No-IMG

نو څنګه به یې وزغمي؟

وجيح ظهير

 

دا سپین ږیری کاکا هم آخر انسان دی. سینه کې زړه لري. اولادونه او کورنۍ یې درلوده. دېره، سیالي او شریکي یې درلوده. په بجیو او لمسیو کې به پټ و.

 کور ته په ننوتو به یې ضرور ستړیا رفع او پر شونډو مسکا خوره وه. پر ټولو به یې قدر وه. ضرور به چا ابا، چا کاکا او چا بابا باله. ده به هم هر یوه ته مینه ورکوله. پر سر به یې لاس ور تېروه او حتماً به یې واړه لمسیان اوږو ته پورته کېدل او...

خو اوس؛

کیسه بدله ده. د غم ټغر یې په کورنۍ خور دی. نه د کاکا، نه د ابا او نه د بابا خواږه معصوم غږونه شته. دېوالونه نړېدلي او هډونه پاشل شوي. یوه چوپتیا، یو ماتم او یوه ژړا خوره ده.

بېوزله کاکا پر ملا مات دی. نه وراره، نه بچی او نه لمسی شته. پر ټولو تورې خاورې انبار دي. ټولو دغه سپین ږیری یواځې پریښی او...

ای!

نو څنګه به دغه قامت استوار پاتي شي؟ څنګه به دغه زړه د سینې په قفسچه کې نه چوي؟ څنګه به دغه غمجنې سترګې اوښکې نه تویوي؟

اه ربه!

سخته ده، هغه هم ډېره سخته. ته د ټولو غمځپلو هېوادوالو  سبب ساز شې. ته یې تکیه ګاه او ته یې مددګار شې.

پاکه ربه!

موږ نه پوهېږو، په هرې ګناه چې دې نیولي یو، د خپل رحم او شفقت له مخې پر موږ ورحمېږې. له شکه پرته ته رحمان، ته رحیم او ته غفار یې.

امین_یارب

نوټ: خبر دی چې د دې کاکا د کورنۍ ۱۷ تنه د تېرې شپې په زلزله کې شهیدان شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک