڅكله بدنونه ئې ورته بربنډ شول او لگيا شول په ځانونو باندي ئې د باغ پاڼي نښلولې او خپل رب ورته غږ كړ: آيا تاسو مي له دغي وني نه وئ منع كړي؟ او نه مي وو درته ويلي چي شيطان مو څرگند دښمن دئ؟

يعني شيطان د انسان لومړنۍ جوړه؛ آدم او حواء عليهما السلام وغولول، ممنوعه مېوه ئې وخوړه، په همدې سره جامه ترې وايستل شوه، بربنډ شول، لگيا شول چي ځان په پاڼو پټ كړي؛ د آيت الفاظ داسي دي چي ښيي ټول ځان ئې لوڅ شوى او د ټول ځان د پټولو لپاره ئې پاڼي په ځان ښنلولې (نښلولې). د دې معنى دا ده چي له فطري جامې لوڅېدو وروسته د انسان لومړۍ مصنوعي جامه پاڼي وې، نوري جامې ئې ډېر وروسته جوړي كړې دي. د علمي تحقيقاتو په نتيجه كي څېړونكي همدې نتيجې ته رسېدلي چي لومړنيو انسانانو د ونو له پاڼو د جامې په توگه استفاده كړې، وروسته ئې د حيواناتو له څرمنو او بيا ئې له نورو شيانو جامې جوړي كړې. له الهي جامې محرومېدا انسان ته يوه داسي سزا وه چي تر نن پوري ئې عذاب څكي، د انسان په لاس جوړه شوې جامه د تبعيض وسيله شوه، دوى ئې سره بېل كړل، ځينو له خپلي جامي د خلكو د غولولو وسيله جوړه كړه، او ځينو پر نورو د برلاسي او لويي ذريعه.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا: ځيني داسي انگېري چي ښايي د انسان لومړنۍ جامه به هم د اوس په څېر كومه مصنوعي جامه وه؛ اوسنۍ جامې ته ئې ورته كومه جامه؛ دوى د قرآن صراحتونو ته له پام پرته د خپلو انگېرنو له مخي دا خبره كوي؛ دا ځكه چي له خپلي تنگي ذهني دائرې وتل ورته گران وي؛ د خپلي ماضي او مستقبل په اړه د همدې تنگي محدودې او دائرې له مخي قضاوت كوي. حال دا چي د قرآن له وينا په بشپړ صراحت سره معلومېږي چي دا فطري او د انسان له بدن سره پيوست جامه وه؛ ځكه قرآن فرمايي

إِنَّ لَكَ أَلا تَجُوعَ فِيهَا وَلا تَعْرَى. طٰهٰ: 118

يقيناً چي په دې كي به تا ته دا درپه برخه وي چي نه به وږى كېږې او نه به بربنډ كېږي؛

د دې آيت له وروستۍ فِقرې په ډېر وضاحت او صراحت سره معلومېږي چي دا جامه كومه مصنوعي جامه نه وه؛ ځكه په مصنوعي جامه كي انسان حتماً او په وار وار بربنډ كېږي؛ د غسل په وخت كي، د جامې د زړښت په صورت كي، د شړېدو او شلېدو په نتيجه كي او په بلي د بدلولو په وخت كي. خو دا آيت آدم عليه السلام ته وايي: چي ته به په دې موقت جنت كي هيڅكله نه بربنډ كېږي؛ نو د دې معنى يوازي دا كېدى شي چي دا جامه يوه داسي طبيعي جامه وه چي د دوى له بدن سره ښنتې (نښتې) وه، همغسي لكه چي الله تعالى ټولو نورو ژوو ته وركړې.

په ټول قرآن كي داسي آيت نه مومو چي صراحتاً يا اشارتاً دا ترې معلوم شي چي:

الف- ښځي بايد په عادي حالت كي، يا په لمانځه، حج او احرام كي؛ مخ، لاسونه، رغوي او پښې پټ وساتي.

 

ب- او نارينه بايد په عادي حالت، يا لمانځه، حج او احرام كي خپل سر په څادر يا لونگۍ يا بل څه سره؛ پټ كړي؛ داسي څه هم په ټول قرآن كي نه مومو چي وښيي د مېرمنو مخ لوڅولو حرمت ترې معلوم شي؛ اصولاً د وجوب او حرمت پرېكړه د صريح نص له مخي كېدى شي؛ خو په دې اړه نه صريح قطعي نص لرو او نه ظني. كه الله تعالى غوښتي وى چي د مخ او لاسونو د پټولو او لوڅولو د وجوب، جواز او حرمت په اړه لارښوونه كړې وى؛ نو دا لارښوونه به داسي صريح او څرگنده وه لكه د اودس په اړه چي په قرآن كي راغلي

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ ...  المائدة 6

اې مؤمنانو! كله چي لمانځه ته پورته كېږئ نو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنگلو ووينځئ او پر خپل سر مسح وكړئ او پښې مو هم تر بېډيو...

او يا د تيمم په اړه ويل شوي:

.. فَلَمۡ تَجِدُواْ مَآءٗ فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ...المائدة 6

... او اوبه مو ونه موندلې؛ نو بيا كومي پاكي خاوري ته مخه كړئ او خپل مخ او لاسونو پرې مسح كړئ؛

يعني الله تعالى چي كوم څه پر مؤمنانو فرض كړي؛ نو په دومره صراحت او وضاحت سره ئې ښودلي؛ د مخ لوڅولو او پټولو قضيه؛ د سر تر مسح كولو له هره پلوه؛ زيات اهميت لري؛ د وجوب او حرمت په اړه ئې بايد تر دې هم زيات وضاحت شوى وى. خو په دې اړه په ټول قرآن كي داسي صريح او څرگند حكم نه مومو؛ او دا ښيي چي: دا موضوع د اسلام له نظره په داسي مسائلو كي نه راځي چي د فرض او واجب په سترگه ورته وكتل شي؛ او عدم مراعات ئې گناه او د عذاب باعث وي. دا ځكه چي د شريعت له نظره فرائض او واجبات هغه دي چي منشأ ئې نص (د قرآن لارښوونه او حديث ئې شرح او تفسير) وي او نه مراعات ئې د سزا وړ گناه گڼل شوې وي. په داسي حال كي چي په قرآن كي د لمانځه د يوه ضميمه كار (اودس) او د اودس د يوه جزء (د سر مسح)؛ يادونه په صراحت سره شوې؛ خو د پورتنيو غړو د پټولو په اړه نه په څرگنده توگه يادونه شوې او نه اشارتاً!! همدا كافي ده چي ووايو: دا مسكوت عنه شيان د نورو په څېر په فرائضو او واجباتو كي نه راځي.

 

نوموړي د خپلې إدعاء د إثبات لپاره د اعراف سورې لاندي آيت په إشارې سره وويل؛ هلته چي فرمايي:

يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ 26  الأعراف: 26

اې د آدم اولاده! يقيناً چي تاسو ته مي داسي لباس درولېږو چي بدن مو پټوي او د ښايست وسيله ده او غوره ئې د تقوى لباس دئ، دا الهي آيتونه دي؛ ښايي پند واخلي.

 

ښاغلی حکمتیار زياتوي چي:

په همدي مورد او د لباس په اړه بايد څو خبري په پام كي ولرو:

1: پر انسانانو باندي د لباس د نزول معنى دا نه ده چي الله تعالى له آسمان ورته لباس رالېږلى، بلكي معنى ئې دا ده چي د الله تعالى په حكم انسان ته د لباس انتظام شوى، د لباس توكي هم الله تعالى ورته پيدا كړي او له دغو توكو د لباس جوړولو هنر او استعداد هم الله تعالى وركړى.

 

2: د لباس يو ډول هغه دئ چي انسان پرې خپل ځان پټوي، له يخني او تودوخي ئې ژغوري، او په جگړو كي ئې زغره وي؛ بل ډول ئې د سينگار او ښايست وسيله ده، خو دلته د يوه بل ډول لباس هم يادونه شوې او تر دغو دواړو غوره گڼل شوى؛ د تقوى لباس؛ خو د دې معنى څه ده؟ آيا تقوى ته د لباس نوم وركړى شوى او كه ځيني لباس د تقوى د لباس په نامه ياد شوي؟ په الفاظو كي د دواړو تعبيرونو مجال شته؛ خو وروستۍ توجيه په دې دليل غوره ده چي د بحث موضوع لباس دئ؛ نه تقوى؛ په دې توجيه سره د انسان لباس درې ډوله كېدى شي: د ځان پټولو لباس، د سينگار او ښايست جامه او د تقوى لباس؛ دا ځكه چي عملاً گورو ځيني لباس د گناه وسيله وي او ځيني له گناه د مخنيوي وسيله.

 

همدا راز نوموړی دا هم وايي؛ چي دا آيت د لباس په اړه دومره جامع دئ چي كه په ټول قرآن كي يوازي همدا آيت راغلى وى؛ نو كافي به وو؛ او درې ډوله لباس په کي موږ ته راښودل شوی:

 

1- د ځان ساتني لباس؛ د ځان ساتنه ئې پر خپلو بندگانو فرض كړې؛ په دې راضي كېږي چي په مناسبي جامې سره د ځان حفاظت او ساتنه وكړي؛ هم له تودوخي او يخني او هم د جنگ په سنگر كي له غښو او تورو.

 

2- د ښايست لباس؛ الله تعالى ښايست جامه؛ نه يوازي الله جائز گڼلې بلكي؛ د انسان لپاره ئې خوښوي؛ الله تعالى جميل دئ او جمال خوښوي؛  په دې راضي كېږي چي بنده ئې ښكلې، صفا او ستره جامه واغوندي؛ هم د الله تعالى په وړاندي په لمانځه ودرېدا كي او هم ئې له نورو سره په ليدا كي جامه ښكلې او ستره وي

 

3- تر ټولو غوره جامه ئې د تقوى جامه ده؛ هغه جامه چي انسان له گناه ساتي؛ يعني نه له حرامو لارو تر لاسه شوې وي، نه په كي اسراف شوى وي، نه د كبر او پر نورو د ځان لوړ ښودلو او د هغوى د تحقير وسيله وي، نه دى گناه ته وهڅوي او نه بل.  

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر آند؛ له كومي ورځي چي انسان له لومړنۍ الهي جامې محروم شوى او په خپل لاس د جامو جوړولو ته اړ شوى؛ نو همدا جامه د انسانانو تر منځ د تفريق، تبعيض او يو پر بل د لويي او تېري وسيله گرځېدلې؛ نه گورئ چي په دغه جامه كي څومره ظلمونه كېږي؟ په عسكري او پوليسي جامو كي هره ورځ څومره بې گناه انسانان ځورول كېږي؟ څومره شريف انسانان د خړو جامو په سبب تحقير كېږي؟ څومره ذليل انسانان په فاخره جامو كي تر نورو ځان لوړ گڼي؟ نه گورئ چي يوه له خپلي جامې د گيدړي پوستكى جوړ كړى خلك پرې غولوي، بل له جامو د پسه په څېر بې آزاره برېښي خو په سينه كي ئې د لېوه زړه او هغه بل به په خپلو جامو سره ځان داسي ښيي چي زمرى دئ خو تر گيدړ به زيات بې زړه او جبون وي. الله تعالى انسان ته د جامو جوړول ورښودلي، د دې لپاره چي ځان له تودوخي او يخنۍ پرې وژغوري او د هغه لباس ئې په درېو ډولونو وېشلى: د ځان پټولو لباس، د ښايست لباس او د تقوى لباس؛ خو انسان له خپلي جامې يا د غولولو وسيله جوړه كړې، يا د ظلم او تېري وسيله، يا يو پر بل د تفاخر، لويي او تكبر ذريعه او يا د گناه لوري ته هڅونكې جامه!!

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک