No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو او د کورنیو او بهرنیو مرستندویو سازمانونو د بشردوستانه مرستو بهیر پیل شوی.

: ‏د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پکتیکا له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې او هغلته د ژغورنې او مرستو بهیر د ارزونې په هدف دغه ولایت ته تللی دی.

:‏د پکتیکا د وړمې شپې زلزلې له کبله یو شمېر ټپيان د کابل ایمرجنسي روغتون ته راوړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د چهارشنبې شپې تر زلزلې وروسته اوس د یادې ولسوالۍ په ځینو زلزله ځپلو سیمو کې اورښتونه شوي او خلک بېړنیو خوراکي توکو او خیمو ته ضرورت لري.

: ‏د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی سید رسول وايي، چې د وړمې شپې زلزلې له کبله د نوموړي د کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، چې زخمیان یې د درملنې لپاره د کابل ایمرجنسي روغتون ته راوړي دي.

: ‏د لغمان او کونړ ولایتونو تر منځ د ( کونډ) په غرنۍ سیمه کې د سختې واورې د ورېدو له کبله د بند پاتې شوو لسګونه کورنیو د ژغورنې هڅې پیل شوې دي.

باختر اژانس راپور ورکړی، چې په یاده سیمه کې په تېرو دوو ورځو کې (۲.۵) متره واوره شوې ده.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په پکتیکا ولایت کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ( ابراهیم اغا) نیول کېدو ته په اشارې لیکلي، چې د څو تنو خپلسرو لخوا د ټولنې د پېژندل شوو څېرو نیول کېدل او بیا یې عکسونه او ویډیوګانې خپرول پخپله یو جرم دی او په وینا یې دوی به دا مسئله تر څیړنې لاندې ونیسي.

‏نوموړي ویلي، اسلامي امارت یو مسوول نظام دی او هر جرم او جنایت له قانوني لارو تعقیبوي.

: ‏پکتیکا او خوست کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر نږدې ۱۱۰۰ کسانو ته لوړ شو.

: ‏په متحده عربي امارتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل د دې شورا په استازیتوب په افغانستان کې د زلزله ځپلو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره همکاري وکړي.

: ‏د ریاست‌الوزرا دفتر په یوه ټویټ کې لیکلي چې انعام‌الله سمنګاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوي رییس او ملا راز محمد چې په قاري یوسف احمدي هم مشهور دی، د ریاست الوزرا د ویاند مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

: ‏د ریاست الوزرا لومړي معاونیت په یوې اعلامیه کې لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د «شاه و عروس» بند د پاتې کارونو بشپړولو، د «کام‌ایر» هوايي شرکت د پاتې پورونو پر تصفیې، له پاکستان سره د «اپټا» تړون پر غځېدو ‏...او د «کیو‌اې افغان» لوجستیکي شرکت د وړاندیز شوې طرحې په اړه بحث شوی دی.

په‌دې اعلامیه کې وړاندې راغلي، د «کیو اې افغان» لوجستیکي شرکت د هرات غوریان ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه په اجاره غواړي او د کرنې، مالدارۍ او پروسس برخو کې د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

: ‏د افغانستان فوټ‌سال ملي لوبډلې دوه لوبغاړو حمید رضا حسیني او مهدي نوروزي له "هالوس" لوبډلې سره درې میاشتنی تړون لاسلیک کړی، څو د اندونیزیان په غوره لیګ کې د دې لوبډلې په ګټه ولوبېږي. دا دوه لوبغاړي د ایران په غوره لیګ کې هم لوبېدلي دي.

: ‏د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د ځاني زیانونو له اوښتو سربېره  ۳ زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د پکتیکا والي ویاند ثناءالله معصوم وايي، چې د وړمې شپې په زلزله کې ددې ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې سلګونو کسانو ته د مرګژوبلې له اوښتو سربېره ۳ زره کورونه هم ویجاړ شوی دي.

‏سیمه ییز چارواکي وايي، چې د زیانمن شویو سره د مرستې او خواخوږۍ په هدف د کورنیو چارو، پېښو ته د رسیدګۍ او د عامې روغتیا وزارتونو سرپرستان او د قول اردوګانو مسوولان سیمې ته ورغلي دي.

: ‏د ننګرهار ځوانانو تالاشۍ چوک کې د پکتیکا زلزله ځپیلیو لپاره د مرستې خیمه ودروله.

: ‏کونړ ـ کړه مار: د یو د کور د چت راپریوتو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه، ۴ ژوبل دي.

: ‏په ختیځ کې د قمر خیریه بنسټ مشر عادل شینواری:

د پکتیکا زلزله ځپلیو ته مو لس میلیونه افغانۍ مرسته راټوله کړه او لا هم له خواخوږو سره اړیکه کې یوو.

: ‏د کورنیو چارو وزیر د پکتیکا زلزله ځپلو ته: زه تاسو ته نمایش لپاره نیم راغلی، د مرستې او تعزیت لپاره راغلی یم، اوس درسره عاجل نغده مرسته کوم او نورې مرستې په لاره دي چې زر به راورسیږي.

ستاسو چې هر ډول مشکیلات وي ټول راسره شریک کړئ چې عاجل اقدام وکړو.

: ‏یوناما: د افغانستان زلزله ځپلیو سره د بیړنۍ مرستې لپاره ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو.

: ‏پولیټیکو اژانس:

ترلاسه کړي داخلي مکتوبونه مو ښیي چې د بایډن اداره د افغان حکومت د سقوط په اړه د ګروېږنو او پلټنو برخه کې په لوی لاس له همکارۍ ډډه کوي.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن ماښام د افغانستان په اړه غونډه کوي چې له کابل نه به د یوناما دفتر د افغانستان د وروستي وضعیت راپور ورکړي.

: ‏پاکستان: د خوست غلام خان او د پکتیکا انګور اډې دروازې مو د زلزلې د ټپیانو لپاره پرانیستي دي.

: ‏ټوېټر په ازمایښتي ډول د لیکوالانو یوې کوچنۍ ډلې ته د ۲۵۰۰ تورو لیکنې اجازه ورکوي.

تر اوسه ټویټر کې یو چا یوازې د ۲۸۰ تورو لیکنه خپرولی شوه.

: ‏هند په کابل کې خپل سفارت ته تخنیکي ټیم را لیږلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې که څه هم په رسمي توګه کابل کې د خپل سفارت د پرانستې په تړاو څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دغه ټیم له افغانستان سره د بشري مرستو او اړوند مسائلو د همغږۍ برخه کې کار کوي.

‏دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هندي چارواکو په پرلپسې توګه افغانستان ته سفرونه وکړل او د ا.ا له چارواکو سره یې ګټورې لیدنې او کتنې درلودې.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن په افغانستان کې وروستۍ مرګونې زلزله "یوه ستره غمیزه" بللې ده. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې امریکا له بشري بنسټونو سره کار کوي، څو له زیانمنو خلکو سره د مرستې په موخه روغتیایي ډلې واستوي.

: ‏امریکا په افغانستان کې د زلزلې له امله پر رامنځ ته شوې مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او له زلزله ځپلو سره یې د مرستو ژمنه کړې.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن پر امریکایي خیریه بنسټونو غږ کړی چې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي او د مرستو رسولو پر لارو چارو کار وکړي.

: ‏له افغان زلزله ځپلو سره د پاکستان د مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته را ورسیده.

د پاکستان حکومت، چې دا مرستې د صدراعظم شهباز شریف په سپارښتنه ترسره شوي چې پکې خیمې، ترپالونه، کمپلې خوراکي توکي او بیړني درمل شامل دي.

ا.ا وایي، چې دغه اته لارۍ توکي نن سهار پکتیکا ولایت ته رسیدلي دي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له کبله پر اوښتو زیانونو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دوی مرستندویه ټیمونه په سیمه کې دي او خلکو ته لومړنۍ مرستې رسوي.

: ‏اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه وایي د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره مرستې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې ټیمونه یې په بېړنۍ توګه خوست او پکتیکا ته رسېدلي دي او زیانمنو شوو سره د مرستو پر لارو چارو کار روان دی.

‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي چې ژر به خپلې بشردوستانه مرستې زلزله ځپلو ته ورسوي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر ایران ته تللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په پام کې ده نوموړی له ایراني چارواکو سره د افغانستان او سوریې له موضوعاتو سربېره پر نړیوالو مسایلو، د اټومي پروګرام هوکړې او د روسیې او یوکراین جګړې په هکله خبرې ولري.

: ‏د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له مصر او اردن څخه وروسته ترکیې ته تللی دی.

محمد بن سلمان ترکیه کې د دې هیواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر بیارغونې یې خبرې کړي دي.

‏د یادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان محمد بن سلمان قاتل بللی و او نوموړی یې د جمال خاشقجي په وژنې تورن کړی و.

ترکیې ته د محمد بن سلمان سفر داسې مهال دی چې ترکیه له اقتصادي ناورین سره مخ ده او سعودي عربستان هم د انزوا پر لور روان دی.

: ‏په کابل کې د ایران سفارت وايي، چې په یوه پوځي الوتکه کې د زلزله ځپلو سره د دوی د مرستو یوه جوپه چې ۴۰۰ کمپلې او ۸۰۰ فرشونه پکې دي، افغانستان ته رسېدلې ده.

‏یاد سفارت وايي، د مرستو یوه بله جوپه چې ۱۲۰۰ فرشونه، د خوراکي توکو ۱۰۰۰ کڅوړې او ۶۰۰ فرشونه پکې دي، د سیستان بلوچستان ولایت څخه د ځمکې له لارې افغانستان ته ولیږل شي.

: ‏د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې له افغانستان او نورو هېوادونو سره د بشرپاله مرستو لپاره د نړیوال ټرانسپورټ او لوجستیک مرکز جوړ شوی او له دې ځایه د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو مرستې همغږې کیږي.

: ‏د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې سیګار مشر جان سوپکو د امریکا پر حکومت تور پورې کړی، چې دغه ادارې ته د اطلاعاتو له ورکولو ډډه کوي.

‏نوموړی وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دې هېواد نړیوالې پرمختیايي ادارې خپلو کارکوونکو ته ویلي چې له سیګار ادارې سره دې همکاري نه کوي او معلومات دې نه ورکوي.

: ‏د نړۍ شتمنو هېوادونو د روسیې پر وړاندې د سختو اقداماتو پرېکړه کړې ده. د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ډېر ژر د نړۍ د شتمنو هېوادونو یا جي اووه د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي او پر روسیه تازه بندیزونه وضع کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک